واشنګټن ــــ په پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو تحريک پي دي ايم د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ تحريک وړاندې کولو په سر پخپلو کې وران دي خو واکمن ګوند وایي د بې باورۍ تحریک راوړل د اپوزیشن ګوندونو قانوني حق دی.
د پيپلزپارټۍ د مشر بلاول بټو زردارې دغې غوښتنې ته چې د وزيراعظم او سپيکر په ضد به د مخالفه ګوندونو سره په صلاح د عدم اعتماد تحريک شرو کوي، د مسلم ليګ ن ګوند جنرل سېکټري احسن اقبال ويلي بلاول دې په د ې لړ کې د خپلې پارټۍ د غړو شمېره ښکاره کړي.
احسن اقبال په لاهور کې یوې خبري غونډې ته ويلي وړاندې هم دوی د سېنټ د چېرمين په ضد د بې باورۍ په تحريک کې پاتې راغلي وو:
"که له بلاول بټو صاحب سره د رایو داسې شمېر وي چې تحریکِ اعتماد راوړلای شي نو ضرور دې یې وړاندې کړي".
د جنورۍ پر 22مه د سیند په لاړکانه کې بلاول بټو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو، چې د عمران خان او د قومي اسمبلۍ د سپیکر په ضد د بې باورۍ د تحریک وړاندې کولو ګام پورته کېدای شي او غوښتنه یې کړې وه چې د پي ډي ایم ټول ګوندونه دې په دې لار خپلولو سلا شي.
حکومتي وزیرانو د بلاول بټو د دې بیان ھرکلی کړی او وایي چې د جلسو جلوسونو د لارې به مخالف ګوندونو ته ھیڅ په لاس ور نه شي. د داخله چارو وفاقي وزیر شېخ رشید وایي:
"بلاول بټو هوښیار شوی دی هغه ښه ویلي دي چې د بې باورۍ تحریک د دوی قانوني حق دی".
احسن اقبال وویل د عمران خان د حکومت ختمولو لپاره له پاکستان ډیموکرېټیک موومنټ سره یواځینۍ لار اسلام اباد ته اوږد لاریون کول دي. د رېلوې وفاقي وزیر اعظم سواتی وایي:
"پي ډي ایم خپل زور بایللی دی، که د دوی مشران د لاریون لپاره اسلام ته راشي نو له ځان سره به بد کوي، اپوزیشن د خپل کاروبار د ژغورلو لپاره د پارلمان شاته پټېږي".
د 2019م کال د جولای په مياشت کې چې کله اپوزیشن ګوندونو د سېنټ د سپيکر صادق سنجراني په ضد د بې باورۍ د تحريک په اړه په اسمبلۍ کې تجويز وړاندې کړی وو نو د مخالفه ډلو 64 غړي يې په حق کې ودرېدلي وو.
خو کله چې يې بيا د د ې قرارداد دپاره ووټونه اچول نو 50 غړو يې په حق کې ووټونه اچولي وو چې ورسره د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ن ترمنځ لويه بې باوري پېدا شوې وه او دواړو په يو بل د ټګۍ تورونه لګولي وو.