لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنرښځیانو حقونو پاره پاکستان کې نوی قانون پځائ شو


دپاکستان د انساني حقونو وزارت د نرښځیانو یا هیجړاګانو د حقونو دقانون ۲۰۲۰ په اساس په اړه یوه یوه نوې اعلامیه خپره کړې چې دهغې له مخې به اوس ټولو سرکاري محکمو کې نرښځیانو ته درناوی ورکول کیږي اؤ حتی سړي پولیس به نه شي کولی چې یو نرښځی ګرفتار کړي.

دپاکستاني رسنیو له مخې د نرښځیانو د تحفظ اؤ حقونو د ایکټ یا قانون ۲۰۲۰ منظوري مرکزي کابینې ورکړې چې له هغې وروسته اوس دانساني حقونو وزارت په دغه اړوند یوه ځانګړې اعلامیه هم خپره کړې ده.

دنوي قانون له مخې به اوس دهیواد ټولو سیمو کې د بې اسرې نرښځیانو دپاره ځانګړی دارالامان یا سرپناه جوړولی شي،

سړي پولیس به نه شي کولی چې نرښځیان ونیسي بلکې یوازې خواجه سرا پولیس به دنرښځیانو دنیولو دپاره لیږل کیږي.

همدا شان به ټاڼو کې د نرښځیانو دپاره ځانګړی حوالات وي اؤ بیا به عدالتونو ته هم نرښځیان په بیل ګاډي کې وړل کیږي.

په اعلامیه کې راغلي چې نرښځیانو ته به ویړیا قانوني امداد ورکړل کیږي اؤ په تعلیمي ادارو کې به د دوئ زده کړې هم ویړیا وي.

په ټولو سرکاري ادارو کې به د نرښځیانو نوکریو دپاره بیلا پالیسي جوړولی شي اؤ د دوئ د ګیلو اوریدو دپاره به وفاقي محتسب کې د نرښځیانو ځانګړی کمشنر کښېنولی شي.

همدا شان به د قامي شناختي کارډ، پاسپورټ اؤ ډرائیونګ لائسنس جوړولو دپاره به هم دنرښځیانو بیلې څانګې وي چې دغو څانګو کې به ځانګړي افسران په ډیوټۍ لګولی شي اؤ هغوئ به یوازې دخواجه سراؤ دپاره خپل خدمات وړاندې کوي.

خیبر پښتونخوا کې دنرښځیانو دسازمان صدر یا مشره ارزو خان وایي دخواجه سراؤ دپاره دحکومت داسې اعلامیې یا وعدې کومه نوې خبره نه ده بلکې له دې وړاندې یې هم په بیلابیلو وختونو کې داسې وعدې اؤ اعلانونه کړي خو عملي کړي یې تر اوسه نه دي.

هغه وایي "قانون خو جوړ شي خو قانون بیا عملي کیدل هم غواړي اؤ دلته هیڅوک دنرښځیانو د غمه مړه نه دي چې دا قانون به عملي کړي"

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ارزو خان وویل "مونږ ته مخکې دنوکرو وعدې راکړل شوې وې، هسپتالونو کې د ځانګړو بیډونو وعدې راسره شوې وې، د شل کروړه روپو وعده راسره شوې وه، د وزیراعظم احساس پروګرام کې دبرخې راکولو وعده هم راسره شوې وه خو دا ټولې وعدې صرف وعدې پاتې شوې اؤ پوره نه شوې"

دخیبر پښتونخوا یو بل مشهور خواجه سراء یا نرښځی پارو چې په شلګونو شاګردان هم لري، دا نوی قانون دستائنې وړ ګڼي خو زیات ورته خوش بین نه دی اؤ وایي” داسې زړه پورې اعلانونه مونږ دپاره کومه نوې خبره نه ده”

وي او ای ډیوه سره خبرو کې پارو ویلي” مونږ سره په هر دور کې داسې ښکلې اؤ‌ دلفریبه وعدې شوي دي خو دغه وعدې یوازې تر کاغذونو اؤ میډیا محدودې پاتې شوي اؤ هیڅ کله پرې عملي کار نه دی شوی”

د پارو په وینا تر دې وړاندې هم حکومت نرښځیانو ته سرکاري ملازمتونو کې د کوټې بیلولو خبره کړې وه خو دغه وعده تر اوسه نه ده پوره شوې ، همدا شان هسپتالونو کې د ځانکړو وارډونو خبره هم پځائ پاتې ده.

هغه وایي دلته زیاتره چې دلته حکومت د نرښځیانو دپاره کومې اسانۍ اعلان کړي نو دهغې نه د نرښځیانو د تنظیمونو مشران خو عارضي ګټې واخلي خو خواجه سراؤ ته یې هیڅ ګټه نه رسیږي.

پارو وایي دا مهال‌ په خیبر پښتونخوا صوبه کې د نرښځیانو دتنظیمونو ګڼ شمیر خودساخته یا له ځانه جوړ شوي صدران دي چې هغوئ د سرکاري افسرانو سره د سازباز دلارې ټول مراعات اؤ اسانۍ ځانله اخلي اؤ عام هیجړاګان ددې اسانیو نه محروم ساتي.

خواجه سرا پارو وایي دلته چې هیجړاګانو ته کومې اساسي مسلې دي په هغې د هیجړاګانو مشران خبره نه کوي اؤ که کوم هیجړا ته انفرادي مسله پېښه شي نو هغه دخپل صدر د خدماتو ترلاسه کولو دپاره هم خپل صدر ته په دیرش اؤ‌ پنځوس زرو روپو رشوت ورکولو مجبوره وي ګنې بیا یې صدر کار نه کوي.

خو ارزو خان بیا د پارو دا تورونه بې اساسه وګڼل اؤ وئ ویل "دنرښځیانو د سازمان یوازینی صدر زه یم ، زه د ټولو خواجه سراؤ په په رائیو منتخب یم اؤ هم د دوئ دحقونو دپاره بې غرضه مبارزه کوم "

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG