لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان نوم به دایف ای ټي ایف دخړ نوملړ څخه اوځي ؟


مطبوعاتي رپورټونه وايي چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او د پېسو د غېرقانوني لېږد دمخنیوي په هکله د پورته کړو ګامونو په اړوند تازه راپور اېف ای ټي اېف ته لېږل دی.

سرکاري چارواکي خوشبينه دي چې د اېف ای ټي اېف د راروانې مياشتې په 22مه نېټه شروع کېدونکې غونډه کې به د پاکستان نوم د خړ فهرست نه وویستل شي خو څېړونکي وايي د امریکايي خبريال ډېنيل پرل د قاتلانو د سترې محکمې لخوا د خوشې کېدو فېصله به د پاکستان دپاره د اېف ای ټي اېف په غونډه کې نوی چلېنج راپورته کړي.

ځايي مطبوعات د سرکاري سرچینو د خلې ليکى چي پاکستان د ترهګرۍ د مالي سرچينو او دپیسو د غیرقانوني لېږد دڅار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف ته په 27 نکاتي کاريز پلان دعمل درامد پشپړولو او په پاتې 6 نکاتو د روان پرمختګ زر سرته رسولو باور ورکړی دی.

مطبوعات وايي چې پاکستان اېف ای ټي اېف ته د ترهګرۍ،سخت دریځۍ او دناقانونه پیسو دلیږد دمخنیوي لپاره په ځینو ګامونو د پرمختګ خپل تازه راپور هم استولی دی او په دې اړه دوه اوونۍ مخکې د پاکستان او اېف ای ټي اېف د چارواکو ترمنځ مخامخ خبرې هم شوې دي.

په دغو خبرو کې د پاکستان د پلاوي مشري مرکزي وزیر حماد اظهر کوله.

ټاکل شوې ده چې د اېف ای ټي اېف غونډه به د فرورۍ په 22مه نېته شروع کېږي چې پکې به د خړ فهرست نه د پاکستان دنوم ویستلو یا نه ویستلو په اړه فېصله کېږي.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د سینیټ د خارجه چارو کمېټې ته هيله څرګنده کړې وه چې د پاکستان نوم به دخړ فهرست نه وویستل شي .

هغه ویلي وؤ چې پاکستان په پاتې شپږو نکاتو زړه پورې پرمختګ کړی خو ناقدين وايي د امریکاي خبريال ډېنيل پرل د قاتلانو د سپريم کورټ لخوا خوشې کولو ورستۍ فېصله د اېف ای ټي اېف په غونډه کې د پاکستان لپاره مشکلات رامخې ته کولی شي.

مطبوعات د سرکاري سرچینو د قوله وايي چې پاکستان په 27 نکاتو کې په 21 نکاتو د مکمل عمل درامد په اړوند دستاويزې ثبوتونه هم د اېف ای ټي اېف چارواکو ته سپارلې دي او ورته په پاتې شپږو نکاتو د پرمختګ باور هم ورکړل شوی دی.

اسلام اباد کې د غېر دولتي تهنک ټېهنک اېس ډي پي ای مشر او د امنیتي چارو کار پوهه عابد سلهرى ډيوه ته وايي نه ويني چې د پاکستان نوم به د اېف ای ټي اېف تور فهرست ته لاړ شي ولې چې پاکستان په 27 نکاتي کاريز پلان زړه پورې عمل کړی دی.

مطبوعات د سرکاري سرچېنو د خلې ليکي چې پاکستان د ایف ای ټي اېف په کاريز پلان په کوټلي انداز کې عمل کوي او د مني لانډرنګ یا ناقانونه پیسو دلېږد دمخنیوي لپاره یې قوانین هم جوړ کړي دي.

اخوا د مذهبي تندرويه ډلو په چارو نظر لرونکي خبريال اعزاز سعيد وي او ای ډيوه ته ویلي د سپريم کورټ لخوا د امريکايي صحافي ډېنيل پرل د قاتلانو دخوشې کولو پرېکړه به د اېف ای ټي اېف په راتلونکي غونډه کې د پاکستان دپاره يو بل چېلنج وګرځي.

هغه وایي دا فېصله به د پاکستان لپاره بدې پاېلې ولري.

تیرکال د اکتوبر میاشت کې اېف ای ټي اېف پاکستان نوم د فرورۍ کال 2021 پورې د اضافي څارنې په نوملړ کې اچولی ؤ او د ملګرو ملتونو لخوا د ترهه ګر ګرځول شوو ډلو پرضد یې د پاکستان ګامونه نيمګړي بللې وؤ.

اېف ای ټي اېف د مخدره موادو او قيمتي کاڼو د قاچاق د لارې د ترهګرۍ د مالي سرچينو وچولو په لړ کې هم د پاکستان ګامونه نيمګړي ګرځولې وو.


د ترهګرۍ دمالي مرستو د مخنیوي په ګامونو کې په پاتې راتلو د پاکستان نوم د کال 2018 راهیسې د اېف ای ټي اېف خړ نوملړ ته اچول شوې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG