لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایډن اداره د ډنیل پېرل په وژنه کې د تورنو کسانو د خوشې کېدو پر حکم غوصه شوې


واشنګټن – د بایډن اداره د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سپریم کورټ په هغې پرېکړې باندې په غوصه شوې چې په ۲۰۰۲ کال کې یې د امریکايي خبریال ډنیل پېرل د برمته او وژلو په تور د نیول شويو کسانو د خوشې کېدو حکم وکړ.‌

د محکمې له حکم څخه څو ساعته وروسته، د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مشرې جېن ساکي د پیرل کورنۍ ته د عدالت په ورکولو کې د ادارې په ژمنتیا هم نیوکې کړي.

"د شیخ او څلورو نورو تورنو کسانو د بري کولو او ازادولو پرېکړه د پاکستان په ګډون په هر ځای کې د ترهګرۍ د قربانیانو سپکاوی دی."

هغې د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې په چټکۍ سره په خپلو حقوقي لارو ته کتنه وکړي چې په هغو کې امریکا ته هم ددې اجازه ورکول شامل دي چې شیخ د امریکايي خبریال په ظالمانه توګه وژلو لپاره محاکمه کړي.

محکمې احمد عمر شیخ له خپلو دریو تورنو پاکستاني ملګرو سره له ټولو تورونو بري اعلان کړل او حکم یې وکړ چې شیخ او ورسره درې نور باید ژر تر ژره له زندان څخه خوشې کړای شي که په نورو پېښو کې ښکېل نه وي.‌

څلور واړه کسان د وال سټریټ جورنال د خبریال ډانیل پېرل د ظالمانه وژلو په تور ۱۸ کاله په پاکستان کې بندیان وو.

د عمر شیخ وکیل محمود شیخ چې د عمر شیخ سره کومه خپلوي نه لري د سوپریم کورټ مخې ته خبریالانو ته وویل، چې" عدالت وايي، چې دوی باید حتی یوه ورځ هم په زندان کې نه وای."

د پاکستان په سېند صوبه کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت برتانوي عمر شیخ ته ۱۸ کاله مخکې له پېښې وروسته د مرګ سزا او درې نورو ملګرو ته یې د عمر قید سزا اورولې وه.

خو د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې په سند کې د اپيل یوې محکمې د هغوی سزا بدله کړه او شیخ ته یې یواځې د انسان تښتولو له امله د اوه کاله بند سزا ورکړه او په زندان کې د پاتې مودې له امله یې ورته د ازادېدو اجازه ورکړه.

محکمې د شیخ د خوشې کېدو حکم کړی وو. خو پاکستاني چارواکو ددغو څلورو کسانو د خوشې کېدو مخنیوی وکړ.‌

د اپرېل د پرېکړې له امله د وژل شوي خبریال والدینو او د صوبې حکومت په چټکۍ سره سوپریم کورټ کې اپیل جمع کړ تر څو د ۲۰۰۲ کال پرېکړه پر ځای شي چې بلاخره په پایله کې د زیارت یا پنجشنبې د ورځې پرېکړه وشوه.

د ژورنالستانو د خوندیتوب کمیټي (کامیټي ټو پروټیک د جورنالستس) هم د سوپریم کورټ دغه حکم باندې نیوکې کړي.

ډنیل پیرل په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې له برید وروسته له پاکستان څخه ددې لپاه لیدنه کوله چې په مسلمانو ترهګرو شبکو باندې راپور ورکړي خو د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې وتښتول شو او څو ورځې وروسته ترې سر پرې شو.

واشنګټن تېره میاشت ویلي وو، چې دوی تیار دي چې عمر شیخ ترلاسه کړي تر څو محاکمه شي او ټینګار یې کاوه چې امریکا "نشي کولای چې اجازه ورکړي د ډنیل پیرل په تښتونه او وژنه کې له محاکمې پرته ووځي." خو په پاکستان کې حقوق پوهان وايي، ددغه هېواد قوانین بل هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د محکمې په چارو کې داسې مداخله وکړي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG