لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دلادرکه کسانو دموندنې دکمیشن د رویې په ضد اسلام اباد کې احتجاج شوی


پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه شوؤ بلوڅانو کورونیو تور لګولی چې د لادرکه تنانو د موندنې لپاره دجوړ کمېشن چلند د هغوئ سره مناسب نه دی او نه دغه کمېشن د ورکو خلکو په موندنه کې سنجيده دي ځکه چې هغه هم د اسټبلشمنټ په ژبه غږېږي.

د زيارت په ورځ پایه تخت اسلام اباد کې د مطبوعاتو دکلب مخې د لا درکه بلوڅانو د کورنیو غړو کېمپ لګولی او دخپلو لادرکه شوؤ خلکو انځورونه یې په لاسونو کې پورته کړي وؤ.

د دوئ په دغه احتجاجي ناسته کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان خان کاکړ او د شمالي وزیرستان څخـه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم ګډون کړی.

کال 2009 کې د لادرکه شوي ډاکټر دين محمد بلوڅ لور سيمي دين ډيوه ته وايي بلوچستان کې د لادرکه خلکو د موندنې لپاره دجوړ کمېشن چلند او کارکردګي ډاډمنه نه ده نوځکه دوئ دلته راغلي دي.

هغې ویلي تېره اوونۍ د اوریدنې په مهال کمېشن دوئ ته وېلي وؤ چې بيا باید کمېشن ته رانه شي.


هغې پوښتنې وکړه چې" ایا مونږ ددې هیواد وګړي نه يو؟"

همدا راز داحتجاج یوه بله ګډون واله د لادرکه شبير بلوڅ خور سيما بلوچ ډيوه ته وايي د ورور د موندنې لپاره یې دعدالت او کمیشن دروازې ټکولې دى خو هېڅ درک یې نه دی لګېدلې.

هفه وایي مخکې موده کې د کمیشن سماعت ته ورغلې وه او د کمیشن نه یې پوښتلي وؤ چې ورور یې ولې مالوم نه شو؟ خو د کمیشن جج ورته وویل که زنانه نه وه نو په ديکو به یې ویستلې وه.

په داحتجاجي کیمپ دبرخه والو لخوا په جاري شوې اعلامیه کې دپاکستان وزيراعظم عمران خان ته خواست شوی چې د لادرکه تنانو د راخوشې کولو لړۍ دې په خپله پېل کړي او کمېش ته دې ووايي چي د لادرکه تنانو د کورونو د غړو دریځ دې د انساني خواخوږۍ په اساس واوري.

د لا درکه تنانو د موندنې لپاره جوړ کمیشن د لادرکه بلوڅانو د کورونیو تورونو ته په سملاسي ډول کوم غبرګون نه دې ویلی.

د لا درکه بلوڅانو په احتجاج کې ناست د پښتنوخوا ملي عوامي پارټۍ سنېټر عثمان خان کاکړ ډيوه ته وايي کمیشن خپل کار کې په بشپړه توګه پاتې راغلی او باید د کمیشن مشر يو داسې تن وټاکل شي چې د خپل سر او مفادو پرواه نه لري.

هغه وايي د لادرکه خلکو کشاله به هله هوارېږي چې ددې لپاره يو تکړه تن مشر جوړ کړی شى.

پاکستان کې په جبري توګه دلا درکه کسانو کورنۍ اؤ دبشري حقونو سازمانونه تور لګوي چې زیاتره لادرکه کسان پوځ اؤ استخباراتي شبکو پورته کړي خو پوځ دا تورونه ردوي اؤ وایي هغوئ څوک په ناقانونه ډول نه پورته کوي.

پوځ دا هم وایي چې کیدای شي یو شمیر لادرکه خلک د جنګیالیو ډلو لیکو ته ورګډ شوي اؤ په جګړو کې وژل شوي وي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG