لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ په سياست کې مه راکاږئ، پوځي وياند


د پاکستان پوځي وياند وايي، "دا وخت د سياست سره د پوځ هيڅ تعلق نشه او د چا سره یې هم په پټه خبرې نه دي روانې او څوک چې اندازې لګوي ما وړاندې هم خواست کړی او اوس هم وايم چې پوځ په سياست کې مه راکاږئ".

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار نن د ګل/دوشنبې په ورځ (اتمه فرورۍ) ويلي، "پوځ منځنی او بهرنی امنیت ګوري، بې د کوم ثبوته خبره کول د چا سره هم ښه نه ښکاري اندازې يا اټکلونه کول پرېښودل پکار دي او که د چا سره څه ثبوت وي راوړاندې دې کړي چې څوک چاته ټيليفون کوي، داسې هيڅ خبره نشته".

هغه وويل "يو ځل بيا خواست کوم چې مهربانۍ وکړئ ادارې دې خبرو ته مه راکاږئ".

د پوځ وياند د چا نوم نه دی اخستی خو دغه بيان يې په داسې وخت کې ورکړی چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد د مخالفه ګوندونو جوړ غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ/پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د [جيو ټيلي ويژن] په پروګرام کې د کومې ادارې د نوم اخستو پرته ویلي،

"په پاکستان کې غلطي شوې او د عمران خان ناجايزه حکومت راوستل شوی دی".

په جرګه پروګرام کې (په ادارو د نيوکو) پوښتنې ته په ځواب کې مولانا فضل الرحمان وويل، "په مونږ د ادارو د اعتراض کولو نه وړاندې دې د عمران خان د واکمنۍ نه مخکې وکتل شي چې هغه په هند او نورو ځايونو کې څه نه دي ویلي، او په کتاب کې يې ليکلي دي، په ادارو تنقيد خو هغه وو".

مولانا فضل الرحمان د حکومت سره د مذاکراتو په اړه ويلي، "عمران خان واکمن نه دی، واکمن يې نه مني"، "او که اسټبلشمنټ په سنجيدګۍ سره دې خبرې ته تيار وي چې ملکي نظام ښه والي او اييني سياست پله راتلو ته، نو بيا خبره کېدی شي"، خو "په پټه نه په ښکاره د خلکو په وړاندې".

هغه وويل پټې خبرې د چا سره نه دي روانې.

د پي ډي اېم وړاندينی نظراو د پوځ ځواب

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د تېر کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي ؤ د ائين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

او حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

پي ډي اېم په څلورمه فرورۍ اعلان کړی چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد به په 26م مارچ اسلام اباد ته لاريون (لانګ مارچ) کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG