لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نور ۶۲ کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي


سرکاري شمیرې ښایي چې دتیر یو شواروز په مهال پاکستان کې نور ۶۲کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره په دغه هیواد کې په دې راغلې وبا د مړو شوؤ کسانو شمیره ۱۲زره اؤ ۱۲۸ ته رسېدلې ده.

په کرونا وایرس د څار د دولتي ادارې د شمیرې له مخې په تېرو څلېریشتو ساعتو کې ۱۰۷۲نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوی دی.

دتیر کال راهسې چې پاکستان کې کرونا وایرس خور شوی تر اوسه ټول ټال پینځه لکه ،۵۷زره اؤ ۵۹۱کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی خو په دې کې پینځه لکه ۱۴زره اؤ ۹۵۱ له دې مضرې ناروغۍ بیرته جوړ شوي دي.

دا وخت یوازې ۳۰ زره اؤ ۵۱۲ کسان پاکستان کې په دې وایرس اخته دي

خیبر پښتنونخوا صوبه کې تر اوسه په کرونا وایرس ۶۸۷۸۶کسان اخته شوي اؤ ۱۹۷۰ ددې وایرس د ورپورې کیدو له امله مړه شوي هم دي.

پاکستان ته دا مهال دچائنه نه د کرونا ضد ویکسنو پینځه لکه خوراکونه رسیدلي خو په لمړي پړاؤ کې دغه ویکسن یوازې روغتیا پالانو ته لګول کیږي اؤ تر دې ساعته عامو خلکو ته دا ویکسین نه دی ورکړل شوي.

حکومت ویلي چې دمارچ دمیاشتې پورې به پاکستان ته د درېو کمپنیو کرونا ضد ویکسین ورسیږي اؤ بیا به دا ټول ولس ته لګول کیږي.

د کرونا وایرس په لمړۍ څپه کې دپاکستان حکومت ددې وایرس نه د ولس د ژغورلو دپاره ځېنې سخت ګامونه اخستي وؤ اؤ دګڼې ګوڼې نه دخلکو منعې کولو په خاطر یې لاک ډاؤن هم پځائ کړی ؤ خو څېړونکي وایي چې په دویمه څپه کې حکومتي ګامونه کم شوي دي اؤ‌ اوس یوازې ولس ته د احتیاط کولو وینا کولی شي.

ډاکټران وایي چې ولس کرنا وایرس تر اوسه سنجیده نه دی اخستی اؤ احتیاطي تدابیر په پام کې نه نیسي چې له دې امله هره ورځ هیواد کې د زرګونو په شمیر کسان په دې وایرس اخته کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG