لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پښتونخوا کې د کرونا زياتې پېښې په پېښور کې مخې ته راغلي


په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس له امله په تېر شوا روز کې د اووه کسانو د مړه کېدو سره په تيره اوونۍ کې د مړو شمېره 56 او تراوسه پورې په صوبه کې ټول 1839 کسان مړه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د صحت د محکمې د وېبپاڼې د شمېرو ترمخه په 24م جنورۍ په صوبه کې د کرونا څخه اووه تنه مړه شوي چې پينځه پکې په پېښور کې مړه شوي، يو په صوابۍ او بل په سوات کې مړ شوی ؤ.

د سرکاري شمېرو ترمخه په نورو ضلعو کې په تېر شوا روز کې د کرونا څخه څوک نه دي مړه شوي دي.

د وېبپاڼې ترمخه په ټولو صوبه کې د کرونا څخه په مړه شوؤ 1839 کې د نيمې نه زيات 927 کسان يواځې په پېښور کې مړه شوي دي.

د پېښور وروسته په اېبټ اباد کې 145 او بيا په سوات کې 113 مړه شوي دي.

دغه رنګ ويل شوي په تير شوا روز کې په صوبه کې په 245 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي چې پکې يواځې په پېښور کې 112 کسانو ته کرونا وايرس ورپورې شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديې مرستيال مشر ډاکټر اسفنديار بېټنی وايي، په پښتونخوا او په ځانګړي ډول په پېښور کې اول خو خلک زيات خيال نه کوي خو د هغې نه زياته بې پرواهي حکومت کوي چې د کرونا د قابو کولو دپاره کلک ګامونه پورته کړي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې بېټني وويل، د کرونا دا دوهمه څپه چې راغلې حکومت بيخي سنجيدګي نه کوي، او چې کله حکومت سنجيده نه وي خلک بيا هم پام نه کوي.

هغه وويل د دسمبر په مياشت کې په خېبرټيچنګ روغتون د ګېس د نشتوالي پېښه وشوه، د کرونا ناروغان مړه شو خو د هغې وروسته هم بيا کوم غور ونه شو.

نوموړی ډاکټر وايي په پېښور کې د پېښو زياتېدو د علت مالومېدو دپاره بايد حکومت په دې کار کړی وی چې ولې په پېښور کې کرونا سېوا کيږي.

په خېبرټيچينګ روغتون کې د پېښې وروسته د پښتونخوا حکومت ويلي ؤ په روغتون کې د ګېس د نشتوالي د غفلت په سر يې څو چارواکي د دندو څخه لرې کړي او ویلي يې ؤ د دغه ډول نورو پېښو نه رامخې ته کېدو دپاره کوټلې تګلاره جوړوي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وبا دپاره حکومتي وياند ډاکټر اکرام الله وايي، د ملک په ټولو غټو ښارونو کې د کرونا وبا پېښې زياتې رامخې ته کيږي دغه ډول پېښور هم دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، پېښور ته د نزدې نورو ضلعو لکه مردان، نوښار او چارسدې سره چاپېره نورو علاقو نه هم ناروغان روغتونونو ته راوړل کيږي ځکه په پېښور کې بيا د کرونا پېښې او د مړو شمېره سېوا مخې ته راځي.

هغه زیاته کړه حکومت ډېره سختي د خلکو دپاره نه کوي که لاک ډاؤن کوي خلک د مشکلاتو ښکار کيږي ځکه دوی بیا بيا په خلکو غږ کوي چې احتياط وکړي د کرونا څخه ځان او نور وژغوري.

په پېښور کې د کرونا پېښې په داسې وخت کې سېوا مخې ته راتلل پېل شوي چې په ملک کې د کرونا وبا له امله شوی لاک ډاؤن د مخکې نه ختم کړی شوی او روانه میاشت تعلیمي ادارې هم پرانستل شوي دي.

په ملک کې د کرونا وبا له امله چې تعليمي ادارې په دوهم ځل تړل شوې په 18م جنورۍ د نهم نه تر 12 ټولګي پورې کلاسونه روان کړی شوي، او په لومړۍ فرورۍ د لومړي ټولګي نه تر اتم پورې سکولونو او پوهنتونونو پرانستو اعلان شوی دی.

په پاکستان کې د کرونا وبا څخه تراوسه پورې ټول 11318 کسان مړه شوي په پينځه لکه 34زره41 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او سرکاري شمېرې ښايي په کرونا اخته شوي څلور لکه88زره 903 کسان ښه شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG