لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان سره دټرانزيټي سوداګرۍ د تړون موده وغځوله


پاکستان د کابل او اسلام اباد ترمينځ د ټرانزټي تجارت لوظنامه د دريوؤ مياشتو لپاره تر هغې غځولې ده تر څو چې د دواړه هېوادونو ترمينځ نوې لوظنامه کې د وړانديز کړل شوؤ بدلونونو په اړه روانې خبرې پائ ته نه وي رسېدلې.

کال 2010 د فرورۍ مياشت کې لاسلیک شوې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د ټرانزټى سوداګرۍ د لوظنامې موده سبا د فرورۍ په 11نېټه سرته رسيږي.

دموجوده ټرانزټى لوظنامې لاندې افغانستان کولى شي چې هغه د نړیوال تجارت لپاره د هند سره د پاکستان بندرونه او زمکنء لارې وکاروي.

هم دا راز دا لوظنامه پاکستان ته هم د مېنځنۍ اېشياء هېوادونو سره د تجارت لپاره د افغانستان د لارې لاس رسې ولري.

مطبوعات وايي د پاکستان د مرکزى کابینې غونډې ته د هېواد د تجارت وزېر رزاق داود وېلي چې د کال 2010 راهيسې د اتوؤ لکو او دوه دېرشو زرو څخه زيات د افغان ټرانزیټي تجارت کنټېنرونو د 33 بيلنه ډالرو خپل سامانونه د پاکستان د لارې وړې راوړي دي او دا ښايي چې 30 فيصدى افغان ټرانزیټي تجارت د پاکستان د لارې شوې دې.

په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان د تجارت چارواکو ترمنځ د ټرانزټى سوداګرۍ د نوې لوظنامې په اړه غونډې شوي خو په دغه لوظنامه کې مجوزه بدلونونو او وړاندیزونو باندې د اختلافاتو له امله نوى تړون د ځڼد ښکار شوى.

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس پخوانى مشر او غړى انجينير دارو خان ډيوه سره خبرو کې وايي اصل کې افغانستان غواړي چې په نوې ټرانزټي تجارتي لوظنامه کې پاکستان د خپلو لارو په ذريعه افغانستان ته د هند سره نېغ په نېغه دتجارت اجازه ورکړي.

هغه وايي افغانستان ته د خپلو سامانونو هند ته د وړلو رسايي شته خو هند ته اجازه نشته چې خپل تجارتي سامان د پاکستان د لارې افغانستان ته يوسي ځکه چې جنېوا کنونشن په هند نه لاګو کېږي.

اخوا د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستيال صدر او افغان تاجر جان خان الکوزئ ډيوه ته وايي افغانستان غواړي باید چي نوې ټرانزټى لوظنامه د ورلډ ټرېډ ارګنایزېشن د ضابطو او نړیوال قوانینو په اساس وشي.

خو دهغه په وينا د پاکستان حکومت وايي چې سل په سله د ډبليو ټي او شرائط په نوې لوظنامه کې عملي کېدى نه شي.

هغه وايي مونږ د دواړو هېوادونو څخه غواړو چې په تېرو لسو کلونو کې په ټرانزټى تجارتي لوظنامه کې کومې تکنيکي ستونزې رامنځته شوي باېد دا ختمې شي ځکه چې دا په ټرانزټي تجارت بدې اغېزې لري او ددې د کمى سبب ګرځي.

کابل د اوږدې مودې راهیسې غواړي چې پاکستان ورته د هند سره دخپلو لارو په ذريعه د نېغ په نېغه تجارت اجازه او رساياس رسى ورکړي او هم دغه اساني دې هند ته هم ورکړي خو پاکستان د هند سره د کړکېچونو اړيکو او امنیتي ستونزو له امله دا نه مني.

اوس مهال افغان ټرکونه د هند سره د تجارت لپاره خپل شيان د هند پولې ته وړى او بيا د هند ټرکونه دغه شيان په خپلو ټرکونو کې هېواد ته رسوي.

اسلام اباد وايي د ټرانزټى سوداګرۍ لوظنامه يواځې د پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخیزه معاهده ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG