لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه: سبي کې کشمیر سره دیووالي په لاریون دلاسي بم برید شوی،۱۶کسان ژوبل


چارواکي وایي دپاکستان دبلوچستان ایالت په سبي سیمه کې کشمیر سره دخپلواکۍ څرګندؤلو په موخه په جوړ شوي لاریون دلاسي بم برید کې لږ تر لږه ۱۶کسان ژوبل شوي دي.

دسبي يا سوئي د ډپټي کمنشر ياسر بازئ وي او ای ډيو ته وويل دا برید دسويي ښار پر مير چاکر سړک د لاریون په برخه والو شوی اؤ ۱۶کسان پکې ژوبل شوي دي.

هغه وویل په ټپیانو کې یو پولیس عسکر هم شامل دي چې هغه اؤ نور ژوبل شوي کسان د سوئي سول روغتون اؤ سي ایم ایچ یا پوځي روغتونونو ته رسول شوي دي.

ډپټي‌ کمشنر د ژوبل پولیس عسکر حالت اندېښمن ښودلی دی.

د ياسر بازي په خبره د پېښې په اړه پلټنې روانې دي خو هغه وايي چې ښایي دا برید دلاسي بم دلارې شوی وي او يا هم د لاریون په مخه کې چاوديدونکي توکي ځاي پر ځاي کړل شوي وؤ.

دغه انتظامي چارواکی وایي چاودنه هغه وخت وشوه کله چې کشمیر سره د یووالي ښودلو په موخه جوړ شوی لاریون له مير چاکر سړک څخه تېریدو.

هغه وایي قومي امکان دی چې د بريد هدف له کشمير سره د يووالي لاريون ؤ ۔

دپټي کمشر وويل له پېښې وروستو د لوړ پوړو چارواکو په مشرۍ کې په سيمه کې د لټونې عمليات پېل شوي دي.

ددې پېښې ذمه واري په ټولنیزو رسنیو بېلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې بلوچ ريپبلکن ارمي (بي ار ای) منلې ده.

تر دې وړاندې هم د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې پر سرکاري ودانيو ، په امنيتي ځواکونو اؤ سرکاري غونډو باندې د بريدونو ذمه واري زياتره وخت بېلا بېلو بلوڅ بېلتون خوښو وسله والو ډلو پر غاړه اخيستې.

د پاکستان او هند تر منځ پر کشمېر له تيرو څو لسيزو راهسي شخړه روانه ده ، هند پر پاکستان تورونه لګوي چي په کشمېر کې د هند ضد کوتونو ملاټر کوي خو پاکستان ېې ردوي.

دهند اؤ پاکستان ترمنځ تر دې مهاله د کشمیر په شخړه درې سترې اؤ ګڼې وړې جګړې شوې دي چې پکې دواړو خواؤ ته درانه زیانونه اوښتي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو داسې تورونه هم لګولي دي چې هند په بلوچستان ایالت کې دترهګرو ډلو سره دمرستو دلارې اړی ګړی پیدا کول غواړي.

خو هندي چارواکي بیا برعکس په پاکستان دترهګرو ډلو دملاتړ تورونه لګوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG