لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې میشت د وزیرستان کډوال وایي دوئ ته باید په پوله دتګ راتګ اجازه ورکړل شي


په افغانستان کې میشه د شمالی وزیرستان کډوال وائي د بېرته ستنېدو ستونزه یې پخپل ځائ خو د افغانستان نه پاکستان ته د تګ راتګ په لارو د تګ اجازه نه ورکړل کیږی چې خپل مړی او ناروغان پاکستان ته ورسوی.

دوئ د پاکستان حکومت، پوځ او قامی مشرانو نه غوښتنه کړې چې غلام خان لاره دې په افغانستان کې میشته د شمالی وزیرستان کډوالو لپاره پرانستل شی.

په شمالي وزیرستان کې شپږ کاله وړاندې د وسله والو په ضد عملیات شوي وؤ او هغه وخت دافغانستان حکومت ویلی وؤ دوئ سره یوازې په خوست ګلانو کیمپ کې شمالي وزیرستان څخه دبې کوره شوؤ نزدې شلو زرو پورې کورنیو نوم لکینه شوې ده چې د نړیوالو په ملاتړ ورسره مرستې کیږي.

په ګلان کیمپ کې میشت کډوال غازي مرجان وویل په دې کیمپ کې په زرګونو شمیره کورنۍ میشته دي.


هغه وائي شپږ کاله نه زیات وخت یې په دې کډوالۍ کې تیر شو او دوئ ته په تورخم غلام خان او دانګور اډې په یوه لار هم د راتلو اجازه نه ورکړل کیږی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل که څه هم غلام خان لاره د تجارت لپاره افغانستان سره پرانستل شوې ده په دې لاره باید د شمالي وزیرستان کډوالو ته د پریښودو اجازه ورکړل شي .

نوموړی کډوالو ته د تګ راتګ د اجازې ورکړل کیدو سره به دوئ ددې جوګه شي چې دخپلو ضرورتونو پوره کولو ترڅنګ په شمالی وزیرستان کې خپلو خپلوانو سره وویني، او د عملیاتو پرمهال دخپلو ورانو شوو کورونو، بازارونو او چلغوزو دځنګلونو جائره واخلي.

د افغانستان نه د شمالي وزیرستان د کډولو کورنیو دستنیدو لړۍ د کال ۲۰۱۸ فبروری میاشتې پورې دوام لرلو او چارواکو ویلي په تیرو دوؤ پړاؤنو کې شپږ زره کورنۍ د افغانستان نه ستنې کړل شوي دي.

چارواکو ورپسې د اپریل په میاشت کې ویلی وو دې کال تر اخر پورې به په افغانستان کې میشت ټول کډوال بیرته ستانه کړل شي اؤ ددې ترڅنګ دغو کډوالو ته په غلام خان پله حکومتی چارواکو سره د بیرته ستنېدو لپاره د نوم لیکنې وینا شوې وه.

په ګلان کیمپ کې میشت یو بل کډوال شاهدین ډیوه ته وویل د نوم لیکنې درې کاله وشول خو دې له وروسته هم د دوئ د بیا ستنولو لړۍ پیل نکړل شوه.


هغه وویل دوئ د پاکستان پوځ، وزیراعظم او د قامي مشرانو نه خپلو سیمو ته دبېرته ستنولو خواست کوي.

تیر کال د شمالي وزیرستان قامي جرګې هم په سیمه کې د امنیت په ځائ کولو او دافغانستان او نورو سیمو څخه دکډوالو بیرته خپلو سیمو ته دستنولو غوښتنه کړې وه.

په قبایلی ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې پي ډي ایم ای ویاند احسان داوړ ډیوه ته وویل په افغانستان کې میشه کډوال د دوئ ادارې پورې اړه نه لري او که حکومت وغواړی اداره چمتو ده چې خپل هیواد ته یې راستانه کړي.

په سیمه کی امنیتی چارواکو د نوم نه اخستو په شرط ډیوه ته ویلي په پوله هغه کډوال تګ راتګ کولی شي دچا چې د تلو پرمهال نوم لیکنه شوې وه او ددې کډوالو افغانستان ته تلو پرمهال نوم لیکنه نه ده شوې ځکه نه پریښول کیږي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG