لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې شخصي څانګې ته دکرونا ضد ویکسین ترلاسه کولو اجازه،خو نرخ یې نه دی ټاکل شوی


دپاکستان مرکزى حکومت د هیواد شخصي څانګې ته د کرونا وایرس دمخنیوي د ویکسينو د درامد کولو اجازه ورکړې ده خو په مقامى مارکېټ کې یې ددې د خرڅولو لپاره نرخ نه دی ټاکلی.

د روغتیایي چارو پوهان وايي باید چې حکومت ددې ویکسین د نرخ يو حد وټاکي ځکه چې خلاص مارکیټ کې ددې څخه د ناسمې ګټې پورته کیدو اندېښنې شته.

د روغتیایي چارو د پاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون فیصل سلطان نړیوال خبري اژانس رائټرز ته دکابېنې ددې پرېکړې پخلی کړی اؤ وایي چې شخصي څانګه دا ویکسین دبهر نه راغوښتی شي.

د درملو دچارو دولتي ادارې (پاکستان ډرګ ریګولیټري اتهارټي) په اړه پوښتنو ته کوم جواب نه دی ویلی.

د ۲۲ کروړه ابادۍ لرونکي هیواد پاکستان تر دې ساعته دکرونا ضد ویکسین بشپړ ه شمیره نه ده ترلاسه کړې اؤ چین دې هیواد ته د کرونا ضد ویکسین یوازې پینځه لکه خوراکونه د ډالۍ په توګه ورکړي دي.

دچین څخه ترلاسه شوي دا ویکسین په لمړي پړاؤ کې د صحت هاغو مامورینو ته ورکول کیږي چې په دکرونا وایرس مخنیوي دپاره په وړومبيو لیکو کې فعالیت کوي.

فیصل سلطان وایي حکومت پلان جوړوي چې د هیواد ټولې ابادۍ ته د کرونا ضد ویکسین ویړیا ورکړي خو زیاتوي خلک کولی شي چې دا ویکسین په پیسو د شخصي څانګې څخه هم ترلاسه کړي.

هغه وایي کله چې دا ویکسین شخصي څانګې ته راشي نو بیا به ددې نرخ پخپله ښکاره شي.

پاکستان کې د کرونا وایرس له امله تر اوسه د پینځوؤ لکو نه زیات کسان اغیزمن شوي اؤ د ۱۲ؤ زرو نه زیات ناروغان ددې وباء له امله مړه شوي هم دي.

دخیبر پښتونخوا د صوابۍ په ګجو خان میډیکل کالج کې اسسټننټ پروفیسر ضیاء الحق اپریدي وي او ای ډیوه ته ویلي باید چې دا ویکسین شخصي څانګې ته ترلاسه شي ولې چې حکومت پخپله ټولې ابادۍ ته دا ویکسین ویړیا نه شي رسولی.

هغه ویلي دا احتمال هم شته چې خلک دا ویکسین جمع کړي اؤ بیا یې په نورو خلکو په بلیک یا عام مارکیټ کې وپلوري.

داسلام اباد په شفاء هسپتال کې د کرونا ضد ویکسین د ازموئنې مشري کوونکی ډاکټر اعجاز خان وي او ای ډیوه ته ویلي چې باید حکومت خپلې دې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.

هغه وایي که حکومت ددې ویکسین د نرخ یو حد ټاکلی ؤ نو دا به غوره وه ولې چې درامد کوونکي په مارکیټ کې ددې نه غلطه ګټه پورته کولی شي

سرکاري اسناد وایي چې تر اوسه دکرونا وایرس دمخنیوي د ویکسنو درامدي نرخ نه دی معلوم شوی اؤ دا به ممکن نه وي چې د ویکسینو لږ تر لږه نرخ د اوس نه وټاکل شي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG