لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په عملياتو کې د دوه کمانډرانو په ګډون پينځه ترهګر وژل شوي


د پاکسان پوځ ویلي، په شمالي وزيرستان کې يې د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس دوه ځايه عمليات کړي، د دوه کمانډرانو په ګډون يې پکې پینځه ترهګر وژلي دي.

پوځ د عملياتو خبر د اتوار په شپه ناوخته خپور کړی او ويلي يې دي، يو ځای عمليات د خېسور په تنګړي او بل ځای يې د ميرعلي په موسکې کې عمليات کړي دي.

پوځ ويلي د ميرعلي په موسکې علاقه کې يې په عملياتو کې دوه ترهګر کمانډران وژلي دي.

د پوځي بيان ترمخه په وژل شوو کې يو سېد رحيم (عابد) چې تعلق يې د تحریک طالبان پاکستان (عليم خان ډلې) سره وو هغه او د هغه سره سېف الله نور چې تعلق يې د ټي ټي پي ګوهر ګروپ سره وو، وژل شوي دي.

پوځ ويلي، سېد رحيم د کال 2007م راهسې په 17 ترهګرو عملياتو کې لاس لرلو، او په واڼه او ميرعلي کې د دوه خودکش مرکزونو مشري يې کوله. ويل شوي هغه په امنيتي ځواکونو بريدونو او نوو ترهګرو جوړولو کې ککړ وو.

په پوځي بيان کې ويل شوي سيد رحيم څلور ملکان او درې انجيران هم وژلي وو، او سېف الله نُور په امنیتي ځواکونو چاؤدنو کې ککړ وو.

بل لور ته طالبانو پرون دعوه کړې چې د تنګړي په عملياتو کې يې يو پوځي عسکر وژلی دی.

په وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل سېوا شوي او نزدې يوه اوونۍ وړاندې په میرانشا کې يوه پوليس چيک پوسته الوځول شوې او له دغې وړاندې په ميرعلي سړک دپاسه يو ډاکټر د نامالومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی ؤ.

په شمالي وزيرستان کې په 20م جنورۍ د ځايي خلکو په ملاتړ پښتون ژغورنې غورځنګ په علاقه کې د بدامنۍ پرضد کاربنديز کړی ؤ.

په 20م جنورۍ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جنوبي وزيرستان سفر هم کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG