لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنډولې بېټني د نورو جنګ ځپلو په څېر مرستې غواړي


د جنډولې بېټني متاثرين

د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ټانک د جنډولې اوسيدونکي بېټني وايي، په کال 2009م کې د (راه نجات) پوځي عملياتو په وخت چې دوی ته کوم تاوانونه اوښتي حکومت دې ورته هغه تاوان ورکړي، مرستې دې ورسره وکړی شي.

د جنډولې بېټنو پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ (درېمه فرورۍ) د جنډولې په بازار کې پرلت وهلی او غوښتنې کوي چې د 2009م کال د راه نجات په نوم پوځي عملياتو کې د دوی کورونه وران شوي د هغې او ورسره دوی ته نور اوښتی تاوان دې ورته ورکړی شي.

په احتجاجي پرلت ناستو کسانو کې يو تن رحيم بېټنی وايي، د راه نجات په عملیاتو کې يې کورونه وران شوي د هغې دې سروی وشي او خلکو ته دې تاوان ورکړی شي.

هغه وويل د علاقې ځینې خلک چې اوس هم کډوال دې بيرته دې ستانه کړی شي او د دوی سره دې د نورو ځپلو کډوالو په څېر مالي مرستې وشي.

رحيم بېټني زياته کړه د جنډولې په بازار کې د سلګونو په شمېره کې دوکانونه او مارکيټونه وو هغه وران شوي او په بازار بيا پارک جوړ شوی دی، د دغو دوکانونو د ودانيو او په دوکانونو کې د تباه شوو سامانونو تاوان دې ورته ورکړی شي.

د احتجاجي پرلت يو بل ګډون وال مشر ګل محمد بېټنی وايي، د جنډولې د سره غره علاقې څخه د تيرو 12 کلونو راهسې بې کوره دي، وايي د دوی په کورونو يرغل شوی ځاني او مالي تاوان ورته اوښتی او بيا حکومت دوی په کړي وام کې په سرکاري ودانيو سکولونو او روغتون کې ځای کړه.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل دوی نزدې 300 کورنۍ دي او اوس ورته ويل کيږی چې دغه ځايونه پرېږدي، هغه وايي کورونه وران دي او د دلته نه ويستل کيږي نو دوی به چرته ځي.

هغه وويل د حکومت نه غوښتنه کوي چې دوی ته اول کورونه جوړ کړي دوی به په خپله خپلو کورونو ته ستانه شي.

د احتجاجي پرلت مشر مسلم بېټنی وايي دوی د تيرو 12 کلونو راهسې هره حکومتي دروازه ټکولې ټولو مرکزي او صوبايي چارواکو ته یې خپله فرياد کړی خو چا يې خبره وانه ورېده، ځکه دوی مجبوره شو په پرلت کښېناسته او اوس به د غوښتنو منلو پورې په احتجاج ناست وي.

بل لور ته د ټانک انتظاميه د دغو خلکو غوښتنې جايزې ګڼي او وايي صوبايي حکومت ته يې د دوی د غوښتنو په اړه سپارښتنې کړي او چې صوبايي حکومت پرې ګام پورته کړو دوی به يې عملي کوي.

په سيمه کې يو لوړ پوړي امنيتي چارواکي وي او اې سره په خبرو کې د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي، په علاقه کې د اغېزمنو خلکو دپاره يو مارکيټ جوړ کړی شوی خو د نورو مرستو په اړه وايي که چرته يواځې د جنډولې علاقه چې وړاندې نيمه قبايلي (اېف ار) علاقه وه دا اغېزمنه ګرځوي نو بيا به ورسره پاتې نورې پينځه پخوانۍ اېف ار علاقوته هم د ځپلو علاقو حیثيت ورکوي.

هغه وويل ځکه د دې علاقې د اغېزمنې ګرځولو په وړاندې دا غټ خنډ دی چې بيا به ټولو علاقو ته مرستې ورکول کيږي.

بل لور ته د قبايلي ضلعو دپاره د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) چارواکي وايي د ادارې سره پخوانۍ اېف ار علاقې په ځپل شوو سيمو کې نه وې شمار کړی شوې ځکه د دوی سره کومې مرستې نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG