لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپروفیسر اسماعیل مېرمن وایي پولیس یې په کور ورختلي اؤ ځان سره راوړي جعلي رسیدونه یې دهغوئ فائل کې اېښي‌ دي


دپښتون ژغورنې غورځنګ دفعالې ګلالۍ اسماعیل مور وایي دترهګرۍ ضد پولیسو کلي کې دهغوئ په کور چاپه وهلې اؤ دلټونې دعملیاتو په مهال چې څه په لاس نه دي ورغلي نو دځان سره راوړي د وسلو اؤ ګاډ جعلي رسیدونه یې دهغوئ دکور په یو فائل کې اېښي دي اؤ دغه فائل یې ځان سره وړلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کلالۍ اسماعیل دخپلې مور یوه لنډه شان شان ویډیو خپره کړې ده چې په دغه ویډیو کې هغه پخپل کور د پولیسو د چاپې حال بیانوي.

دکلالۍ اسماعیل مور وایي هغه نن سهار پېښور ته تللې وه ترڅو دپولیسو سره بندي خپل میړه پروفیسر اسماعیل ته داروګان اؤ جامي یوسي.

خو هغه وایي چې کله تاڼې ته لاړه نو ورته معلومه شوه چې پروفیسر اسماعیل له دغه ځایه بوتلل شوی دی.

هغه وایي په لږه شیبه کې ورته فون وشو چې ستاسو په کور دپولیس چاپه ده اؤ پروفیسر اسماعیل هم هغوئ دځان سره بوتللی دی خو دکور کیلي یا چابي نشته .

هغه وایي کله چې هغه بیا دوه ساعته وروسته کلي کې خپل کور ته ورسیده نو بې شمیره خلک یې کور ته ور دننه شول اؤ د صندوقونو اؤ نورو شیانو لټونه یې پیل کړه.

د ګلالۍ اسماعیل دمور په وینا “زمونو انګڼ کې سم ډير خلک وؤ،څه کسان یوې کمرې ته لاړل ،صندوقونه یې لټول ،فائلونه یې لټول اؤ ویل یې هله کاغذونه وګورئ ، وسله وګورئ اؤ بیا یې زمونږ دالمارۍ نه یوعام د بلونو اؤ رسیدونو فائل را واخستو اؤ داسماعیل‌ په مخکې یې په دغه فائل کې ځان سره راوړي د وسلې اؤ ګاډی د دروغو رسیدونه کېښودل”

هغه وایي د دروغو ددغه کاغذونو په لیدلو پروفیسر اسماعیل اؤ هغې دپولیسو نه پوښتنه وکړه چې ولې داسې په څرګنده د دروغو رسیدونه دهغوئ د کور په فائل کې ږدي خو وایي چې له دغو کسانو یو مشر سړی په قار شو اؤ ځان سره راوړی رسید یې فائل کې کېښودو.

د ټولنیزو رسنیو فعاله ګل بخاري وایي د ټول کلي په مخکې یو پروفیسر ته زولنۍ اچول کیږي ، هغه په راښکلو بوتلل کیږي اؤ په کور یې چاپه وهل کې خو د ۴۰۰ کسانو قاتل راؤ انور ته بیا تابعداري ښودل کیږي اؤ احسان الله احسان لکه د زوم ساتل کیږي.

په ټوئټر ګل بخاري لیکلي چې د پروفیسر اسمایل په کور کې د دروغو رسیدونه اېښودل کیږي اؤ بیا پولیس هغه برامد کوي ایا تاسو ټول خلک لیوني ګڼئ ؟

هغې ویلي د دوؤ کالو راهسې دیوې کورنۍ نه پلټنې روانې دي اؤ دغه کورنۍ محکمو ته خپل ټول دبېګناهۍ ثبوتونه ورکوي خو اوس دوه کاله وروسته جغلي رسیدونه جوړؤل کیږي اؤ دهغوئ دکور په فائل کې له اېښودو وروسته برامد کیږي چې دا یو ډير بې شرمانه عمل دی

هغې ویلي “دوئ پروفیسرانو په زنځیرونو کې راکاږي ترڅو هغوئ رسوا کړي خو دوئ باید په دې پوهه شي چې په داسې کولو ددې پروفیسرانو عزت اؤ درناوی نور هم سیوا کیږي اؤ کمیږي هیڅکله نه”

ګل بخاري زیاتوي ټول خلک ویني چې کله د ۴۰۰ کسانو قاتل راؤ انوار مخکې ته وړاندې کیږي نو ججان هم هغه په سر-سر مخاطب کوي اؤ طالبانو د ویاند احسان الله احسان هم لکه د زوم ساتل کیږي خو پروفیسرانو سره چې کوم سلوک روان دی هغه دټول پاکستان خلک اؤ ټوله نړۍ ویني.

دبشري حقونو مبارزې او دپښتون ژغورنې غورځنګ دفعالې میرمن ګلالۍ اسماعیل په پلار پروفیسر اسماعیل چې خپله هم سیاسي فعال پاتې شوی او د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوي باندې حکومت تور لګولی چې دی په ټولنیزو رسنیو د حکومت او ادارو په ضد تبلیغات کوي.

په دغه تور وړومبی پروفیسر اسماعیل یوه میاشت بندي کړل شو خو بیا عدالت دده ضمانت منظور کړو اؤ له بنده یې خوشې کړو.

دهغه له خوشې کیدو وروسته دهغه دلور ګلالۍ اسماعیل په غیر دولتي تنظیم اویر ګرلز تور ولګول شو چې ددغې تنظیم له اړخه ترهګره ډلو سره مرستې کیږي. خو ګلالۍ په دغه مهال امریکا ته لاړه نو حکومت ددې په پلار او مور تور ولګولو چې دوئ هم خپلې لور سره د ترهګرو مالي مرستې کړې دي.

خو د پروفیسر اسماعیل وکیل شهاب خټک ایډوکیټ وي او ای ډیوه ته وایي د ترهګرۍ په ضد عدالت د ثبوتونو د نیشتوالي په وجه پروفیسر او د هغه میرمنې ته مشروط ضمانت ورکړی ؤ.

هغه وایي خو حکومت اوس بیا دپروفیسر اسماعیل په ضد جوړه شوې قضیه کې عدالت ته هاغه ګواهان وړاندې کړل کوم چې خپله ملزمان دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG