لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي‌ ټي ایم جلسه،پېښور کې دموبائیل فون خدمات ځنډول شوي،محسن داوړ وایي فعالین نیول کیږي


په پېښور کې دپښتون ژغورنې غورځنګ دمرکزي کیمټې دغړي د ارمان لوڼي ددویم تلین دنمانځلو په مناسبت دپي‌ ټي ایم د راجوړې شوې جلسې په مهال په ټول پېښور ښار کې د موبائیل فون خدمات ځنډول شوي دي.

دپي ټي ایم مشران وایي چې دتلین دپاره دمختلفو سیمو نه جلسې ته روان دپي ټي ایم فعالان په لارو کې پولیس نیسي خو پولیسو یا صوبایي حکومت دې تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي چې دتلین دغونډې دپاره پي ټي ایم دیکه توت سیمې په کوم ګراونډ کې تیارۍ کړې وې پولیسو هلته د غونډې اجازه نه ده ورکړې اؤ اوس دوئ په رینګ روډ یو بل مقام باندې جلسه کوي.

منظور پښتين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ویلي چې د پېښور انتظاميې دوئ ته د یکه توت دسپېرير ساینس کالج په میدان کې د جلسې کولو اجازه ور نه کړه.

نوموړی وايي چې د جلسې د تيارۍ په موقع پوليسو د دوی پرامنه ملګري د دغې ځائ نه نیولي چې په ضد به یې دوئ په جلسه کې د نورو غوښتنو ترڅنګ آواز پورته کوي

"په اخره کې انتظاميې مونږ ته په بل مېدان کې د جلسې کولو اجازت راکړ او موټروی سره په شمالي بائ پاس چې کوم میدان دی نو مونږ ته وويل شول چې دلته جلسه وکړئ، دا جلسه به د ارمان لوڼي د تلين په حواله سره، د پي ټي ايم د بندي ملګرو د راخوشي کېدو په حوالې سره او د پي ټي ايم د دريم یومِ تاسيس په اړه د خپل قام سره د خبرو په اړه به وي".

دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ د اتوار په ورځ په ټوئټر لیکلي چې دبنو نه دپي‌ ټي ایم غوندې له روان فعالین په لاره نیول شوي اؤ داسې رپورټونه دي چې دنورو ضلعو نه پېښور ته روان فعالین هم په لارو نیول کیږي

هغه لیکلي چې غیرقانوني نیونې،ګواښونه اؤ ځورونې به پېښور کې دپي‌‌ ټي ایم دجلسې مخه ونه نیول شي.

ددغه جلسه کې دګډون دپاره دهیواد دبیلا بیلو برخو څخه دپي‌ټي ایم فعالین دخالي د ورځې څخه پېښور ته رسیدلي وؤ چې دهغوئ څخه ګڼ شمیر د جلسې نه یوه ورځ دمخه پولیسو نیولي اؤ مقدمې یې پرې جوړې کړې دي.

پخوانی سینیټر اؤ پښتون ملت پاله سیاستمدار افراسیاب خټک په ټوئټر لیکلي .

پېښور کې د پي ټي ایم دپرامنه جلسې دمخې نیولو دپاره غیرقانوني نیونې،ځورؤنې ،غنډه ګردي اؤ نور ټول ناوړه چالونه په غیر پوځي نقاب کې دامنیتي واکمنانو امریت په ګوته کړی دی اؤ ساده خبره دا ده چې دا استعماریت دی

دپي ټي ایم یو بل فعال احمد پشین په ټوټیر لیکلي پېښور کې د پي‌ ټي ایم دجلسې له امله دموبائیل فون خدمات تړل شوي ترڅو دجګړه ځپلو اؤ ځوریدلو پښتنو غږ نړۍ ته ونه رسیږي خو هغه وایي دالله شکر دی چې ستا بدنامه اؤ قاتله څهره به دهمدا شان بې نقابه کیږي اؤ نړۍ به ستا دجبر نه خبریږي

دپي ټي ایم دبندي مشر علي وزیر په ټوئټر پاڼه هم لیکل شوي چې پېښور کې په ټولو لارو امنیتي ځواکونه زمونږ ملګري دجلسې نه ایساروي اؤ په لسګونو کسان یې نیولي دي.

هغه ویلي ریاست د ویرې سره مخ دی اؤ اوس به ورته پښتنو ته لاره پرانستل وي ځکه چې پښتنو ته له حقونو ورکولو پرته زمونږ لارې د نړۍ یو قوت هم نه شي تړلی

پېښور کې میشت دیو شخصي ټي وي خبریال رسول داړ وایي پېښور کې په بشپړ ډول دموبایل فون خدمات تړل شوي اؤ که ددې ګام په نتیجه کې د پي‌ ټي ایم جلسه کامیابه نه شي نو ایا دپېښور خلک د سګنلو بندیدو له امله ددې جلسې نه خبر نه شول؟

هغه وایي دلکونو خلکو خپل اساسي حق نه محرومه ساتل وارخطایي اؤ زیاتی دی

وي او ای ډيوه دموبائیل فون دخدماتو ځنډول کیدو اؤ دپي ټي ایم دفعالینو دنیول کیدو په اړه دصوبایي حکومت دنظر اخستو دپاره د اطلاعاتو دپاره د صوبې دمشر وزیر دمعاون کامران بنګش سره دټیلي فوني تماس هڅه وکړه خو دهغه فون هیڅ ځواب ونه ویلو

د پي ډي ايم په غوښتنو کې د پخوانۍ فاټا نه د ځمکنیو بمونو لرې کول، د بې درکه کسانو ازادي او هغوی عدالت ته وړاندې کول، د اېکشن اين اېډ آف سېول پاور قانون ختمول، د ماورای عدالت قتلونو او هدفي وژنو مخه نيول شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG