لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عوامي نيشنل ګوند وايي په 22م فرورۍ په ټول ملک کې د بې درکه کسانو دپاره احتجاج کوي


عوامي نيشنل ګوند وايي پرېکړه یې کړې چې په 22م فرورۍ به په ټول ملک کې د بې درکه کسانو دپاره احتجاج کوي، او که دا مسله نه هواريږي دغه لړۍ به غځولی شي.

د عوامي نيشنل ګوند د مرکزي مجلس عامله د غونډې وروسته خبريالانوسره په خبرو کې د ګوند مرکزي مرستیال مشر امير حېدر خان هوتي وويل،

د بې درکه کسانو مسله دې د تل دپاره هواره کړی شي او د دې دپاره که قانون نه وي قانون دې جوړ کړی شي او که په چا تور وي هغوی دې عدالت ته وړاندې کړی شي او بيا دې عدالت د هغه تن د ګناه او بې ګناهۍ فېصله وکړي.

هغه وویل ځينې داسې بې درکه کسان دې چې د هغو هډو هيڅ درک نشته چې هغوی چرته دي. نوموړي وويل د ګوند د بلوچستان صوبې وياند اسد خان اڅکزۍ يې د څو مياشتو راهسې بې درکه دی هډ‌و څخه مالومات يې نشته.

هغه وویل د پښتنو بې درکه کسانو ترڅنګ د بلوڅو بې درکه کسانو خبره هم کوي.

په 22م فرورۍ په ټول ملک کې د بې درکه کسانو دپاره احتجاج کوي او بيا به د حالاتو جاج اخلي او که دا مسله نه هواريږي بيا به مشوره کوي او دا لړۍ به مخ په وړاندې بوځي.

حېدر هوتي دا خبره په داسې حال کې کړې په وروستيو کې په پاکستان کې په زوره د بې درکه کړل شوو کسانو د موندنې سرکاري کمېشن ويلي چې په تيرو نهو کلونو کې په زور د بې درکه کړی شوو کسانو د جملې څخه د تشدد ښکار د 221 کسانو مړي ترلاسه شوي چې پکې د 55 کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.

دکمیشن په وینا دا مهال د پوځ د څارنې لاندې حراستي مرکزونو کې 858 کسان بند دي چې تر ټولو زيات 714 وګړي پکې د خېبر پښتونخوا صوبې دي.

کمېش په خپل رپورټ کې ويلي چې د روان کال په لومړۍ مياشت کې په زور د بې درکه کولو 23 نورې پېښې هم مخې ته راغلي دي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان هم په وروستيو کې ويلي وو حکومت نه غواړي چې څوک هم په زوره بې درکه کړی شي.

په پاکستان کې ړ پښتون ژغورنې غورځنګ او بلوچ مسنګ پرسنز د بې درکه کسانو د مالومولو غوښتنه کوي.

حېدر هوتي وويل، د عوامي نيشنل ګوند دريځ دی چې د افغانستان سوله د افغانستان او پاکستان دواړو دپاره مهمه ده او عوامي نيشنل ګوند خواست کوي د هغو قوتونو نه چا چې دا مذاکرات راجوړ کړي، او د هغو نه هم چې په مذاکراتو کې فريقېن دي چې اول اوربند ضروري دی چې اوربند نه وي خبرې نه شي کاميابېدی.

هغه وويل دافغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد کمی دی د هغې ټوله ګټه مخالفينو ته رسي او مخالفين هغه دي چې په دواړو هېوادونو کې امن نه غواړي.

هوتي زياته کړه د افغانستان سره په پوله دې د چمن څخه د باجوړ پورې په ټولو لارو تجارتي اسانتياوې جوړې شي او نه يواځې د افغانستان بلکې د ټولو ګاونډي هيوادونو سره دې تجارتي اړيکې ښې کړی شي.

د قبايلي ضلعو په اړه نوموړي وويل د تيرې يوې مودې نه په قبايلي سيمو کې بيا ترهګر يو ځای کيږي او يواځې په قبايلي سيمو که نه بلکې په بونېر، سوات او دير کې هم داسې خبرونه دي چې دغلته د تاوان دپاره تښتونو، هدفي وژنو او قلنګ اخستو پېښې کيږي. رياست دې دې پله توجه وکړي.

هغه وويل دا اوس د زغملو نه ده او که د تير په څېر حالت بيا جوړيږي نو د دې ملک به دومره تاوان وشي چې د هغې څوک سوچ هم نه شي کولی.

حېدر هوتي وویل په قبايلي ضلعو کې انتظامي، قانوني او د پرمختيا سره تړلي خنډان موجود دي هغه دې ختم کړی شي او سويلين واک دې ورکړی شي او د سيمې سره کړې وعدې دې پوره کړی شي او قبايلي ضلعو ته دې هغه ګټې ورکړی شي کومې چې په صوبه کې د ورګډېدو سره تړلې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG