لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې بهرنۍ پانګونه راټيټه شوې اؤ پورونه پرې ختلي دي،اسټيټ بانک


د پاکستان مرکزي بینک (سټیټ بینک اف پاکستان) وائي د روان مالي کال ۲۰۲۱ په مهال په شپږو میاشتو کې بهرنۍ پانګونه ۳۰ فیصدي راټيټه شوې ده او ملکي پورونه په پینځوؤ میاشتو کې ۸۲۹ اربه روپۍ زیات شوي دي.

د اقتصادي چارو پوهان وائي په منطقه کې دبدلیدونکو حالاتو ،سیاسي اړي ګړي او کرونا وبا له امله پانګونه نه کیږي او دا چې د زیاتو پورونو او پانګونه کې د کمی له امله ترقیاتي کارونه اغېزمن کیږي او په غربت کې هم اضافه کیږي.

د اقتصادی چارو کارپوهه او صحافي وکیل رحمان وائي د کرونا وبا له امله په نړیواله کچه اقتصاد اغیزمن شوی او د هغې اثرات په پاکستان هم پریوتي دي.

دهغه په وینا "په منطقه کې بدلون روان دی ،د پاکستان او امریکې اړېکې هم دمخکې په څېر نه دي ‌پاتې او سعودی عرب او شا وخوا هیوادونو کې رامنځته شوؤ بدلونونو هم په پاکستان کې په پانګونه اغېزې کړي دي"

دپاکستان مرکزی بینک وایي روان مالي کال کې د جولائي نه د دسمبر میاشتې پورې پاکستان کې ۹۵ کروړه او ۲۰ لکه ډالره سرمایه کاری شوی ده او تیر مالي کال کې د بینک په وینا هم په دغه موده کی یو ارب ۳۵ کروړه او۷۰ لکه ډالره پانګونه شوې وه.

بینک وائي ددې نه په مخکې کال کې سرمایه کارۍ کې اضافه لیدل شوې وه او هیواد ته ۲ اربه ۵۶ کروړه او ۱۰ لکه ډالر راغلي وؤ.

مرکزي بینک پخپل تازه رپورټ کې وائي په ملکي مقامي قرضو کی ۲۷ کهربه روپۍ زیاتوالی راغلی او په تیر نومبر کال ۲۰۲۰م کې مقامی قرضې ۲۴۱ کهربه او۱۰ اربه ته زیاتی شوي دي چې کال ۲۰۱۹م کې دا قرضې ۲۱۴ کهربه او ۱۰ اربه ډالره وې.

د اقتصادي چارو یو بل کار پوهه ارسلان اقبال وائي کله چې هم په یو هیواد کې د مالیي هدف نه ترسره کیږي او یا دغه ماليات ناکافي وي نو بیا حکومت پورونه اخلي او د سرمایه کارۍ د بانډونو دلارې دغه کموت پوره کوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي "ددغه قرضونو او پانګونه کې دکمي له امله اقتصاد اغیزمن کیږي ،حکومت خپلې خرچې نه راکموي د بچت خبرې کوي خو عملي کوي یې نه، چې دې سره ترقیاتي پروژې متاثره کیږي، غربت او بې روزګاري سيوا کیږي او د سرکاری نوکرانو تنخاګاني هم متاثره کولی شي"

مرکزی بانک وائي د مقامي پورونو په پرتله بهرني پورونه د قامی امدنۍ په حساب راټيټ شوي دي.

دبینک د رپورټ له مخې روان مالي کال ۲۰۲۱ کی بهرني پورونه د جي ډي پي د۴۵۰۵ فیصدي نه ۴۱۰۴ فیصدي ته راټيټ.

د رپورټ‌ په اساس دکال ۲۰۲۰م د جون په میاشت کې پورونه د جي ډي پي ۱۰۶ فیصدي ریکارډ کړل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG