لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نرښځی پارو سندرغاړی جوړیدل غواړي خو سندره کې به دهیجړا پیژندګلو څنګه پځائ ساتي؟


پېښور کې میشت مشهور نرښځی پارو وایي نور یې دګډیډو نه لاس اخستی اؤ اوس غواړي د یو سندرغاړي په توګه دخپلو سندرو البم مخې ته راوړي.

پارو وایي د سندریز البم د ریکارډنګ دپاره یې په ریاضت لاس پورې کړی اؤ ځانله یې دموسیقۍ یو باقاعده استاد هم نیولی دی چې هره ورځ ترې زده کړې کوي.

که د پارو دا سندرې ریلیز شوې نو به هغه به پښتنه ټولنه کې دتاریخ وړومبی نرښځی وي دسندرغاړي جوړیدو ویاړ به یې په برخه شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې پارو ویلي هغه د ګډیدو د ژوند نه نوره ډیره تنګه شوې ده ځکه چې په دغه میدان کې ورته هیڅوک د انسان په سترګه نه ګوري اؤ نامناسبه رویه ورسره کوي.

هغه وایي وړاندې یې هم څو،څو ځل د ګډیډو لار ته دمخه ښې ویلو اراده کړې وه خو نه وه کامیابه شوې ځکه چې خپلو ملګرو ترې په چل فریب پیسې ووهلې اؤ هغه مجبوره شوه چې بیا د ګډیډو لاره خپله کړي.

سندرې به د ښځې په غږ وایي که دسړي؟

پارو چې نه ځان ښځه بولي اؤ نه سړی ،سندرې ویل هم دهغه دپاره عادي کار نه بلکې یو ستر چیلنج دی ځکه چې په سندره کې به هغه ته یا خو دښځې غږ له مرۍ راویستل وي اؤ یا دسړي.

ډیوه چې کله دپارو نه وپوښتل دښځو په څېر غږ به راوباسې که د جینکو په څېر ؟ هغه وویل “زه نه سړی یم اؤ نه ښځه یم ، الله تعالی خواجه سراء پیدا کړی یم اؤ څنګه چې د خواجه سراء یا نرښځي غږ د ښځو اؤ سړو دغږونو په پرتله یوه خپله پیژندګلو یا اندارز لري، هم دغسې به زما سندرې هم دخواجه سراء په غږ کې وي”

paro song
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:28 0:00

پارو په عام ژوند اؤ ټولنه کې دجینکو په څېر ژوند کوي ،د هغې کړه، وړه، ناسته ولاړه،لباس،بدني لچک هرڅه دجینکو پشان دي اؤ حتی ځان په مونث یا ښځینه مخاطب کوي، خو دسندرې په میدان کې هم هغه له دې چیلنج سره مخ دی چې ځان به ښځینه مخاطب کوي که نارینه؟

ستائنه دبریتو اؤ شملې که د بنګړو اؤ لوپټې

پارو نه مو چې کله دا پوښتنه وکړه ځواب یې دا ؤ” ګوره څنګه چې زه پخپل ژوند کې ځان سړی نه ګڼم اؤ دمونث په توګه ځان مخاطب کوم یا مې ملګري په مونث مخاطب کوي همدغسې به زه په سندرو کې هم هم ځانته مخاطبه په مونث کووم”

پارو وایي هغه به د خپلو بریتو اؤ شملې ستائنه په سندره کې نه کوي بلکې دخپلو زلفو، سرو شونډو، لوپټې اؤ بنګرو خبره یا ستائنه به په سندرو کې کوي اؤ محبوبه به یې جینۍ نه بلکې سړی وي.

هغه وایي په سندریز البم کې به یې ټپې، غزلې اؤ سندرې شاملې وي خو وایي چې پخپل ژوند کې ډیر دردیدلی اؤ کړیدلی دی نو ځکه د غمژنې شاعرۍ انتخاب ته به ترجیح ورکوي خو عشقیه اؤ مستې سندرې به هم وایي.

"زه خو پخپله غمژنه شاعري خوښوم خو داسې مستې سندرې به مې هم البم کې وي چې په ودونو،ښادو یا عامو محفلونو کې ورسره زلمي اؤ‌ پیغلې ګډاګانې وکړی شي"

د سوات سره تړاؤ لرونکی ۲۶ کلن پارو په دې وروستیو کلونو کې هم له ګډه لاس اخستی ؤ اؤ په پېښور کې یې یو بوتیک یا دجامو پلورنځی پرانستی ؤ چې په رسنیو یې هم درز خور شوی ؤ خو وروسته دهغه دغه روزګار دوام ونه کړ اؤ پارو یو وارې بیا ګډیډو ته مخه کړه.

هغه وایي بوتیک یې ځکه دوام ونه کړل شو چې هیچا ورسره په دغه کار کې مرسته ونه کړه، وایي که چرته حکومت اؤ غیر دولتي موسیسو ورسره مرسته کړې وه نو هغې کولی شول چې نور خواجه سراء یې هم دې باعزته روزګار ته تشویق کړي وؤ.

هغه وایي اوس یې یو ځل بیا د بوتیک پرانستو اراده هم کړې ده اؤ ددې دپاره یې خپل ویښتان د سړو په څېر واړه کړي اؤ‌ لباس هم دسړو کوي.

پارو وایي چې د بوتیک دپرانستو مقصد یې دادی چې که ګډیډل نو کوي نو ددغه لارې به ځانته دوه پیسې ګټې اؤ هم به د سندرو شوق هم له دغې لارې پوره کو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG