لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: د احتجاج وروسته پي ټي اې د انټرنېټ ښه کولو ويلي


وزيرستان انټرنېټ دپاره مظاهره
وزيرستان انټرنېټ دپاره مظاهره

په جنوبي وزيرستان کې د احتجاجي مظاهرې وروسته د پاکستان ټيلي کميونکېشن اتهارټۍ (پي ټي اې) د موبايل کمپنيانو ته لارښوونه کړې چې په علاقه کې د موبايل انټرنېټ سره د براډ بېنډ يا ځمکني انټرنېټ اسانتياوې برابرې کړي.

پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ (10 فرورۍ) د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې ځايي خلکو چې پکې زیاتره زده کوونکي وو په علاقه کې د موبايل او انټرنېټ د اسانتياو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

د احتجاجي پرلت يو ګډون وال خيال وزير وايي نړۍ ډيجيټل شوې يا په انټرنېټ روانه ده خلک کاروبارونه او ټول هرڅه په موبايل او انټرنېټ کوي خو په وزیرستان کې چې تراوسه موبايل او انټرنېټ سروس نشته، نه يواځې د دوی کاروبارونه بلکې د ژوند په ټولو برخو کې شاته پاتې دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په خپله کاروباري تن دی او د کاروبار په ښه کولو کې يې غټ خنډ انټرنېټ دی که علاقې ته انټرنېټ راشي، نه يواځې د دوی کاروبار ته بلکې ټولې علاقې ته به ترې خېر وي.

عمران مخلص نومې تن وايي، په علاقه کې د انټرنېټ د نشتوالي تر ټولو اغېزې په زده کوونکي دي او په ځانګړي د کرونا وبا په وخت د علاقې زده کوونکي د زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل وزیراعظم عمران خان چې په وروستيو کې جنوبي وزيرستان ته ورغلی په خپله يې د انټرنېټ روانولو اعلان کړی خو تراوسه دغلته انټرنېټ روان نه کړی شو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په 20م جنورۍ جنوبي وزيرستان ته ورغلی او اعلان یې کړی وو چې د نن (20م) جنورۍ څخه به په علاقه کې تهري جي - فورجي انټرنېټ روان کړی شي.

د وزيرستان خلک وايي، عمران خان چې وزيراعظم شوی وو په قبايلي علاقو کې يې د تهري جي فور جي خبره کړې وه او دوه کاله وړاندې چې هغه په خپله د واڼه سفر کړی وو د تهري جي فور جي روانولو يې ويلي وو خو په علاقه کې تراوسه پورې تهري جي – فور جي روان نه کړی شو.

رجب اورکزی چې د موبايل ټاورو انسټال کولو يا ستنو لګولو کار پوهه دی، وايي په قبايلي ضلعو کې چې په تيرو دوه/ درېو کلونو کې کومې ټاورې يا ستنې لګول شوي هغه ټولې د دې جوګه دي چې تهري جي ـ فور جي انټرنېټ ورکړي او په وزيرستان کې اوس هم کله کله تهري جي انټرنېټ روان شي خو نوموړی وايي د هغه په نظر په بشپړ ډول د تهري جي ـ فور جي انټرنېټ نه روانېدل تکنيکي نه بلکې انتظامي يا د اجازې ستونزه لري.

پي ټي اې ویلي په جنوبي وزیرستان کې يې د انټرنېټ د اسانتيا برابرولو دپاره سروی شوې او اړونده موبايل کمپنيانو ته يې د انټرنېټ ښه کولو لار ښوونه کړې چې د وزیراعظم د هدایاتو ترمخه دې انټرنېټ سروس سم کړی شي.

پي ټي اې هيله څرګنده کړې چې د څلورو اوونيو پورې به په علاقه کې د انټرنېټ ستونزه هواره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG