لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې کړکیچن پړاؤ کې دپاکستان کردار ته امریکا په کوم نظر ګوري؟


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره ټیلي فوني خبرو اترو کې هغه ته باور ورکړی چې پاکستان افغانستان کې د امن ټنګښت دپاره امریکا سره په ګډه کار کولو ته ژمن دی.

خو څېړونکي وایي په بین الافغاني مذاکراتو کې پاکستان دیو کوټلي اؤ فیصله ییز رول نه ځان پخپله ډډه ساتلی دی ترڅو په ممکنه ډول دمذاکراتو ناکامۍ صورت کې د پړې نه ځان وژغوي.

دجمعې په ورځ ښاغلي شاه محمود قریشي دامریکې ددفاع نوي وزیر انتوني بلینکن سره خبرو کې ویلي وؤ دبین الافغاني مذاکراتو په جریان کې دافغانستان دننه اوربند اړین ؤ ترڅو دافغان شخړې یو سیاسي هواري ته لاره هواره شوې وی.

هغه ویلی پاکستان دافغان سولې په پروسه کې د زړه له تله کومک کړی ؤ اؤ اوس هم هوډ لري چې امریکا سره په ګډه به افغانستان کې دسولې هڅو ته دوام ورکوي.

دافغان دولت دمرکچي پلاوي اؤ طالبانو ترمنځ قطر کې د تیرو څو میاشتو راپدیخوا دسولې بین الافغاني خبرې اترې روانې دي خو په دې خبرو کې زیات مهم پرمختګونه نه دي لیدل شوي.

دنړیوالې میډیا رپورټونه ښایي چې دبین الافغاني خبرو په جریان کې دجګړو اؤ بریدونو لړۍ نوره هم چټک شوې ده.

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې وروستیو کې ویلي امریکا د طالبانو سره تیرکال دفرورۍ په میاشت کې خپل ترسره شوي دسولې تړون ته یو وارې بیا کتنه کوي ترڅو معلومه کړي چې طالبانو پخپلو ژمنو څومره عمل کړی؟

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظرلرونکی خبریال طاهر خان وایي دا مهال په قطر کې دمذاکراتو عمل ډير‌ په قلاره روان دی خو تر دې مهاله دې مذاکراتو کې دپام وړ پرمختګونه مخې ته نه دي راغلي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي “ګمان کوم چې بین الافغاني خبرو اترو کې دپاکستان ډیر رول نه جوړیږي، اؤ پاکستان ددې پروسې نه ځان پخپله هم لږ په ډډه ساتلی دی”

هغه وایي “کومو هیوادونو چې دبین الافغاني خبرو دپاره دخپله انده کوربه توب وړاندیز کړی ؤ،پاکستان دهغه فهرست نه ځان ویستلی اؤ دا ځکه چې پاکستان په دې خبره پوهه دی چې که په قطر کې دسولې خبرو کې ځنډ راځي یا دا پروسه ناکامیږي نو خلک به بیا پاکستان ته دملامتې ګوته نیسي”

د خبریال طاهر خان په وینا "دپاکستان په هکله د وړاندې نه هم یو سوچ په افغانستان کې شته، اؤ پاکستان په دې خبره پوهه دی چې هغه سوچ ښه نه دی، نو ځکه مونږ دا ویلی شو چې دبین الافغاني خبرو په جریان کې دپاکستان کوم خاص رول نه جوړیږي "

خو هغه دا هم وایي "که کله دطالبانو اؤ دافغان دولت دپلاوي خبرې همدا شان دځنډ ښکار وي ،یامشکلات مخې ته راځي، پرمختګ پکې نه کیږي اؤ جګړه دوام مومي نو په پاکستان به ارو مرو فشار سیوا کیږي"

نوموړی وایي امریکایان اؤ افغان دولت نظر لري چې په طالبانو دپاکستان نفوذ شته اؤ ډير افغانان په دې نظر دي چې که پاکستان وغواړي نو افغان سوله کې ډير څه کولی شي.

دخبریال طاهر خان له مخې دافغان سولې دپاره دامریکایي استازي پاکستان ته دپرله پسې پسې سفرونو یوازینۍ موخه داده چې پاکستان په طالبانو فشار راوړي ترڅو سولې ته غاړه کښیږدي اؤ دا ښایي چې دجوبائیډن انتظامیه به هم دپاکستان نه افغان سوله کې کردار وغواړي.

"طالبان هم خپلو ګټو ته ګوري چرته چې دپاکستان په وینا نرمي ښودلی شي نو هلته نرمي ښایي خو چرته چې هغوئ پوهیږي چې یوه معامله دهغوئ دپاره ممکن نه ده نو هلته بیا کیدای شي هغوئ دپاره دپاکستان خبره منل هم ګرانه وي"

هغه وویل هرڅو که امریکا اؤ ټوله نړۍ افغان سوله کې دپاکستان کردار مني خو اوس ټوله نړۍ افغانانو ته هم ګوري چې هغوئ څه غواړي؟

دطاهر خان له مخې " دامریکا نوې انتظامیه که دسولې په تړون دنظرثانۍ خبره کوي نو ترڅنګ یې دا خبره هم کوي چې افغانان باید پخپله دافغانستان د راتلونکي په اړوند پرېکړې وکړي"

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ د میاشتې د تړون له مخې، باید د ۲۰۲۱ کال تر مئ میاشتې پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او په بدل کې به یې طالبان دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو څخه ځان جلا کوي اؤ هم به چاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو پرضد دترهګرۍ دمقصدونو دپاره وکاروي.

خو په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو او ډپلوماټانو ویلي، د طالبانو په ځانګړې ټوګه د حقاني شبکې او القاعده ترمنځ اړیکې اوس هم نزدې پاتې دي.

ډپلوماټانو اندېښنې څرګندې کړي چې د تاوتریخوالي زیاتېدو سره په ځانګړې توګه د طالبانو لخوا هغه باور او ډاډ زیانمنوي چې د سولې د بریالیو خبرو لپاره اړین وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG