لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وفاق المدارس د وقف املاک قانون په ضد دپارلیمان مخې ته داحتجاج ګواښ کړی


پاکستان کې مذهبي دانشورانو او دديني مدرسو دتعليمي بورډونو ادارې وفاق المدارس استازو د فناننشل ایکشن ټاسک فورس د سپارښتنو په رنا کې جوړ کړل شوی د زمکو اؤ ودانیو د وقف قانون 2020 رد کړی او په حکومت یې غږ کړی چې دغه قانون دې ختم کړي ګني د مارچ میاشتې وړومبۍ نېټې څخه به په احتجاج لاس پورې کړي.

د هېواد دديني مدرسو د استازو لخوا د وقف املاک کال 2020م د قانون پرضد د احتجاج دا ګواښ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د اېف ای ټي اېف غونډه د فرورۍ د 22 نېټې څخه پېل کېږي .

په دغه غونډه کې پرېکړه کولی شي چې دپاکستان نوم د خړ نوملړ څخه وویستل شي که نه په همدغه نوملړ کې پځائ وساتل شي.

څېړونکي وايي له دغه قانون مخکې د هېواد مدرسې او جوماته د حکومتي څارنې لاندې نه وؤ او زياتوي که په دې قانون سم عمل وشو نو رياست به مضبوط او د ملیانو ځورواکي به کمزورې شي.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه دوئ خبرداری ورکړی که حکومت دغه قانون منسوخ نه کړو او غوښتنې یې ونه منل شوې نو دمارچ وړومبۍ نېټې نه به د پارليمان مخکې احتجاجي ناسته پېل کړي.

د ديني مدرسو د پينځوؤ تعليمي بورډونو ادارې وفاق المدارس استازو د نوى تعليمي بورډ جوړولو په حکومتي ګام ټکونه کړي او تور یې لګولی چې ددې مقصد د هېواد د ديني مدرسو او په هغې کې د زده کړو ترلاسه کوونکو په خپل قابو کې راوستل دي.

دا معامله تېر ماښام پنډۍ ښار کې دجمعيت علما اسلام ف ډلې د پنجاب امیر عتیق الرحمن،د پنجاب د وفاق المدارس ناظم قاضي عبدالرشید او نورو په ګډ خبري کانفرنس کې راپورته کړې ده.

هغوئ ویلي چې د بېلابېلو مکاتب فکر عالمانو، مذهبي مشرانو او د ديني مدرسو د پنځوؤ تعليمي بورډونو استازو د وقف املاک کال 2020م قانون او د مدرسو لپاره دنوي تعليمي بوړډ د تشکیل پرضد داحتجاج شريکه تګلاره هم ترتیب کړې ده.

دپاکستان مرکزى حکومت غواړي چې د اېف ای ټي اېف د سپارښتنو لاندې د هېواد مذهبي مدرسې په مرکزي ځاندره کې راولي او هم ددې لپاره یې د تعليم د مرکزى وزارت سره د مدرسو د اندراج عمل شروع کړی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي تر دې دمه د هېواد د درېوؤ زرو مدرسو نه يوازې 295 مدرسو د اندراج اسناد جمع کړي دي.

ښکاره دې وى چې د اېف اې ټي اېف په سپارښتنو د غور وروسته مرکزي حکومت تېر کال د وقف املاک قانون منظور کړې وو چې د مدرسو د اندراج او د هغوى په پانګو د نظر ساتلو اختيار د ضلعو په کچه ډپټي کمشنرانو ته ورکړې وو.

په پاکستان کې دا وړومبی ځل نه دې چې مذهبي عناصر د رياستي فېصلو پرضد د احتجاج ګواښ کوي له دې مخکې د پاکستان مرکزى حکومت د سخت دریځه ډلې تحريک لبېک پاکستان سره د لوظنامې لاندې د فرانس سفير د هېواد څخـه د ویستلو لوظ کړی او وزیر اعظم عمران خان وايي دا معامله به دپارلیمان مخې ته ږدي.

وتلې خبريال او د هېواد د تند روه مذهبي ډلو په فعاليتونو نظر لرونکی څېړنکار اعزاز سعيد وايي که د وقف املاک په قانون سم عمل وشو نو دا به رياست مضبوط او د ملایانو ځورواکي کمزورې کړي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړی وايي له دې قانون مخکې مدرسې او جوماتونه د حکومت د انتظام او څار لاندې نه وؤ.

هغه زیاتوي ددې قانون لاندې دهرې ضلعې ډپټي کمشنر ته دهرې مدرسې د پانګو کتلو اختيار ورکړی شوی او که چېرې هغه د يوې مدرسې معاملات او پانګې مشکوک کڼي نو په سرکاري ولکه کې یې اخستې شي.

که څه هم دا قانون لا پايه تخت اسلام اباد پورې محدود دی خو سرچينې وايي په هم داسې قانون په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې هم کار روان دی.

د ډيوه سره خپل عکس العمل کې په خېبر پښتونخوا کې د وفاق المدارس ویاند مفتي سراج الحسن وايي مدرسې په اندراج اعتراض نه لري خو وايي چې مدرسې په خپل نصاب او نورو چارو کې د حکومت شرایط نه مني.

هغه واي دې کې غټه خبره داده چې قانون کې يو سړي ته ټول اختيار ورکړی شوی او د اوقافو وزیر یا منظم چې کله هم وغواړي مدرسه او جومات بندولې شي.

هغه واي دې قانون کې زيات څيزونه د شريعت پرضد هم دي او پکار وه چې حکومت دا مسوده له منظوریدو مخکې اسلامي نظریاتي کونسل ته لېږلې وی.

د هېواد د مدرسو استازو د وقف املاک قانون پرضد د احتجاج دا ګواښ په داسې حال کې کړی چې د اېف ای ټي اېف غونډه د 22 نه تر 25 فرورۍ کېدونکې ده.

ایف ای ټي ایف د ترهګرو ډلو دمالي سرچینو وچولو په لړ کې په غوره ګامونو نه اخستو دپاکستان نوم دتیر کال راهسې خړ فهرست ته اچولی اؤ پاکستان ته یې دې فهرست نه د وتلو دپاره په ۲۷نکاتو دعمل کولو سپارښتنه کړې ده.

پاکستاني چارواکي د ایف ای ټي ایف لخوا ورکړل شوي زیاتره نکات یې عملي کړي اؤ هېله لري چې راتلونکې غونډه کې به دپاکستان نوم د خړ فهرست څخه وویستل شي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG