لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د تورخم پوله اوونۍ کې شپږ ورځې دخلکو تګ راتګ دپاره خلاصه کړه


د پاکستان دکورنیو چارو وزارت امر کړی چې د تورخم پوله دې د عامو خلکو تګ راتګ د پاره په سمدستی توګه په اوونۍ کې شپږ ورځې خلاصه وساتل شی.

تر دې وړاندې دا پوله دخلکو تګ راتګ دپاره اوونۍ کې دڅلور ورځو دپاره پرانستل کېده اؤ په دې څلورو ورځو کې به هره ورځ د شپږو نه واخله تر اووه زرؤ کسانو د پاکستان اؤ افغانستان تر مینځه خپل تګ راتګ کولو.

دپولې دواړه غاړو ته میشت ولسونه هېله څرګندوي چې په اوونۍ شپږ ورځې دپولې خلاصیدو سره به د دواړه ګاونډي هیوادونو تر مینځه سفري اسانتیاوې راشي اؤ د سفر کوؤنکو تنانو شمیره به هم سیوا شي.

د افغانستان دولت اؤ افغان اولس د ډیرې مودې راهسې د پاکستان نه غوښتنې کولې چې بايد په تورخم او نورو ګډو پولو دې د دواړو هیوادونو خلکو ته سفري اسانتیاوې ورکړی شي.

پاکستان په کال ۲۰۱۶م کښي د افغانانو د پاره د ویزې شرط لازمی کړی ؤ اؤ بیا یې یې تیر کال په نړیواله کچه د کرونا وایرس خوریدو له امله د مارچ په میاشت کښې د افغانستان سره خپلې پولې تړې وې چې له امله یې د پولې دواړو خواؤ ته د زرګونو په شمیره کښې خلک دتګ راتګ نه پاتې شوي وؤ.

د کرونا وایرس ځپلو کسانو په شمیره کښې دیو څه کمی راتلو وروسته پاکستان په محدوده کچه پخپل هیواد کې را ایسار شوؤ افغانانو له په اوونۍ کښي یوازې د خالي په ورځ خپل هیواد ته د تلو اجازه ورکړې وه خو د افغانستان له اړخه به چا ته پاکستان ته د راتلو اجازه نه ورکړل کیده.

ددغه لړۍ له مخې شاوخوا د درېوؤ میاشتو په موده کښې د زرګونو په شمیره کښې د افغانانو خپل وطن ته له بېرته تګ وروسته پاکستان یو ځل بیا د افغان حکومت په غوښتنه په اوونۍ کې څلورو ورځو دپاره په پوله خلکو ته دتګ راتګ اجازه ورکړې وه.

په تورخم کښي موجود د ایمیګریشن محکمې دچارواکو په وینا تر دغې دمه به د ورځې په کچه اوسطا" شپږو نه واخله تر اووه زرو کسانو د پولې دواړه غاړو ته سفر کولو او د پاکستان اړخ ته د اتوار د ورځې د رخصتۍ له امله به د خالی په ورځ دغه شمیره تر لسو زرو هم اضافه کیده.

دپاکستان له اړخه اوونۍ کې شپږ ورځې دپولې خلاصولو داعلان په هکله د افغانستان دننګرهار ولایت دکوټ اولسوالي یو ځوان تاجر انصاف وي‌ اوی ای ډيوه ته وویل هغه خوشحاله دی چې په اوونۍ کښې ورته پاکستان ته دراتګ او بېرته خپل هیواد ته دتګ دپاره دوه نورې ورځې اضافه شوې.

هغه وویل چې ددې ګام سره به دسفري اسانتیاؤ تر څنګ دوه اړخیزه تجارت هم نوره وده ومومي.

د تورخم په پوله اوونۍ کې یوازې څلور ورځې د پیدل کسانو اوښتو را اوښتو سره به زیات تره وخت دغلته د تجارتي ګاډو هم ډیر رش جوړیدو چې له امله یې ټرانسپورټران په پوله اوښتو کې د ستونزو سره مخ وؤ .

خو د ننګرهار ولایت سره تړاؤ لرونکی دلارۍ یو ډرائيور محمد رفیق وائي چي اوس به هغوی هم ددغه مشکل نه خلاص شی اؤ د تورخم په پوله به بې ځایه نه شې ایسارولی.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG