لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مارچ تر اخرې به د غلام خان په لار افغان ټرانزټ ټرېډ په رسمي توګه پېل شي، ډي سي شمالي وزيرستان


د شمالي وزيرستان مرستیال کمشنر وايي، د روان کال "مارچ تر اخرې به د شمالي وزيرستان د غلام خان د لارې د افغانستان سره ټرانزټ ټرېډ په رسمي ډول پېل شي" خو د سيمې سوداګر اوس هم ځيني شکایتونه کوي.

مرستيال کمشنر شاهد علي خان وايي، "د افغانستان څخه د ټرانزټ ټرېډ ګاډي به د غلام خان په ځای اوس ميرانشا ته راتلی شي، او د غلام خان او بنو ترمنځ 68 کلوميټره لاره (سړک) به دوه رويه کړی شي د دې سره به د ټريفک مسلې هوارې شي".

نوموړي ویلي "د غلام خان په پوله يې نورې ټولې اسانتياوې برابرې کړي يواځې د اېمګرېشن او اېف ايي ای دفترې پاتې دي د هغې دپاره هڅې روانې دي، په کوم رفتار چې د دوی ټرانزټ او نورې هلې ځلې وشوې د اېمګرېشن او اېف ایي ای کار به هم زر ترسره شي او په تګ راتګ کې به بيا هیڅ قسم مسله نه وي".

د شمالي وزيرستان د سوداګرو د اتحاديې پخوانی مشر شاه ولي وايي دغه لار ته په تمه وو او د ضرب عضب نه وروسته چې په دغه لار کاروبار په ټپه ودرېدلی وو اوس که په دې سوداګري روانه شي نو نه يواځې سوداګرو بلکې د علاقې ټولو خلکو ته به ترې خېر دی.

خو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په دې لار کې اوس هم ځينې خنډان موجود دي لکه د نوموړي په وېنا په پوله د خلکو په تګ راتګ کې مسله ده بايد دغه اسانتيا جوړه کړی شي.

هغه وویل په پوله د پېسو لېږلو رالېږلومسله ده که په پوله د شريک بېنک نظام جوړ شي خلک به کولی شي چې په قانوني لاره په اسانۍ سره يو بل ته پېسې لېږلی رالېږلی شي او د غېر قانوني لارې د پېسو لېږلو مخه به ونيول شي.

هغه زياته کړه د افغانستان د ګاډو په څېر دې د پاکستان ګاډو ته هم د پولې پورې غاړې افغانستان لوري ته د تلو اجازه ورکړی شي، او په پوله د کسټم نظام دې د کهجوري چيک پوستې ته راوړل شي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، د افغانستان دپاره د پاکستان پارلیماني کمېټۍ منظوري ورکړې وه چې د غلام خان په لار به د تورخم په څېر د تګ راتګ ټولې اسانتياوې برابرولی شي او په ځانګړي ډول د شمالي وزيرستان او د پولې پورې غاړې ته پراته خلک به کولی شي چې په شناختي کارډ او تذکره په پوله تګ راتګ وکړي، بايد دغه ټولې اسانتاوې برابر کړی شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل مرستیال کمشنر په خلکو غږ کړی چې د غلام خان لارې ته دې ټوله سوداګري راواړوي، خو داوړ وايي بايد دغلته امن په ځای کړی شي ځکه چې په يو ګاډي کې خلک د کروړونو روپو سامانونه وړي نو که د بدامنۍ کومه پېښه رامنځته کيږي خلک به بيرته د دغه لارې څخه واوړي.

خو د شمالي وزيرستان مرستيال کمشنر په خپلو خبرو کې ویلي، دوی به د غلام خان په لار د امنیت ټينګ ساتلو سره سوداګرو ته ټولې اسانتياوې برابروي او نوموړي په سوداګرو او خلکو هم غږ کړی چې د دوی سره مرسته وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG