لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ميرانشا نه بنو په ته لار د 1122 اېمبولنس په ټکر شوی، شپږ تنه پکې مړه شوي


د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان د مرکز ميرانشا نه د ژغورنې ادارې (ريسکيو 1122) يو اېمبولنس چې ناروغه تن يې بنو ته منتقل کولو په لار کې د ټرک (ډمپر) سره په ټکر شوی، د ريسکیو د کار کوونکي او ناروغه تن په ګډون پکې پينځه تنه په ځای مړه شوي او بل ژوبل په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پېښې په اړه د شمالي وزيرستان د ريسکيو 1122 مشر بخت روان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، تیر ماسخوتن په (نهمه فرورۍ) د دوی اېمبولنس د سېدګۍ چيک پوستې سره د شګې نه ډک ډمپر سره په ټکر شوی دی.

هغه وويل ډمبر په سړک په غلط اړخ را روان وو ځکه د اېمبولنس سره په ټکر شوی دی، او پينځه تنه پکې په ځای مړه شوي او دوه ژوبل يې پېښور ته منتقل کړي دي.

خو د بنو د اتمانزۍ تاڼې پوليس مشر حاجي علي شاه وايي، په ژوبل شوو کې بل تن په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ګاډو د ټکر کېدو په اړه نوموړي وویل هغه موقعې ته ورغلی ډمپر په خپل اړخ سم روان وو، د 1122 اېمبولنس چې ډېر تيز روان وو د ډمپر سره جنګېدلی دی.

هغه وویل د پېښې مقدمه هم درج کړی شوې ده.

بخت روان وويل په مړه شوو کسانو کې د رېسکيو 1122 کار کوونکی، د صحت د محکمې ډرايور، يو ناروغه تن او دوه نور تنه مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه د دوی کارمندان لايسنسونه لري او مني چې په تيزۍ سره روان وي ځکه چې هغوی کوم ناروغه تن روغتون ته منتقل کوي او يا په کومه حادثه پسې روان وي.

د نوموړي په وېنا زیاتره اېمبولنسو ته خلک لار هم نه ورکوي د کوم دپاره چې دوی د پوهاوی کمپاينې کوي چې خلک د دوی سره مرسته وکړي.

د ريسکیو 1122 د خېبرپښتونخوا وياند بلال فېضي وايي، د دوی اېمبولنسې هر وخت د حادثو دپاره په منډه وي، او مني چې په سړکونو د حادثې له امله ګاډي تيز رفتاري کوي ځکه چې ځان موقعې ته رسوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG