لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ وکیلان: د مواخذې په مقدمه کې دلیلونه به په یوه ورځ کې وړاندې کړو


واشنګټن ـــ‌ د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ وکیلان وايي د سېنټ په وړاندې د ټرمپ د مواخذې په مقدمه کې ورته د دلیلونو ورکولو لپاره صرف یوه ورځ‌ پکار ده.

د ډانلډ ټرمپ وکیلان نن د جمعې په ورځ د نوموړي د مواخذې په مقدمه کې خپل دلیلونه وړاندې کوي خو ډانلډ‌ ټرمپ پخپله په دغه مقدمه کې د برخه اخیستو نه انکار کړی.

د ډانلډ ټرمپ وکیلانو د دلیلونو وړاندې کولو نه مخکې د نمایندګانو اېوان سره تعلق لرونکو د ډېموکرېټک پارټۍ وکیلانو د تېرو دوه ورځو راهیسې د خپلو دلیلونو د وړاندې کولو په وخت ویلي چې ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په 6مه پایه تخت واشنګټن ډي‌- سي کې د احتجاج لپاره راغلي خپل مرستیالان د کانګریس په ودانۍ د حملې کولو لپاره راپارولي‌ وو کوم وخت چې دغلته د 2020م کال د صدارتي ‌انتخاباتو د نتیجو تصدیق کولو لپاره د کانګرېس غړو خپلې رایې ورکولې.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ ‌د ریپبلیکن پارټۍ درې سېنېټرانو، لېنډسي ګراهم، ټېډ کروز او مایک لي د ډانلډ ټرمپ وکیلانو سره لیدلي دي.

د امریکې سي اېن اېن خبري ‌ادارې د یو رپورټ‌ ترمخه د ډانلډ ټرمپ یو وکیل، ډېوډ شون وېلي د کانګرېس دغو غړو دا یقیني کول غوښتل چې د ټرمپ وکیلان د جمعې په ورځ‌ د خپلو دلیلونو وړاندې کولو نه مخکې ددې عمل نه په صحیح طریقه خبر وي.

د ټرمپ‌ مواخذه کوونکو وکیلانو د زیارت- پنجشنبې په ورځ د خپلو دلیلونو د وړاندې کولو په وخت ویلي، ددې ښکاره او ډېر زیات شهادتونه موجود دي چې ډانلډ‌ ټرمپ تېره میاشت د کانګرېس په ودانۍ د حملې کولو لپاره خلک راپارولي‌ وو چې په کانګرېس کې د جوبایډن د صدارت د تصدیق کولو د عمل مخه ونیسي، چې د تېر کال د نومبر په میاشت کې شوو صدارتي ‌انتخاباتو کې یې ډانلډ ټرمپ‌ ته ماتې ورکړې وه.

په خپلو آخري دلیلونو کې د مېريلېنډ ریاست سره تعلق لرونکي د کانګرس غړي جېمي راسکن د سېنټ د 100 غړو اېوان ته ویلي چې هغوی‌ دې د خپل عقل نه کار واخلي چې په دغه ورځ‌ د کانګرس په ودانۍ کې څه شوي وو.

راسکن‌ ویلي دا یو بنیادي‌ اصل دی چې د امریکې په جمهوریت کې یو تن هم خلک د بدنظمۍ لپاره نه شي راپارولای خو نوموړي زیاته کړې چې پخواني صدر خپلو په سلګونو مرستیالانو باندې غږ کړی وو چې د جنورۍ په شپږمه د کانګرس اړخ ته په احتجاج ورشي کله چې قهرجنو مظاهره چیانو د کانګرس په ودانۍ حمله وکړه، د کمرو یو شمېر شیشي یې ماتې کړې، د کانګرس د غړو په دفترونو کې دننه یې سامانونه راوغورځول او د پولیس سره یې لاسونه واچول.

راسکن زیاته کړې ډانلډ ټرمپ د احتجاج ختمولو لپاره تر دوو ګنټو پورې هېڅ ګام نه وو پورته کړی چې پکې د یو پولیس افسر په شمول پینځه کسان وژل شوي.

د امریکې په نمایندګانو اېوان کې د ډېموکرېټک پارټۍ سره تعلق لرونکي جېمي راسکن او اتو نورو وکیلانو په تېرو دوو ورځو کې د 12 ګنټو پورې د ډانلډ ټرمپ خلاف دلیلونه وړاندې کړي.

وکیلانو د شپږم جنورۍ تر احتجاجونو وړاندې په ټوېټر باندې د ډانلډ ټرمپ هغه پېغامونه ښودلي چې پکې نوموړي ویلي، صدارتي انتخابات یې ځکه بایللي چې په انتخاباتو کې ورسره ټګي شوې.

د مواخذې وکیلانو د سېنټ غړو ته هغه ویډیوګانې هم ښودلي چې مظاهره چیان د کانګرس په ودانۍ حمله کوي او ځنې پکې چغې وهي چې نایب صدر مایک پېنس تېزندي ‌کړئ، چې د ټرمپ ددې غوښتنې نه یې انکار کړی وو چې د جوبایډن د صدارت د تصدیق کولو د عمل مخه ونیسي.

د مواخدې وکیلانو ویلي که چېرې ډانلډ‌ ټرمپ په دغه مقدمه کې بري کړی شو نو دا به د 2024م کال په صدارتي‌ انتخاباتو کې په ممکنه توګه د ډانلډ‌ ټرمپ د بیا برخې اخیستو په وخت نور زیات اړی ګړی پېښ کړي.

تر اوسه پورې داسې امکان نه ښکاري ‌چې په سېنټ کې د ریپبلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکي زیات سېنېټران به د ډانلډ ټرمپ خلاف رایې ورکړي او امکان دی چې هغه د مواخذې په مقدمه کې بري‌ کړی شي.

په سېنېټ کې د صدر د مواخذه کولو لپاره په درې کې دوه برخې اکثریت پکار دی چرته چې د100 څوکیو په اېوان کې ډېموکرېټک او ریپبلېکن پارټۍ برابرې څوکۍ لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG