لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رېډیو نړيواله ورځ:  "رېډيو د قبایلي سيمو پښتانه د تيارو نه را ويستي"


د رېډيو په نړيواله ورځ پښتانه پوهان، سياستوال او عام خلک وايي، "پښتنې ټولنې ته اوس هم د رېډيو ټولنه ويل کيږي"، رېډيو " پښتون افغان ملت ته ډېر څه ورکړي د علم پوهې او د ژوند په ټولو اړخونو يې خبر کړي دي، او رېډيو په ځانګړي ډول "د قبايلي سيمو پښتانه د تيارو نه راويستي دي".

د ريډيو د نړيوالې ورځې په اړه د پېښور پوهنتنون د جرنلزم د څانګې استاز (اسټنټ پروفېسر) بخت زمان وايي، هر څو که ټېکنالوجۍ ډېر پرمختګ کړی دی د مالوماتو خورېدو نوې سرچینې راغلي دي، ټيلي ويژن راغلی او ټولنيزې رسنۍ راغلي دي خو د رېډيو اهميت نه دی ختم شوی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دا ځل چې د رېډيو د نړيوالې ورځې دپاره درې مهم خيالات وړاندې کړی شوي دي، يو دا چې نړۍ بدلیږي نو رېډيو هم ورسره د ارتقايي عمل نه تيريږي خپل اهميت یې په خپل ځای ساتلی دی، دوېمه دا چې که نړۍ بدليږي نو رېډيو هم د نوو خیالاتو سره راځي او درېمه دا چې هر څو که نړۍ بدلیږي خو د رېډيو د لارې ولس د يو بل تړل کيږي او که رېډيو اهم نه وو نه نو په نړيواله کچه د رېډيو شمېرې به نه سېوا کېداې".

بخت زمان چې دا وخت په اېف اېم او د ټولنې په رېډيو (پي اېچ ډي) هم کوي وايي، "په ځانګړي ډول د پښتنو په سیمه رېډيو ته اوس هم رېډيو ټولنه ويل کيږي ځکه چې رېډيو دوی ته په ساده ژبه کې مالومات ور رسوي، او دغه رنګ ورسره د ټولنې په کچه رېډيو هم په دې کې مهم کردار ادا کوي".

هغه وويل "د پښتنو په کلي والو علاقو کې بيا رېډيو اوس هم د ابلاع يا د خبرونو موثره لاره ده".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکتر رضا محمد رضا وايي، په وسنيو وختونو کې چې کله په افغانستان کې انقلاب راغلی دی، نو په دې کې رېډيو تر ټولو لويه وسیله ګرځېدلې ده په دې کې بيا قسماقسم رېډيوګان راپېدا شوي دي، په دې کې د افغانستان د خلکو په حق کې هم او د دوی خلاف هم د رېډيو رول موثر پاتې شوی دی.

"دا وخت کې رېډيو د پښتون افغان ولسونو دپاره د دې مثبت اثرات تر هر څه ډېر دي مونږ خلک چې اخبار نه لري او محدود ټيلي ويژن چېنلې لري چې هغه کم د پښتنو په ګټه استعماليږي نور چا جوړ کړي دي د هغو په ګټه استعماليږي، رېډيو پښتون افغان ملت ته ډېر څه ورکړي د علم پوهې او د ژوند په ټولو اړخونو يې خبر کړي دي".

د مومندو د غلنۍ تحصيل 60 کلن رسول خان وايي د 24 کالو راهسې رېډيو اوري وايي رېډيو پښتنو ته ډېره ګټه ورسوله.

د رېډيو سره "ډېره پوهه راغلې ده مونږ په توره تياره کې وو کالا قانون وو د رېډيو د برکته هغه قانون هم لرې شو (40 اېف سي ار)، بچی بچی په خپلو حقونو پوهه شو، تعليم يافته او بې تعليمه ټول پوهه شو."

د رېډيو رول

بخت زمان وايي، د بده مرغه د پاکستان او پښتونخوا په کچه چې کوم رېډيو سټېشنې جوړې دي او دوی ته په کوم بنياد لايسنسونه ورکړی شوي دي دوی ډېر پام کمرشل يا ګټې وټې ته کړی دی پکار ده چې د ټولنې رېډيو په ځانګړي ډول ځان د کمرشل يا ګټې وټې نه په ډډوه وساتي دلته لږ کمی ليدل کیږي.

نړېوال رېډيوګان خپل کار تر څه حده پورې په ښه توګه کوي خو کله کله داسې خبرې راشي چې هغه په پاکستان يا په پېښور کې نه شي کېدی او هغه خبرې د بهر نه کيږي نو هغه بيا دلته د قاعدې، قانون او اخلاقو يا ټولنيزو بندېزونو نه ووځي نو که دغه خبرې په چوکاټ دننه وي نو د دغو ریډيوګانو قبوليت به يې ښه وي.

رضا محمد رضا وايي د رېډيو مثبت رول د چا هم نه پټ نه دی خو په دې کې بيا ځينې شخصي يا اېف اېم ريډيوګان په افغانستان کې هم د پردو ګټو دپاره کارول شوی او په پاکستان کې هم ، نوموړی یې په پاکستان کې د سوات مثال ورکوي چې هلته د شريعت په نوم پاڅون وشو او يو وحشي دوره يې راپېدا کړه دغلته بيا رېډيوګانو منفي رول ادا کړی دی.

د مومندو رسول خان وايي، خلک د خپلې خوښې خبرې کوي په چا به ځينې خبرې ښې لګي په چا بدې، او په رېډيو بدې خبرې نه کیږي خو شخصي ګټې ترلاسه کوونکي او تنګ نظري ورته بد وايي.

نوموړی وايي بايد په پښتنه سيمه رېډيوګان په ځانګړي ډول د تعليم د خورېدو، د حقونو او د ټولنې د ګټې په موضوعاتو ډېر بحثونه او پوهه خوره کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG