لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:پولیسو دمسیحي نرسې په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې


په کراچۍ کې پولیسو دیوې نرسې په شکایت دهغې د ملګري عیسایي مذهبې نرسې په ضد د مذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې اؤ پلټنې یې پیل کړي دي.

کراچۍ کې ددماشومانو د زیږیدنې د روغتون )سوبهراج روغتون) دسبا په نوم یوې نرسې پولیسو ته ویلي چې روغتون کې د یو ماشوم زیږیدو په مهال دهغې یوې بلې عیسایي مذهبې ملګرې نرسې داسې خبرې کړي چې دمذهب سپکاوی ترې شوی دی.

پولیسو د هغې په وینا د یادې نرسې په ضد دپاکستان دپاکستان دقانون د ۲۹۵سي مادې په اساس دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې ده.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ په اساس کومه نرسه چې دمذهب په سپکاوي تورنه کړل شوې ده په هغې نورو نرسانو اؤ هلته موجودو عامو میرمنو تشدد هم کړی اؤ هغه یې د روغتون د دریم منزل څخه لاندې ښکته غورځولې ده.

ویل کیږي د دریم پوړ یا منزل څخه له غورځول کیدو وروسته دغه عیسایي مذهبه نرسه دهغې نورو نرسانو ملګرو په کوته کې بنده کړې اؤ تشدد یې پرې کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو هم ددې پېښې یوه ویډیو مخې ته راغلې چې پکې ښکاریږي په مسیحي نرسه تشدد کوونکې نورې هغه په یو سپین کاغذ بخښنې لیکلو ته اړ کوي خو دغه نرسه ورته وایي چې هغې دمذهب سپکاوی نه دی کړی.

ددې پېښې دخبر رسیدو سره سم پولیس دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دمذهب په سپکاوي تورنه نرسه یې تاڼې ده بوتللې ده خو وروسته یې بیا پرېښودلې ده.

دکراچۍ دبلدیې چارواکو وي او ای ته دنوم نه ښودلو په شرط ویلي چې مسیحي نرې دمذهب هیڅ سپکاوی نه دی کړی بلکې په هغې د شخصي جګړې پسر دمذهب دسپکاوي تورونه لګول شوي.

پولیسو په دې هکله هیڅ‌ سپیناوی نه دی کړی خو دپاکستان د انساني حقونو کمیشن ایچ ار سي پي هم په دغه مسیحي نرسه د تشدد سخته غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې ریاست باید دتشدد دښکار نرسې د ژوند اؤ ازادۍ تحفظ باوري کړي.

ایچ ار سي پي پخپل بیان کې ویلي چې دمذهب د سپکاوي دتورونو په اساس خلک تشدد ته راپارول کیدای شي.

دتیرې ډيرې مودې راهسې دمذهب دسپکاوي دقانون څخه داقلیتونو په ضد دناسمې استفادې پسر پاکستان دنیوکو سره مخ دی.

امريکا او د بشري حقونو دپاره کارکوونکي نور تنظیمونه وخت په وخت اندېښنې ښایي چې پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون دلږکیو په ضد په ناسم ډول کارولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG