لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت فېس بک ته خواست کړی دغه رسنۍ دې د پېسو ګټلو جوګه وګرځوي


د خېبرپښتونخوا حکومت يادې ټولنيزې رسنۍ فېس بک ته خواست کړی، د نړۍ د ګڼو ملکونو په څېر دې فېس بک ته په پښتونخوا کې هم هغه ځای ورکړي چې خلک ترې د يوټيوب په څېر ګټه کولی شي، د فېس بک او نورو ټولنيزو رسنۍ کاروونکي وايي يواځې د قدغنونو لګولو په ځای بايد داسې نور ګامونه هم واخستل شي.

د خېبرپښتونخوا د ساينس او ټېکنالوجۍ په برخه کې د وزيراعلی سلاکار ضیاالله بنګش وايي فېس بک ته يې رسمي خواست کړی چې دلته هم فېس بک ته داسې ځای درجه يا ځای ورکړی شي چې خلک ترې مالي ګټې ترلاسه کولی شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې بنګش وویل، د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خلک د فېس بک نه پېسې ګټي او دوی غواړي چې په خېبرپښتونخوا کې هم د فېس کاروونکي ځوانان د دې لارې په روزګار شي او پېسې وګټي ځکه چې دلته په لويه شمېره کې خلک د نورو ټولنيزو رسنيو په ځای فېس بک زيات کاروي.

د سټېټسټا په نوم وېب پاڼې د شمېرو ترمخه په پاکستان کې دا وخت د 39 ملينو نه زیات خلک فېس بک کاروي او د فېس بک د کاروونکو په شمېره کې پاکستان په نړۍ کې په 11م نمبر هېواد دی.

په خېبرپښتونخوا کې د فېس کاروونکي د پښتونخوا د حکومت دغه ګام ستايي چې که فېس بک د يوټیوب په رنګ د ګټې سرچينه ګرځي د دې سره به ډېر ځوانان په روزګار شي.

د ټولنيزو رسنیو فعال افسرالملک افغان وايي، چې په فېس بک د پينځه لکه 14 زرو څخه زيات پلويان لري خو وايي ګټه ورته د يوټيوب څخه راځي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په يو ټيوب يو لک پلويان لري او د دغه رسنۍ څخه ورته د مياشتې په سر د يو لک پورې روپۍ راځي اوکه دلته فېس بک هم داسې شي چې خلک به ترې پېسې ګټلی شي نو هغه ته به نورې ډېرې پېسې راځي.

هغه وویل په پښتونخوا کې ډېر ځوانان او پېغلې په فېس بک مينه وال لري په ډېره ښه طريقه يې کاروي خو ګټه ترې ورته نه کیږي بايد حکومت دغه ګام په سنجيدګۍ سره پورته کړي.

د بليو وينز په نومې ادارې مشر او ټولنيز فعال قمر نسيم هم وايي هغه دغه ګام ستايي او زياتوي بايد دا ګام ډېر مخکې پورته کړی شوی وی ځکه دلته ډېر خلک فېس بک کاروي خلکو ته به ترې ګټه کوله.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو دپاره قوانين موجود دي او د څار دپاره يې نور قوانين جوړول کيږي بايد داسې ګامونه هم پورته شي چې د څارنې او قوانينو سره د خلکو په مالي ګټه تماميږي.

په پاکستان کې په وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو بندېزونه لګېدلي او په کال 2012م کې د سپکاوي د موادو خپرولو په سر يوټيوب د درېو کالو نه د زیاتې مودې دپاره تړل شوی ؤ.

د دې ترڅنګ په پاکستان کې وخت په وخت د ټویټر او فېس بک پاڼې هم په عارضي توګه د لږ وخت دپاره تړل شوي خو بيا پرانستل شوي دي.

څيړونکي وايي هم له دې امله د ټولنيزو رسنيو ادارې نه غواړي چې دلته خپل فعاليتونه پراخه کړي.

ضياالله بنګش وايي دوی به هڅې کوي چې د ټولنیزو رسنیو ادارې د بندېزونو سره نورې کومې ستونزې يادوي دوی به يې د هوارولو کوششونه کوي.

تېر کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ډېوس کې د فېس بک چیف اپرېټنګ افسرې شېرېل سېنډبرګ سره ليدلي او عمران خان د فېس بک چارواکې ته ویلي ؤ چې فېس بک دې د نویو پاکستاني کاروباریانو سرپرستي وکړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG