لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ښځې جنګونه کولی شي ټيليفون ولې نه شي کولی"


د باجوړ په ماموندو کې په ټولنيزو رسنیو يوه ويډيو خپره شوې چې پکې د صدای امن مرکز ته د ښځو په تلو، اېف اېم رېډيو ته د ښځو په ټيليفون او علاقې ته د بنجاريانو په تلو د بندېز ويل شوي او د جرګې په فېصله د عمل نه کولو په صورت کې د لس زره روپو جرمانې هم ويل شوي دي.

په وېډيو کې خبرې کوونکی ملک سعيد الرحمان وايي د صدای امن پروګرام په ځای کې د ښځو د پردې انتظام نه کيږي ځکه دوی غوښتنه کوي چې د نورو قبايلي ضلعو په څېر دې سړو ته دغه پېسې ورکړی شي.

ځای جرنلېسټ بلال ياسر وايي، د صدای امن پروګرام په مرکز کې د نړيوال بېنک لخوا د ماشومانو ميندو ته په دوېمه مياشت دوه نيم زره روپۍ مرستې ورکړی کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ملک سعيد الرحمان وويل د جينکو/ ښځو اېف اېم رېډيو ته د ټيليفون نه کولو په اړه وايي په علاقه کې که جينکۍ يا ښځې ټيليفون کوي نو هغه په معاشره کې بد ګڼل کيږي ځکه دوی غواړي چې ښځې په پرده کې وي.

هغه وويل په بنجاريانو کې ځينې په موبايلو د ښځو ويډيو جوړولی شي او عکسونه اخستلی شي ځکه دوی په هغو بندېز لګوي.

بلال ياسر وايي که د علاقې د خلکو په غوښتنو يا جرګې او ستونزو انتظاميه غور نه کوي نو خلک به بيا په خپله د جرګو د لارې پرېکړې کوي.

هغه وویل د صدای امن د پروګرام په مرکز کې ښځو ته د پردې د ځای د نشتوالي په سر دلته خلکو احتجاجونه هم کړي دي خو په هغې باندې انتظاميې غور نه دی کړی.

د باجوړ د مرستيال کمشنر فياض شېرپاؤ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د علاقې د جرګې د پرېکړو په اړه وويل، د دوی د علاقې د خلکو سره خبرې روانې دي او دغه خلک چې کومې خبرې کوي دا د بنیادي حقونو سرغړونه ده او دوی هيله لري چې د خبرو به يې ښې نتيجې راشي.

د صدای امن پروګرام په اړه نوموړی وايي دغه پېسې چې د ماشوم پلار ته ورکړی شي په دغه اړه يې وخت په وخت د صوبې حکومت خبر کړی او پاليسي جوړول د صوبې کار دی.

وي او اې د علاقې د اېم اېن اې ګل ظفر خان سره هم څو ځله د خبرو هڅه کړې خو هغه موبايل نه دی پورته کړی.

په ټولنيزو رسنيو هم د واړه ماموندو د جرګې په پرېکړو بحث روان دی.

پاکستاني جرنلېسټ حامد مير په ټویټر ويلي،

"دا جرګه او د دې فېصله د پاکستان د ايين او قانون نه علاوه د اسلامي رواياتو پرضد دي دې جرګې ته اسلامي تاريخ ويل پکار دي ښځې جنګونه کولی شي نو ټيليفون ولې نه شي کولی؟ دا جرګې والا دې ونيول شي عدالت ته دې وړاندې کړی شي او د قانون عملداري دې په ځای کړی شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG