لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي دسينيټ ټاکنو دپاره د بلوچستان اسمبلۍ يو ووټ په ۷۰ کروړه روپۍ خرڅېږي


د پاکستان وزير اعظم عمران خان وايي د سينيټ راتلونکو تاکنو لپاره د ووټونو تجارت د اوس نه پيل شوى دى او هغه دعوه کړىده چې دا وخت د بلوچستان اسمبلۍ څخه د سينيټ دغړي جوړيدو نرخ تر ٧٠ کروړ روپيو ختلى دى.

پاکستان کې د وړاندى نه مخالفه ګوندونه او وکيلان د سينيټ انتخابات دپټو ووټونو پځائ دلاس اوچتولو دلارې کولو لپاره د دحکومت صدارتي حکمنامې ته سخت غبرګون ښايي او دا د پارليمان دخپلواکۍ دستور او عدليې د ازادۍ په ضد عمل بولي.

د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې وزير اعظم عمران خان ويلي هر ځل د سينيټ انتخاباتو کى ووټونه خرڅيږي او په تيرو وختونو کى ده ته هم ددې څخه دمالي ګټو پورته کولو وړانديزونه شوي وؤ.

خو وزيراعظم له دې ويلو ډډه کړې چى دا وړانديزونه ورته دچا له اړخه شوي وؤ؟

هغه دعوه کړې چې راتلونکې دمارچ مياشت کې کيدونکو د سينيټ انتخاباتو لپاره د اوس نه تجارت پيل شوى او دا وخت بلوچستان اسمبلۍ څخه دسينيټر جوړيدو لپاره د يو ووټ نرخ تر ٧٠ کروړو روپيو دى.

وزير اعظم عمران خان د مخالفو ګوندونو اٸتلاف پي ډي ايم کې دشاملو سترو ګوندونو مشرانو باندې د سينيټ ټاکنو کې د ووټونو اخستلو او خرڅولو دمرستو او دې کې دککړتيا تورونه هم لګولى دي.


وزيراعظم عمران خان وايي دوئ غواړي د روپو کارولو مخنيوي لپاره دا ځل د سينيټ انتخابات دخفيه ووټونو پځائ د لاس اوچتولو يا ښکاره رايې د لارې وشي.

که څه هم مرکزي حکومت په دى اړه د قانوني لارښودنې لپاره سپريم کورټ ته صدارتي ريفرينس يا قضيه وړې ده خو ددې قضيې د عدالتي پريکړې څخه دمخه د هيواد صدر عارف علوي دسينيټ د راتلونکو ټاکنو طريقه کې بدلون لپاره صدارتي حکمنامه جاري کړې ده.

د مخالفه ګوندونو اٸتلاف پي ډي ايم پخپل غبرګون دا په دستور او پارليمان حمله او د عدليه په ضد سازش بولي.

د حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند دقامي اسمبلۍ غړى احسن اقبال وايي که چرى داسى کيږي نو راتلونکي کې د عمران خان حکومت د وړو صوبو په ګټه اتلسم دستوري بدلون هم د صدارتي حکمنامى د لارى ختمولى شي.

حکومت مخالفه ګوند جميعت علماء اسلام سپريم کورټ ته ورکړې عريضه کې خواست کړى چې دغه صدارتي حکمنامه بايد دستور په ضد وګرځول شي.

قامي اسمبلۍ کې دمخالفه ګوندونو د سخت احتجاج له امله حکومت د سينيټ دانتخاباتو په اړه ددستوري بدلون د قانوني مسودې په منظورولو کې ناکام دى.


بل حکومت مخالفه ګوند جماعت اسلامي د صدارتي حکمنامې په ضد قامي اسمبلۍ او سينيټ کې قراردادونه هم جمع کړيدي.

د پاکستان په کچه د وکيلانو دتنظيم غړى ډاکټر عابد ساقي صدارتي حکمنامه د پاکستان د اولس، پارليمان او عدليې سپکاوى بولي.

بل قانون پوهه او دسپريم کوټ بار پخوانى صدر قاضي انور وايي حکومت پخپله مني که دسپريم کورټ فيصله د دوئ په ضد راغله نو صدارتي حکمنامه به ختمه شي نو دى نه پوهيږي چې حکومت بيا ولې دغه صدارتي امر جاري کړى دى.

قاضي انور وي او اى ډيوه ته ويلي داسې ښکاري چې حکومت د خپلى خوښى فيصلې اخستو لپاره په اعلى عدالت فشار اچول غواړي ځکه ېې دغه حکمنامه جاري کړې ده .

د پاکستان د سينيټ په نيمايي څوکيو د راتلونکي مارچ مياشت کې انتخابات کيدونکي دي.

د هيواد انتخابي کمېشن هم دغه انتخابات دخفيه ووټونو پځائ د لاس اوچتولو د لارې کولو لپاره ملکي دستور کى بدلون اړين ګرځولى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG