لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: عوامي نيشنل ګوند د انجمن اصلاح الافاغنه سل کلن جشن نمانځي


عوامي نيشنل ګوند د "انجمن اصلاح الافاغنه"سل کلن جشن نمانځي او د باچا خان اوونۍ په نوم د 20م نه تر 26م جنورۍ پورې غونډې کوي.

د ګوند د اطلاعاتو د سېکترې ثمرهارون بلور په وينا د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن رسمي پرانسته نن په 20م جنورۍ په باچا خان مرکز پېښور کيږي او دا جشن به د روان کال د اخرې پورې دوام ولري.

د دې ترڅنګ د باچا خان اوونۍ په لومړۍ ورځ (نن په 20م چنورۍ) به د هغو 10 کتابونو د مخکتنې دستوره وي کوم چې په خصوصي توګه د باچاخان اوونۍ لپاره د باچاخان څېړنيز مرکز له خوا چاپ شوي دي.

په دغو کتابونو کې د باچاخان کتاب "زما ژوند او جدوجهد" په درېو ژبو کې، د خان عبدالولي خان کتاب "رښتيا رښتيا دي" په درېو ژبو (پښتو، اردو او انګرېزي) او دې سره نور مهم کتابونه شامل دي.

د اوونۍ د دستورو په اړه د ګوند صوبايي د کلتور سېکتر خادم حسېن وايي په دوېمه ورځ 21م جنورۍ به د انجمن اصلاح الافاغنه او باچاخان په موضوع او په 22م جنورۍ به د تعليم او ازادو سکولونو د موضوعاتو په تړاؤ نورې اړونده غونډې کيږي.

عوامي نېشنل ګوند د باچا خان اوونۍ په تړاؤ په 23م جنورۍ په پېښور کې د جلسې کولو او په 24م جنورۍ يې د خېبرپښتونخوا د قدرتي وسيلو په موضوع او په 25م جنورۍ "په قامي تحريک کې د ښځو کردار" په موضوع د غونډې کولو ویلي دي.

د ګوند صوبايي د کلتور سېکتر خادم حسېن وايي د اوونۍ پای به په صوابۍ کې کوي چرته چې به د ټولې صوبې په کچ لويه مشاعره وي او په دغه مشاعره کې به د صوبې د ګوټ ګوټ نه ليکوالان، شاعران او د پښتو ادب د ميينانو ترڅنګ عام اولس ګډون کوي.

انجمن اصلاح الافاغنه

د باچاخان او د هغه ملګرو په 1921م کې د انجمن اصلاح الافاغنه په نوم يو سازمان جوړ کړی ؤ کوم چې وروسته د خدايي خدمتګار تنظيم برخه جوړ کړی شو او بيا د خدای خدمتګار تحریک لاندې تر1947م پورې باچاخان او د هغه ملګرو په سيمه کې د انګرېز سامراج په ضد د مبارزې ترڅنګ په اولس کې د شعور خورولو لپاره مبارزه کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG