لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ای پښتنو هیر نکړئ دا ستاسو ملنګی خټک"


دپښتو ژبې د ستر انقلابي شاعر ،لویې سیاستمدار اؤ ځیرک صحافي ارواښاد اجمل خټک ۱۱م تلین نن دیکشنبې په ورځ نمانځل کیږي اؤ په دې مناسبت په ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو دپښتنو دحقونو دپاره دهغه سیاسي،ادبي اؤ صحافتي مبارزې ته زرینې پیرزوئنې وړاندې کړي دي.

دهغه دکلیزي په اړوند دهغه کلي اکوړي اؤ دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د دستورو تابیا هم شوې ده چې پکې به وتلي لیکوالان اؤ شاعران د اروښاد اجمل خټک په ژوند اؤ مبارزه رڼا اچوي.

عوامي نیشنل ګوند پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي چې ددغه ګوند د ذیلي تنظیم ملګري لیکوالان نوښار لخوا به په اوومه فرورۍ ماذیکر داجمل خټک اام تلین نمانځل کیږي

په ټولنیزو رسنیو ټوئټر اؤ فیس بک دهغه دکلیزې په اړوند پښتنو فعالانو ګڼ شمیر پوسټونه کړي دي

دباچا خان مرکز دکلتوري څانګې مشر،وتلي څېړنکار اؤ لیکوال ښاغلي خادم حسین په ټوئټر داجمل خټک اؤ خان عبدالولي خان زاړه عکسونه خپاره کړي، خلکو ته یې یادګیرنه ورکړې چې نن د عوامي نیشنل پارټۍ دپخواني صدر اجمل خټک یوولسم تلین دی اؤ ددې سره یې داجمل خټک دا شعر خپور کړی:

چې دیار نوم یې څوک اخلي ورپسې ځي

په اجمل کې دا عادت د لیونو دی

وتلی پښتون دانشور اؤ سیاسي فعال افراسیاب خټک وایي اجمل خټک صیب ډیر لویې سیاسي مبارز ؤ اؤ دهغه دسیاسي مبارزې موخه دا وه چې پښتون پخپله خاوره خپل واک ولري اؤ دځپل شوې طبقې خلک یو ښه انساني ژوند وکړل شي.

دمشال راډيو د رپورټ له مخې هغه ویلي چې اجمل خټک خپل ټول ژوند د پښتنو اؤ ځپل شوؤ طبقو دحقونو ترلاسه کولو دپاره مبارزې ته وقف کړی ؤ خو ددې ترڅنګ هغه یو لویې شاعر ، دانشور اؤ‌ صحافي هم ؤ اؤ مونږ ټولو دپاره یې د استاد درجه لرله

افراسیاب خټک وایي په وړومبي ځل یې ۱۹۶۸م کې هغه وخت اجمل خټک سره ملاقات شوی ؤ چې کله دایوب خان دامریت په ضد مبارزه پیل شوه اؤ خلک راپورته شول.

هغه وایي مونږ داجمل صیب دفکر دسیوري لاندې د ستر شوي نسل څخه یو اؤ اجمل خټک د خان عبدالولي خان سره په ګډه د پښتنو د شته کولو اؤ سوکالۍ په لاره کې نه هېریدونکې مبارزه کړې ده اؤ دپښتنو نوي نسل ته یې فکر ورکړی دی.

خبریال ایمل خټک چې داجمل خټک زوئ دی هغه د ارواښاد د تلین په اړوند د خپل پلار داشعر په ټوئټر لیکلی :

ای پښتنو هیر نګړئ دا ستاسو ملنګی خټک

وخت به درنه داسې لیونی ګوری بیا هم غواړي

د اجمل خټک ژوند لیک

اجمل خټک په کال ١٩٢٦ء کې دپاکستان د خیبرپښتونخوا نوښار ضلعې اکوړي نومې کلي کې سترګې غړولې وې اؤ په اوومه فرورۍ کال ٢٠١٠ کې وفات شوی ؤ.

لسم جماعت يې لا پاس کړى نۀ ؤ چې سکول کې استاذ شو خو دخپل قامي فکر او روښان خيالۍ له امله دوخت دزورورې او مقتدرې طبقې دسترګو ازغى ؤ ځکه نو اخر یې داستاذۍ دملازمت څخه ګوښه کړو.

دنوکرۍ څخه له ګوښه کيدو وروسته ونیول شو، کور يې تالا شو او دکتابونو لائبريري يې پوليسو د ځان سره يوړه.

دستر پښتون قهرمان خان عبدالغفار خان لخوا چې دپښتون اولس دحقونو دپاره دخدائي خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک ددغه تحريک يو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شميرل کيدو.

هغه دخپل ژوند زياته برخه دزندانونو دننه تيره کړې وه.

دقيدوبند پرمهال يې ډير زيات تکليفونه هم زغملي وؤ خو دقيدوبند دغه دور ورته يوه ګټه دا ورسوله چې دجيل دتمبو شاته يې نۀ يوازې بې کچه زړۀ پورې انقلابى شاعري تخليق کړه بلکې کله چې دجيل څخه رابهر شو نو دجيل متعلق يې دخپلو ياداښتونو يو ضخيم کتاب "دا زۀ پاګل ؤم" هم وليکلو چې پښتو ټولنې افغانستان چاپ کړو اؤ پښتنو ډير زيات خوښ کړو.

ارواښاد اجمل خټک ته اپريل ١٩٤٨ء کې دسمندر خان سمندر په خلۀ پيښور ريډيو کې دمسوده نګار په توګه دکار کولو بلنه ورکړل شوه اؤ بیا هغه تر ډیرې مودې ریډیو سره کار کړی ؤ.

ريډيو پاکستان دپاره اجمل صيب ٢٧ ډرامې او فيچرې ليکلي دي چې وخت په وخت نشر شوي دي.

صحافت

ښاغلي اجمل خټک ديو صحافي په توګه هم خپله ځانګړې پيژندګلو پيدا کړې وه او دصحافت له لارې يې دخپل اولس او خاورې دپاره خدمتونه ترسره کړي وؤ.

پخپل اوږد صحافتي ژوند کې ارواښاد خټک صيب دبيلابيلو ورځپاڼو، مجلو او اووۀ نيزو سره کار کړی ؤ.

په کال ١٩٤٩ء کې يې دعدل په نوم ديوې مجلې دايډيټر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې وې چې تر اوږدې مودې يې په عدل مجله کې په بیلابیلو موضوعاتو خپل قلم وخوځولو او دغه مجله يې دکاميابۍ بام ته ورسوله.

په کال ١٩٥٦ء کې دانجام مجلې ايډيټر شو او ددغلته نه يې خپلې صحافتې ذمه وارۍ مخ په وړاندې بوتللې.

همدغه شان په کال ١٩٦٤ء کې دبانګ حرم ايډيټر ټاکل شوی ؤ او په دغه ورځپاڼه کې يې داداريه نويس، خبريال او کالم نګار په توګه خدمات ترسره کول .

په بانګ حرم کې به ښاغلي خټک صيب د"کچکول" ترعنوان لاندې د"ملنګ" په فرضي نامه يو کالم ليکلو چې څه دپاسه څلورلسيزې وروستو هم ددغه کالم زړۀ پورې او پوست انداز د خلقو دذهنونو څخه نۀ دى وتلى.

همدغه شان دشهباز اخبار او پښتون مجلې له لارې هم ارواښاد خټک صيب داسې زړه پورې اؤ غوره ليکونه کړي دي چې تر پيړيو پيړيو به ياد ساتلى شي.

اجمل خټک، ديو شاعر، ژورنالست او سياستمدار نه علاوه دسپورټي سرګرميو سره هم تړاؤ لرلو او دځوانۍ په دور کې دفټ بال او والي بال يو ښۀ لوبغاړى ؤ او سپورټس سره دمينې له امله يې نن هم په اکوړي کې خپلې حجرې ته مخامخ يو لويې ميدان اولسي لوبو ته وقف پریښی دی.

اجمل خټک ١٩٧٣ء کې دپاکستان څخه افغانستان ته اوښتی ؤ چې اتلس کاله يې دغلته دجلا وطنۍ ژوند تير کړی او دحالاتو په سازګاريدو بیرته پاکستان راغلى ؤ.

دخپل اوږد، پټ پناه ژوند نه علاوه ښاغلى خټک صيب دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ او دجيلونو دتورو تمبو تر شا تير کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز ددومره سختيو باوجود هم چرې پخپل فکرونظر سودابازي نۀ وه کړې او هر وخت يې دخپلې نظريې دپاره په جار غږ پورته کولو.

ادبي روزنه

اولسي ادبي جرګه چې دپښتو ادب د ودې دپاره دتاريخ يو اهم فورم شميرل کيږي، په دغه جرګه کې هم اجمل خټک صيب يو ځلنده کردار ترسره کړى ؤ،

دا هغه ادبي تنظيم ؤ چې په لسګونو کلونه يې د پښتو ژبې دروزنې او پالنې دپاره هلې ځلې کړي دي او نن چې په پښتو ادب کې ددوست محمد خان کامل،قلندر مومند، اميرحمزه خان شينواري، هميش خليل، مهدي شاه باچا، لطيف وهمي غوندې درنې علمي نامې دپښتنو مخې ته پرتې دي دا ټول داولسي ادبي جرګې برکت ، کمال او پيداوار دى.

ددغو ټولو شخصياتو تخليقي او تنقيدي شعور اولسي ادبې جرګې دفورم څخه ځلا موندلې وه.

اجمل خټک په بنيادي توګه هغه ترقي خوښى شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي.

ښاغلي خټک صيب چې دسياسى مبارزې په لاره کې دخپل ژوند زياته برخه پټ پناه، دجيلونو شاته، په نظربندۍ او جلاوطنۍ کې تيره کړې وه خو ولې دهغې باوجود هم چې ښاغلي خټک صيب دپښتو ژبې اؤ ادب په وده کې څومره کردار لوبولى دى نو هغه ددې عظيم شخصيت په لوړ عزم او اراده دلالت کوي.

ښاغلي خټک صيب دپښتو ادب جولۍ ته خپل زيات تخليقات ورپيرزو کړي دي.

هسې خو کۀ ددۀ دټولو ليکنو او تخليقاتو ذکر وکړل شي شايد چې دغه بحث پخپله يو ضخيم کتاب ولیکل شي خو ولې بيا هم په کتابي شکل چې دښاغلي خټک صيب کوم تخليقات چاپ دي نو هغه په دې ډول دي.

١- پښتو ادب کى تاريخ(اردو)
٢- پښتانۀ شعراء(پښتو)
٣-ژوند او فن(پښتو)
٤-دغيرت چغه(پښتو)
٥-کچکول(پښتو)
٦-باتور(پښتو)
٧-دا زۀ پاګل ووم(پښتو)
٨-دوخت چغه(پښتو)
٩-ګلونه تکلونه(پښتو)
١٠-ګل پرهر( پښتو)
١١-سرې غونچې(پښتو)
١٢-ځنډ وخنډ(پښتو)
١٣-عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)
١٤-جلا وطن کى شاعري(اردو)
١٥-افغان ننګ(پښتو)
١٦-دژوند چغه(پښتو)
١٧-قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)

اؤ ددې ترڅنګ بيا دهاغو کتابونو فهرست ځانله يو بحث ته اړتيا لري کوم چې په اجمل خټک صيب ليکل شوي دي خو کۀ په لنډو ټکو کې ددغو کتابونو څخه ديو څو کتابونو نومونه ياد کړل شي نو هغه په دې ډول دي

١-اجمل خټک شخصيت او فن(پروفيسر افضل رضا)
٢-غنى او اجمل( دافغانستان څخه)
٣-اجمل اؤ پښتو غزل(پروفيسر افضل رضا)
٤-اجمل خټک ژونداؤ فن(مثل خان راهي)
٥-اجمل خټک دژوند په ائينه کې(مثل خان راهي)
٦-حماسه وئيونکى مبارز شاعر(ډاکټر عارف عثمانوف)
٧- انقلابي او مبارز شاعر(محمديوسف)
٨- اجمل خټک دادب جمال اؤ دسياست جلال(هارون الرشيد خټک)

او هاغه په سوونو مقالې او مضامين ددې څخه علاوه دي چې مختلفو ليکوالو دښاغلي خټک صيب په ژوند، فن، مبارزه اؤ شخصيت ليکلي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG