لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسينيټ کميټې جنسي تېريو کې ککړو مجرمانو ته د ډاګېزې تېزندۍ دسزا مسوده منظور کړه


د کورنيو چارو د پاره د پاکستان دسینيټ قايمه کمېټۍ جنسي زياتيو کې دککړو مجرمانو په ښکاره دتیزندي کولو قانوني مسوده منظور کړې ده.

د کمېتې يو شمیر غړو په دې اتفاق کړ د چې د سختو سزاګانو له امله به دداسې رقم جرمونو مخه نیول ممکن شي خو واکمن ګوندپاکستان تحریک انصاف ددې قانوني مسودې مخالفت کړى دى.

د پاکستان پیپلز ګوند دسینيټر رحمان ملک په مشرۍ کښې د دسینټ د يادې کميټې غونډه شوې ده اؤ رحمان ملک دې غونډې ته وئیلي دي چې داسې سزاګانې په دې ضروري دي چې پاکستان کښې د جنسي زیادتې پیښې زیاتې شوې دي.

هغه ويلي داسې حال کښې دا د وخت ضرورت دى چې د جنسي تېرو مجرمانو ته دې سختې سزاګانې ورکړل شي.

ددې قانوني مسودې مخالفت د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سینيټر ډاکټر وسیم شهزاد کړى دى اؤ وئیلي يې دي چې وړاندې نه دغه رقم جرمونو کښې ککړو مجرمانو د پاره د سزا د پاره دوه صدارتي حکم نامې جار شوې دي اؤ دې نوې قانوني مسودې ته څه اړتيا نه ده پاتې.

د واکمن ګوند سینيټر جنسي تېريو کې ککړو مجرمانو ته د سختو سزا مخالفت په داسې حال کې کړى چې د تېر کال په وروستيو کې په لاهور موټروې دخپلو ماشومانو دسترګو وړاندې په يوه ميرمن د شوي جنسي تيري نه وروسته وزیراعظم عمران خان وئیلي وؤ چې باید دداسې مجرمانو جنسي توان ختم کړل شي.

د وزیراعظم عمران خان وینا وه چې له بدمرغه هر کله چې په ښکاره د تیزندي کولو دسزا خبره کوؤ نو راته وويل کيږي چې په نړيواله کچه په دغه شان سزاګانو اندېښنې پورته کید شي.

خيبر پښتونخوا کې د ماشومانو حقونو د پاره کارکونکى عمران ټکر هم وایي چې په ښکاره د تیزندي کولو سزا باندې به عمل په دې هم ګران وي چې پاکستان د بشري حقونو په هکله يو شمیر نړيوالو معاهدو کښې شامل دى اؤ بله دا چې يوه قضیه کښې د داسې سزا مخالفت د پاکستان سترې محکمې هم کړى دى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې عمران ټکر ويلي چې وړاندې نه پاکستان کښې داسې په زرګونو بندیان دي چې ورته د مرګ سزاګانې اورول شوي خو لا عملي شوې نه دي ځکه چې پکښې ډیرقانوني کړکيچونه دي.

هغه وويل چې کال ۲۰۲۰ کښې يوازې خیبر پښتونخوا کښې د جنسي زياتيو د ريوؤ سوؤ نه زیاتې پیښې رپورت شوې دي نو آیا درې سوه نه زیات تنان په ښکاره تیزندي کول به ممکه وي؟

هغه پوښتنه راولاړه کړه که چرې دا درې سوه کسان په ډاګيز ډول تيزندي شي نو ددې به په ټولنه څه آغیز وي؟

تیر کال هم د پاکستان قامي اسمبلۍ جنسي زیاتيو کې د ککړو مجرمانو په ښکاره دتیزندي کولو يو پريکړه ليک منظور کړى دا پریکړه حکومتي وزیر علي محمد خان وړاندې کړې وخو وروسته يو شمیر حکومتي وزیرانو وئیلي وؤ چې مرکزي وزير علي محمد خان په شخصي توګه دا پریکړه ليک وړاندې کړى دى اؤ حکومت دې سره څه تړاؤ نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG