لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د وکیلانو دسازمان په تابیا خبریالانو ته د ویړیا قانوني مرستو ورکولو څانګه پرانستل شوه


پاکستان کې د خبريالانو پرضد د الېکټرانکي جرمونو دمخنیوي دقانون لاندې مخ په زياتېدونکو مقدمو کې د قانوني مرستو لپاره د پاکستان بار کونسل دجرنلسټس ډیفنس کمېټۍ په همکارۍ يوه څانګه پرانستل شوې ده چې هغو صحافيانو ته به وړيا قانوني مرسته ورکوي چې عدالتونو کې دخپل کار په حواله د مقدمو سره مخ دى.

دا څانګه یا سیل په داسې وخت کې جوړ کړل شوې چې د تېرو دوؤ لسيزو راهسې په پاکستان کې د صحافت د څانګې سره تړلي د 130ؤ نه زيات خبريالان وژل شوي دي او يو شمېر دا مهال د بغاوت او د الېکټرانکى جرمونو د مخنیوي قانون پيکا لاندې د مقدمو سره هم مخ دي.

دا څانګه چې پکې په دستوري، سول او فوجداري قوانینو کې مهارت لرونکي وکيلان شامل دي د انسټي تيوټ اف ريسرچ اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ (اراده) د لاندې کار کوي.

ددغه غېر دولتي تنظيم اراده ډاېریکټر افتاب عالم ډيوه ته وايي پاکستان کې صحافيان د تېرو دوو لسيزو راهيسې د سخت فشار لاندې کار کوي او دا وخت هم د حملو، ګواښونو، وېرولو او تر دې چې د هدفي وژنو سره مخامخ دي.

هغه وايي ددې څانګې مقصد هم دا دی چې صحافيانو ته يو داسې قانوني سیوری ورکړي چې د هغې لاندې هغوئ ځانونه محفوظ وګڼي او که د هغوى پرضد مقدمې جوړېږي نو چې يو داسې قانوني فورم ورسره وى چې قانوني مرستې ترلاسه کړې شي.

هغه وايي د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس ،پاکستان بار کونسل او انسټي ټيوټ اف ريسرچ ایډوکیسي اینډ ډوېلپمنټ ټاکل شوي اميدوارانو باندې ګډ درې کسيزه سیل به ددغه چارو څارنه کوي او ګوري به چې د کوم صحافي درخواست قبول کړي او په کوم شرط.

پاکستان کې د خبريالانو دتر ټولو لویې تنظیم پاکستان فیډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سېکتر ناصر زیدي په دې اړه ډيوه ته وايي پاکستان کې د یوې اوږدې مودې راهسې د صحافيانو پرضد د تشدد او اغوا کولو پېښې کېږي او وژل شوې هم دي خو قاتلان یې نه خو معالوم شوي او نه ورته سزا ورکړې شوې ده.

هغه وايي دا مهال د الېکټرانکي جرمونو د مخنیوي د قانون لاندې د خبريالانو پرخلاف عملیات روان دي او د پلټنو مرکزي ادارې اېف ايي ای لخوا ورته چيټۍ ترلاسه کېږي خو صحافيان د وکيلانو درانه فيسونه نه شي زغلمی نو ګڼي چې دا څانګه په دې اړوند ډېره مرسته وکړي.

د صحافيانو نړیوال تنظیمونه پاکستان د خبريالانو د پاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد ګرځوي او په دې وروستو کې د اخباري مديرانو تنظیم سي پي این ای لخوا جارى کړل شوي رپورټ کې راغلي چې تېر کال 2020م کې د ګواښونو او حملو ترڅنګ پاکستان کې لږ تر لږه لس صحافيان وژل شوې دي.

پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس هم تور لګوي چې حکومت هم د مېډيا او مطبوعاتو په مرۍ د زور کولو په پټه اېجنډا کار کوي خو د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز وايي د واکمن تحریک انصاف ګوند حکومت د مېډیا په ازادۍ پوره باور لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG