لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت دصدارتي حکمنامې دلارې دسینیټ ټاکنې دلاس په پورته کولو غواړي


پاکستاني رسنۍ وایي دمخالفه ګوندونو داٸتلاف پي ډي ايم لخوا دلاس پورته کولو دلارې دسینیټ راتلونکو ټاکنو کولو دپاره ائین کې دبدلون کولو په عمل کې دمرستې څخه له انکار وروسته مرکزي حکومت په دې اړه دصدارتي حکمنامې جاري کولو نیت لري.

دمطبوعاتي رپورټونو له مخې مرکزي کابینې دلاس پورته کولو دلارې انتخابي قانون کې دبدلون په اړه دصدارتي حکمنامې دمسودې منظوري هم ورکړې ده.

ډان ورځپاڼه د کابينې ديو غړى له خولې وايي حکومت دومره وخت نه لري چى ملکي دستور کى بدلون وکړي ځکه دوئ لپاره يوه غوره لار ده چى انتخابي قانون کال ٢٠٠٧م کې د صدارتي امر د لارى بدلون وکړي.

دمارچ په میاشت کې دپاکستان دسینیټ په نیمایي څوکیو ټاکنې کیدونکې دي اؤ حکومت غواړي چې دا ټاکنې باید په پټه توګه د رائیو ورکولو پځائ په ډاګیز ډول دلاس پورته کولو دلارې وکړل شي.

دپاکستان ستره محکمه کې هم د وړاندې څخه په دغه هکله دقضیې اوریدنه روانه ده.

د هيواد په انتخابي نظام دکارکونکې غير دولتي ادارې پلډاټ مشر او د سياسي چارو څيړونکي احمد بلال محبوب د صدارتي امر جارى کيدل د سپريم کورټ پرېکړى سره تړلی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ويلي که سترې محکمې دکال ۲۰۱۷م دقانون لاندې د سينيټ دانتخاباتو پرېکړه وکړه نو حکومت ته به ياد قانون کې د بدلون لپاره قانوني اساس ترلاسه شي او انتخابات به د لاس اوچتولو د لارى ممکنه شي.

نوموړي زياته کړې که څه هم حکومت د ارډينينس یا صدارتي امر جاري کولو قانوني واک لري خو غوره به دا وي چز حکومت په دې اړه د پارليمان نه قانون سازي وکړي.

دمخالفه ګوندونو اٸتلاف پي ډي ايم دحکومت لخوا قامي اسمبلى ته وړاندې کړل شوي ٢٦م دستوري بدلون ته سخت غبرګون ښایي اؤ ددې په ضد داسمبلۍ غونډو کې احتجاج کوي.

مخالف ګوندونه ائین کې دبدلون په اړوند حکومت سره مرستو نه انکاري دي چې له امله یې پارلیمان څخه دحکومتي قانوني مسودې د منظورۍ عمل په ټپه ولاړ دى.

مرکز کې د واکمن تحريک انصاف ګوند دريځ دى چې سياسي ګوندونو به د سينيټ هر هر الیکشن کې د ووټونو د ووټونو خرڅولو تورونه لګول چې ګنې شتمن کانديدان د پيسو په طاقت د سينيټ غړى جوړيږي.

دحکومتي وزيرانو ترمخه اوس چې دوئ دسینیټ ټاکنو کې د ووټونو دپلورل کیدو مخه نیول غواړي نو د بده مرغه تر ټولو زیات مخالفت یې هم دغه سياسي ګوندونه کوي.

خو د مخالفه ګوندونو تور دى چې وزيراعظم عمران خان په لويه شميره کې خپلو مرورو غړو باندې ویریږي چې ګنې دوئ به د واکمن ګوند نومول شوؤ دسينيټ غړو په حق کې رایې نه ورکوي ځکه وزير اعظم ارو مرو دغه انتخابات د ښکاره راٸيو د لارى کول غواړي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG