لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د پي ټي اېم غړي نيول شوي، د ډزو او تشدد تورونه


په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ پولیسو د 40 نه زيات کسان نيولي چې پکې د پي ټي اېم غړي هم شامل دي، دوی تور لګولي پولیس پرې ډزې هم کړي دوه تنه يې ژوبل شوي دي خو پوليس د ډزو تور ردوي او وايي دغو کسانو غټ سړک بند کړی او اړی ګړی يې جوړولو.

د کراچۍ د پي ټي اېم د کور کمېټۍ غړی هدايت الله پشتين وايي، د کراچۍ پي ټي اېم پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ (31م جنورۍ) په سهراب ګوټ کې د ارمان لوڼي او نقيب مسيد د تلين په مناسبت غونډه تابيا کړې خو پوليس د سهار راهسې د عامو خلکو او بيا د پي ټي اېم د غړو په نيولو لاس پورې کړی ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی ماسپښن د دغو کسانو د خوشي کولو دپاره رايوځای شو او په پرامنه ډول يې غوښتنه کوله چې نيول شوي کسان دې خوشي کړی شي خو د سهراب ګوټ پوليس د وړاندې نه هلته موجود وو، د دوی مشر ابراهيم او نور کسان يې ونيولو.

هغه تور ولګوؤ پوليس په دغه مهال په دوی ډزې وکړې دوه تنه پکې ژوبل شو، بيا يې پرې د لختو ګوزارونه وکړه، اوښکې بيوونکی ګېس يې پرې وکارولو او بيا مجبورا د دوی غړو اجتماعي ګرفتاري ورکړه چې په دوی تشدد کيږي، هغه وويل د 40 تر 50 پورې کسانو ګرفتاري ورکړې او ځينې بيا وروسته هم نيول شوي دي.

خو د کراچۍ د سهراب ګوټ پوليس تاڼې مشر ریاض احمد بهټو وايي، دغه کسان پرون راټول شوي او په پولیس يې ګوزارونه کړي او نښته يې ورسره شوې ده.

هغه وويل پوليس ډزې نه دي کړي دوی د پوليسو سره نښتې وو.

رياض احمد بهټو وايي دا وخت د دوی سره 33 کسان بند دي او په دوی د پوليس سره د نښتې او هنګامې جوړولو د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.

هغه وويل نيول شوي کسان به نن عدالت ته وړاندې کړی شي.

دغه رنګ د ښار د ختيځې ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) ساجد سدوزۍ وايي، دغه کسان پرامنه نه وو په ويډيوز کې ليدل کيږي، غټه لار (موټر وی) يې بند کړی ؤ په پوليس يې تشدد کړی دی.

نوموړی وايي نزدې 40 کسان نيول شوي او په دوی مقدمه درج کړی شوې ده.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ټویټر ويلي، د سيند پوليسو د پي ټي اېم په غونډه بريد کړی نېغې ډزې يې پرې کړي څو کسان پکې ژوبل شوي او د درې درځنو نه زيات يې نيولي دي.

هغه ويلي پښتانه اول د ترهګرۍ د جګړې په نوم وژل شوي او اوس په هر ځای کې د ظلم او زياتي سره مخ دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير او د هغه سره د پي ټي اېم د کراچۍ مشران (ټول شپږ کسان) د وړاندې نه په جېل کې دي.

په دوی په کراچۍ کې د شپږم دسمبر د پي ټي اېم د جلسې وروسته مقدمه درج کړی شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG