لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: عدالت د علي وزیر د ضمانت خواست رد کړو


د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي عدالت د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ضمانت خواست رد کړو او د هغه سره د بندي نورو پينځه کسانو ضمانت يې منظور کړو.

د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ علي وزير او نورو وکيل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د کراچۍ په مرکزي زندان کې دننه د ترهګرۍ 12م نمبر عدالت نن د شورو/ چارشنبې په ورځ د ضمانت په خواست فېصله محفوظ کړې او ناوخته يې واوروله.

"د علي وزير او د هغه د نورو ملګرو د ضمانت درخواست ؤ چې په هغې دلايل محفوظ کړی شوي او جج ارډر وکړو چې د علي وزير درخواست یې مسترد کړو او نورو پينځه ملګرو ضمانت منظور شو".

قادر خان اېډوکېټ وویل د عدالت څخه ورته تفصيلي فېصله نه ده ترلاسه شوې د تفصيلي فېصلې څخه به مالومه شي چې د هغه د ضمانت خواست ولې رد کړی شوی دی.

هغه زياته کړه اوس به د علي وزير د ضمانت دپاره سيند هايکورټ ته خواست کوي.

عدالت نن د علي وزير نه علاوه د پي ټي اېم د کراچۍ د مشرانو او غړو نورالله ترين، محمد شېر مسيد، شېر ايوب، حسن الله او بصير الله ضمانت منظور کړی دی.

په کراچۍ کې پولیسو د پي ټي اېم د غړو په ګډون نور 33 کسان په 31م جنورۍ هغه وخت نيولي چې د پي ټي اېم د غړو په وېنا دوی د ارمان لوڼي او نقيب مسيد د تلين په مناسبت غونډه تابيا کړې وه.

پوليس تور لګولی ؤ دوی احتجاج له راغلو کسانو غټ سړک بند کړی او په پولیسو يې ګوزارونه کړي وو، خو د پي ټي اېم غړو دغه تورونه رد کړي وو.

قادر خان وايي په دغو کسانو کې پينځه تنه د علي وزير او نورو سره د اووم دسمبر په مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوي او په نورو د اړي ګړي جوړولو او په پوليسو د حملې د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او جېل ته لېږل شوي دي.

پي ټي اېم په شپږم دسمبر په کراچۍ کې جلسه کړې او په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ تاڼه کې د دوی پرضد مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي جلسې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير، محسن داوړ او نورو وېناګانې کړې او د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد يې د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

د پوليس په مقدمه کې ویل شوي ؤ د پي ټي اېم مشرانو د 1800 نه 2000 پورې راټولو شوؤ کسانو ته وېناګانې کړې وې.

په ياده مقدمه کې علي وزیر په 16م دسمبر د پېښور پوليسو نيولی او بيا کراچۍ ته رامنتقل کړی شوی ؤ.

د علي وزیر د ګرفتارۍ پرضد چې پي ټي اېم په 18م دسمبر احتجاجي مظاهرې اعلان کړې وې د دغو مظاهرو په مهال په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين او وروسته بيا نور درې کسان نيول شوي وو.

محمد شېر مسيد بيا په 20م دسمبر نيول شوی ؤ.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه ويلي ؤ ​"د اسلام اباد په دهرنا کې چې د دوی تر ټولو لومړۍ دهرنا وه د هغې دپاره د هند استخباراتي ادارې (را) دوی ته څومره پېسې ورکړې وې".

هغه تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي ؤ چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی ؤ.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG