لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاک افغان پوله ازغن تار:څېړونکي وایي قبائیلي ضلعو کې دتشدد کچه بیا هم ۲۷فیصدي لوړه شوې


دپاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد ویلي چې د افغانستان او ايران سره په شريکو پولو د ازغن تار لګولو کار به سږ کال سرته ورسیږي او وايي دې سره به د پولې د امنيت په ساتلو کې مرسته وشي او د خلکو غېرقانوني تګ راتګ به هم د څار لاندې راشي.

پاکستان کال 2017 کې د افغانستان سره په ګډه پوله د ازغن تار په لګولو کار پېل کړی ؤ چي مقصد یې د وسله والو د تګ راتګ مخه نيول او په پخوانيو قبایلي سیمو کې امنيت ټينګول دي خو څېړنې وايي چې کال 2019 پرتله کال 2020 کې په پخوانيو قبایلي سیمو کې د تشدد کچه 27 فيصدى سېوا شوې ده.

تیره ورځ کراچۍ کې میډیا سره خبرو کې د کورنیو چارو د وزیر شیخ رشید احمد ویلي دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د ازغن تار لګولو عمل 90 فیصدي سرته رسیدلی دی اؤ ایران سره هم په ګډه پوله د ازغن تار په لګولو کار روان دی.

هغه هیله ښکاره کړه چې د ازغن تار لګولو دا عمل به سږکال سرته ورسیږي.

شیخ رشید وویل دهیواد امنیتی‌ ادارو په کور دننه اؤ دامنیت ټینګولو اؤ دپولې دانتظام دپاره لویې کار کړی دی.

دپاکستان دمرکزي کابینې داقتصادي همکارۍ کمیټې تیرکال دپاکستان اؤ ایران ترمنځ پوله باندې د ازغن تار لګولو په موخه درې بیلیونه روپۍ جاري کړې وې .

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وویل هغه باوري دی چې افغانستان اؤ ایران سره په ګډو پولو د ازغن تار لګول کیدو سره به په دغو پولو د امنیت کشالې ختمې شي.

په پخوانیو قبائیلي سیمو کې په امنیت اؤ پرمختیا دکارکوونکې غیر دولتي موسیسې فاټا ریسرچ سنټر منصور خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي دافغان حکومت څخه دمخه طالبانو هم دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د ازغن تار په لګولو اندېښنې ښکاره کړې وې.

هغه وویل کله چې دا ازغن تار ولګي نو بیا په ډاګه شي چې ددې له کبله په پخوانیو قبائیلي سیمو کې تر کومه حده امن پرځائ شوی دی.

هغه وایي دکال 2020م څېړنې ښایي چې د کال 2019م په پرتله په پخوانیو قبائیلي سیمو کې دتشدد په کچه کې 27 فیصدي زیاتوالی راغلی دی.

هغه وایي په امنیتي ځواکونو،دولتي مامورینو،قامي مشرانو اؤ د سړکونو یا نورو تاسیساتو په جوړونکو د بریدونو ترڅنګ دعامو خلکو په تښتونو ،ځورونو اؤ په استخباراتي اساس کیدونکو عملیاتو کې هم په دې وروستیو کې چټکتیا لیدل شوې ده.

روانه میاشت دشمالي وزیرستان په شیوه تحصیل کې کابل خیل قبیلې غوښتنه کړې وه چې دوئ ته باید په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ اجازت ورکړل شي.

په پخوانۍ فاټا کې دیوې بلې غیر دولتي موسیسې مشر ډاکټر اشرف علي ډیوه ته وویل دافغانستان سره په ګډه پوله د ازغن تار لګولو دعمل سرته رسیدو سره به دامنیت ستونزې هوارې شي.

هغه وایي دې کې شک نشته چې د پولې دواړو غاړو ته میشته ولسونه خپلو کې کلکه راشه درشه اؤ خپلوۍ لري اؤ حتی د دوئ کاروبارونه ،حجرې . جوماتونه اؤ هدیرې دپولې دواړو غاړو ته شریکې دي .

خو ډاکټر اشرف علي بیا وایي مهمه پوښتنه داده چې دواړو غاړو ته د ولس دامنیت دپاره د ترهګرۍ په ضد باید څه رقم ګامونه واخستل شي؟ ا‌ؤ په دې کې یو مهم ګام دادی چې دپولې دڅارنې نظام باید سخت کړل شي.

د روانې میاشتې په 11مه نېټه دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال بابر افتخار ویلي وؤ قبائیلي سیمې چې وړاندې ټولې په ریاستي عملدارۍ کې نه وې اوس ټولې د ریاست په کنټرول کې راغلې دي.

خو دپښتنو دحقونو دپاره په مبارزه د بوخت تنظیم پي ټي‌ ایم مشران وایي چې په دې وروستیو کې په قبائیلي ضلعو کې هدفي وژنې سیوا شوي دي.

افغان دولت تر اوسه د ډیورنډ کرښه په دیوې نړېوالې پولې په توګه په رسمیت نه ده منلې اؤ په دې کرښه یې د پاکستان لخوا د ازغن تار لګولو سره مخالفت ښودلی دی خو د افغانستان ولسونه بیا ددې ازغن تار سره سخت مخالفت ښایي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG