لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې ګرانۍ د عامو خلکو ژوند څومره اغېزمن کړی؟


"ګراني يو په دوه سېوا شوې، ما د مياشتې د کور د خرڅ د بجټ دپاره خپل ماشومان د ښه شخصي سکولونو نه سرکاري سکولونو ته راوسته او وړاندې چې به مې ماښام ماشومانو له کور ته خوراک له خواږه يا بل څه راوړه اوس يې نيم راوړم او کله کله يې هډو را نه وړم".

دا خبرې د خېبرپښتونخوا د يو سرکاري نوکر اعظم خان دي، وايي په ملک کې ګراني ورځ تر بلې سېوا کيږی او يو په دوه ګراني سېوا شوې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د ګرانۍ شرح په تېره لږه موده کې دومره زياته شوه چې په دې کال دوه کې د غوړو ډبه چې به په اووه، اته سوه روپۍ وه هغه اوس په 1300 ده.

هغه وايي وړه، چيني، تېل او هر څه په بره روان دي ګرانيږي خو د ده په څېر عام سرکاري نوکرانو تنخاګانې نه سېوا کيږي او ګرانۍ يې عادي ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

هغه وویل ماشومان يې په يو ښه شخصي سکول کې وو، خو د کور د خوراکي توکيو ګرانېدو يې د مياشتې د خرڅ حساب دومره اغېزمن کړی چې هغه نه شو کولی چې په تنخا کې ټول هر برابر وساتي ځکه يې ماشومان د شخصي سکول نه سرکاري سکول ته راوستل.

په پاکستان کې د شمارياتو سرکاري اداره وايي چې په ملک کې 24 لکه 189زره ټنه غنم د بهر څخه راغوښتل شوي او حکومت دا دعوه هم کوي چې په ملک کې د وړو بيه راټيټه کړی شوې او په يو کيلو ګرام کې اووه روپۍ راکمې کړی شوي دي.

دغه رنګ ويل شوي حکومت وايي چيني هم د بهر نه راغوښتل شوې او د يو کيلوګرام چينۍ بيه د 100 روپو څخه 80 روپو ته راکمه کړی شوې وه، خو يو ځل بيا د چينۍ بيه د 50کيلوګرامه بوجۍ قيمت 4500 روپو ته رسېدلی دی.

تيره ورځ د حکومت اقتصادي رابطه کمېټۍ د اته لکه مېټرک ټنه چيني او درې لکه ټنه غنم د بهر نه راغوښتو اجازه ورکړې ده او په دې يې ماليه يا ټېکس راکم کړی دی.

کمېټۍ په چينۍ ود هولډنګ ټېکس د پينځه اعشاريه پينځه فيصدو نه صفر اعشاريه 25 فيصدو ته راکوز کړی چې په ملک کې مخ په زياتي روان قيمتونه قابو کړی شي.

خو د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې د غټو توکيو د کاروباريانو د اتحاديې مشر ارشد منان وايي، د قيمتونو د نه راکمېدو بنيادي علت د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيه او په ملک کې د بجلۍ، ګېس او پټرولو زيات قيمتونه دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل څو پورې چې د دغو توکيو بيې نه وي راکمې شوي، ګراني به په ځای وي.

د پاکستان د شماریاتو اداره وايي په مالي کال 2020 کې د حکومت مجموعي درامدي يا د بهر نه راغوښونکو څيزونو بل څلور اعشاريه 23فيصده راکم شوی ؤ خو د روان مالي کال په لومړو شپږو میاشتو کې درامدي بل 52فيصده سېوا شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG