لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت ډېر کسان د کريمه بلوڅ د ښخېدو مراسمو ته پرېنښودل


ځايي خبريال چې نوم يې پټ ساتل غوښتل، وي او اې ډيوه ته وويل چې د کريمې بلوڅ په جنازه کې ډيرو نارينه ، ښځينه سياسي، مدني فعالانو او خبريالانو ګډون غوښته، خو د حکومت له لوري د کريمې د کلي په ټولو لارو کې د ايف سي ځواک سرتيري ځاي پر ځاي کړل شوي و، او خلګو ته يې د هغې کلي ته د تللو اجازه نه ورکوله ۔

دغه خبریال وویل،
"جنازه وشوه په جنازه کې يوازي د هغې کورنۍ او د تمپ کلي خلکو ته د شرکت اجازه وه، خو هغه هم په کم شمېر کې ، دا د سيمې لومړۍ جنازه ده چې ښځو هم پکي ګډون درلود، ضلعي حکومتي چارواکي ، له تېرې شپې راهيسې پوليس او د امنيتي ځواکونو سرتيري پر قبرستان شاه وخوا ولاړ و، موږ ډېر کوشش وکړ چي هلته د هغې جنازې ته ورشو خو و تمپ سيمه ته د تللو ټولې لارې تړل شوې، د ايف سي يو مېجر موږ راوګرځولو، راته ېې وويل چې هېڅوک هم نشي تللای"۔

د کریمه بلوچ کلي ته پرتې تړل شوې لارې او سړکونه.
د کریمه بلوچ کلي ته پرتې تړل شوې لارې او سړکونه.

د کريمې بلوڅ له جنازې خلک راګرځول او خلګو ته اجازه نه ورکولو په حقله مو د بلوچستان حکومت له ايالتي ترجمان لياقت شاهواني سره د موبايل فون او وټساپ له لارې تماس ونيوه ،هغه ته مو په غږ کې پېغام پرېښود ،خو د رپورټ د جوړولو تر وخته يې ځواب ونه وايه۔

د دې تر څنګ د بلوچستان د اعلا وزير جام کمال مشېرې بشرا رند هم زموږ ټیلیفوني اړېکې ته ځواب ونه وايه ۔

د بلوچ زدکونکو سازمان " بي ايس او ازاد " پخوانۍ مشره کريمه بلوچ له تېرو څو کالو راهيسي د کېنډا په ټورنټو ښارکې سياسي پناه اخيستې وه او د جلا وطنۍ ژوند يې تېراوه ، د 2020م کال د دسمبر پر 20مه د کېنډا په ټورنټو ښار کې د هغې مړی له اوبو رايستل شوی و۔

د کريمې کورنۍ او بېلا بېلو بلوڅو سياسي تنظيمونو د هغې مړينه يوه منظم وژنه / يا قتل بللی خو د کېنډا پوليسو دغه تورونه رد کړي او وايي د کريمې په مرګ کې د جرم کوم څرک نه ښکاري ۔

د کريمه بلوڅ مېړه حمل حيدر پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د کريمې بلوڅ له وصيت سره يې سم د هغې مړی د هغې پلرني وطن تمپ ته ليږلی ۔
د يکشنبې په سهار د کريمې بلوڅ جسد د هوايي جهاز له لارې کراچۍ ته راوړل شو ، کورنۍ يې غوښتل چې په کراچۍ کې يې د جنازې لمونځ وکړي او بيا د جلوس په شکل کې د هغې جنازه د هغې کلي ته يوړل شي۔ کورنۍ او بلوڅ فعالان تور پوري کوي چې د امنيتي ادارو لخوا دوی داسي کولو ته پرې نه ښول شول۔

د کريمې بلوچ جنازه ته د خلګو نه پرېښولو پر ضد د بلوچ يکجهتي کمېټۍ له لوري په تربت او نورو سيمو کې مکمل کاربنديز و، بلوڅ ملتپاله ګوندونو بي اين پي مېنګل او نېشنل پارټۍ په خپلو بيانونو کې د کريمې بلوڅ په جنازه کې دخلګو پر شرکت بنديز د رواياتو ضد او ناقانونه عمل بللی او د دې عمل غندنه يې کړې۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG