لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګڼو پښتنو سندر غاړو د مئېنانو ورځې"ویلنټائن ډی "ته سندرې تیارې کړي


په ګرده نړۍ کې سبا په ۱۴مه فرورۍ مینه کوونکي خلک د” ویلنټائن ډی” په نوم دمېنې ورځ نمانځي اؤ ګڼ شمیر پښتنو سندرغاړو دې ورځې ته نوې سندرې تیارې کړې دي.

د ویلنټائن ډی په مناسبت د وتلي سندرغاړی کرن خان نوې سندره د” لالیه” په نوم یوه ورځ مخکې ریلیز شوې چې په ټولنیزو رسنیو زرګونو خلکو کتلې اؤ خوښه کړې ده اؤ سندرغاړې ګل پاڼه وایي د “عیش کوه “په نوم به دهغې سندره په ۱۴مه فرورۍ دهغې دیوټيوب چینل څخه خپره شي.

سندرغاړو بلال سعید، اظهر خان ، ارشاد خان اؤ یو شمیر نورو هم د مینې ورځې په مناسبت سندرې ریکارډ کړې چې ځینې پکې نن اؤ ځینې سبا مارکیټ ته را اوځي.

دکرن خان اؤ ګل پاڼې سندرې

دپښتو مشهور سندرغاړي کرن خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي هغه تیر کال هم په ویلنټائن دی خپله سندره ریلیز کړې وه اؤ سږکال یې بیا ددغه ورځې په مناسبت د مینې یوه سندره خپلو مینه والو ته وړاندې کړه.

کرن خان وایي د وتلي شاعر ممتاز اورکزئ دا کلام یې مینه والو په سمدستي توګه پخپلو خوښیو بدرګه کړی اؤ هغه هېله لري چې د نورو سندرو په څېر به یې دا سندره هم یو ښه مقام ومومي.

سندرغاړې ګل پاڼه بیا وایي چې په ویلنټائن ډی به دهغې نوې سندره سبا داتوار په ورځ دخپل یوټیوب چینل دلارې خپروي خو هغه وایي په لکونو مینه والو یې ورته د ټولنیزو رسنیو دلارې ددې سندرې زر اوریدو ته لیوالتیا ښودلې ده.

ډیوه سره خبرو کې ګل پاڼې وویل دهغې سندره “عیش کوه “ کې شاعري د ویلنټائن ډی په حوالې سره نه ده خو دا ورځ مئینانو ته منسوب ده اؤ دهغې سندره هم د مینې په موضوع ده نو ځکه یې په دې ورځ دسندرې د ریلیز کولو تابیا کړې ده.

سندر غاړی کرن خان بیا دا هم مني چې “په پښتنه ټولنه کې یو شمیر خلک داسې هم شته چې هغوئ د ویلنټائن ډی نمانځلو سره مخالفتونه ښایي خو هغه وایي دا ورځ دمینې په نوم نمانځل کیږي اؤ د مینې ورځې په پښتنو کې نورې هم ډیرې شي ،بلکې هره ورځ دې د مینې په نوم وي اؤ نفرتونه اؤ کرکې دې نه وي”

کرن زیاتوي هغه تیرکال هم په ددې ورځې په مناسبت خپله سندره خپره کړې وه اؤ سږکال خوښ دی چې ګڼ شمیر نورو هنرمندانو هم دې ورځې ته خپلې سندرې تیارې کړي.

دمینې ورځې دې ډیرې شي

کرن خان وایي پښتانه جنګونو اؤ کرکو ځپلې دي اؤ‌ په ژوند کې یې دخوشحالیو ډیرې کمې موقعې دي نو ځکه هغه هڅه کوي چې دخپلو مینه والو دخوشحالۍ په خاطر په هره ځانګړې موقعه نوې سندرې تیارې کړي.

هغه زیاتوي چې له دې وروسته نوروز راروان دی اؤ په نوروز به یې هم نوې سندره مخې ته راشي.

سندرغاړې ګل پاڼې ډیوه ته وویل د کرونا وایرس د وبا له امله دتیر یو کال راهسې د هنرمندانو هنري فعالیتونه په ټپه ولاړ وؤ اؤ دا دخوشحالۍ خبره ده چې اوس په ویلنټائن ډی د هنرمندانو نوې سندرې مخې ته راځي.

هغه وایي د ماذیګر په نوم د سندریز البم نه وروسته د هغې نورې سندرې اؤ ټپې هم مخې ته راغلي چې دهغې مینه والو خوښې کړي دي خو هېله لري چې دا نوې سندره به یې خلک زیاته خوښه کړي.

په ګرده نړۍ کې ۱۴مه فروري مئینان د ویلنټائن ډی په نوم نمانځي خو دتیرو څو کلونو راپدیخوا په پاکستان اؤ افغانستان کې یو پیغلې اؤ‌ ځوانان ددې ورځې په نمانځلو کې فعاله لیدل کیږي اؤ په ټولنیزو رسینو دمینې ډک پوسټونه،پېغامونه انځورونه اؤ ویډګانې خپروي.

کال ۲۰۱۷م کې دپاکستان د اسلام اباد هائیکورټ د ویلنټائن د ورځې په نمانځلو بندیز لګولی ؤ چې دمحکمې په دغه پریکړه مدني فعالانو سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ اؤ پوښتننه یې راولاړه کړې وه چې دمینې په ځائ پاکستان کې دکرکو او نفرتونو په خورولو ولې بندیز نه لګول کیږي؟

د ویلنټائن په نوم د مینې د ورځې نمانځل څنګه پیل شول؟

په دې اړوند بیلابیلې خبرې مشهورې دي ، ځینې خلک دې ته د رومیانو رسم وایي اؤ دبیلابیلو دلیلونو له مخې وایي چې ددې رسم نمانځنه شاوخوا ۱۷۰۰ کاله مخکې پیل شوې وه.

د روم خلک ۱۴مه فروري د” یونو دیوي “له امله مقدسه ګڼي،

په روم کې زیاتره خلک په یونو دیوي د ښځو اؤ ودونو،ښادو دپاره مرادونه نیسي

ځینې خلک وایي چې وینلټائن د یو پادري نوم ؤ چې په پټه به یې دخلکو ودونه کول اؤ کله چې د وخت بادشاه ته دا خبره ورسیدله نو هغه ویلنټائن په زندان کې واچولو چې دهغې راپدیخوا ۱۴مه فروري د ویلنټائن د ورځې په نوم مشهوره شوه.

یوه طبقه خلک بیا دې ورځې ته د “رومن سینټ ویلنټائن “سره نسبت ورکوي څوک چې دمذهب نه بدلولو په جرم لمړی زندان ته اچول شوی اؤ بیا په دار خیژول شوی ؤ.

په روایتونو کې راغلي چې د بند په مهال ویلنټائن د بندي خانې دمشر په لور مئین شوی ؤ اؤ په دار له ختلو وړاندې هغه دخپلې مینې په نوم یو لیک پرېښودی ؤ چې ددغه لیک په پائ کې یې دبندي خانې دمشر لور ته لیکلي وؤ “ستا ویلنټائن” اؤ له دې وروسته بیا هر کال په ۱۴مه فرورۍ د ویلنټائن ورځې نمانځل پیل شول.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG