متحده عرب اماراتو په وړومبي ځل اعلان کړی دی چې بهرنیو سوداګرو،روغتیایي پوهانو،سانسدانانو،مصنیفینو اؤ هنرمندانو ته دخپل هیواد وګړتوب یا تابعیت ورکوي.
دغه اعلان تیره ورځ د دوبۍ حکمران اؤ دمتحده عرب اماراتو وزیراعظم محمد بن راشد المکتوم دخپلې ټوئټر پاڼې له لارې کړی اؤ لیکلي یې دي چې هغوئ بهرنیانو ته د وګړتوب ورکولو دپاره خپل قوانین بدل کړي دي.
محمد بن راشد المکتوم لیکلی” مونږ قوانینو کې بدلون کړی دی چې دهغې په اساس به پانګه والو،روغتیایي ماهرینو،سائنسدانانو،انجنئیرانو ،هنرمندانو اؤ دځانګړو صلاحیتونو لرونکو بهرنیانو اؤ دهغوئ کورنیو ته وګړتوب ورکول کیږی”
هغه پخپل یو بل ټوئټ کې لیکلي چې دمتحده عرب اماراتو کابینه،داماراتو عدالتونه اؤ اجرائیوي شوراګانې به اړونده څانګو سره دتړاؤ لرونکو بهرنیانو وګړتوب دپاره ټاکنه کوي اؤ دغه بهرنیان به ددې جوګه وي چې دعرب اماراتو ترڅنګ دخپل وطن وګړتوب یا تابعیت هم دځان سره وساتي.
د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د متحده عرب اماراتو اقتصادي پیاوړتیا ددغه هیواد په خامو تیلو ولاړه ده خو د کرونا وایرس اؤ خامو تیلو نرخونو کې دکمي له امله داماراتو اقتصادي زیانمن شوی اؤ لکونه بهرنيان له دغه هیواده وتلي دي.
د دوبۍ حکمران ویلي بهرنیانو ته دطابعیت ورکولو مقصد دمتحده عرب اماراتو دمعاشي پرمختیا سفر مخ په وړاندې بوتللو ته دخلکو پام راګرځول دي.
تر دې دمخه به متحده عرب اماراتو بهرنیو وګړو ته خپل طابعیت نه ورکولو بلکې هغوئ به دغه هیواد کې په اقامه استوګنه اؤ روزګار کولی شو اؤ ددې اقامي هر دوه یا درې کاله وروسته نوي کول به اړین وؤ.
له دې وړاندې په کال۲۰۱۹م کې متحده عرب اماراتو پخپله خاوره د بهرنیانو د اوږدې مودې داستوګنې قانون کې هم نرمښت راوستی ؤ اؤ د۱۰کلنې ګولډن ویزې پروګرام یې معرفي کړی ؤ ترڅو بهرنیان دغلته استوګنې ته تشویق کړل شي.