لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د واڼه بازار نن په درېمه ورځ هم تړلی پروت دی


د جنوبي وزیرستان مرکزي بازار واڼه نن په درېمه ورځ هم تړلی پروت دی، د اتوار په ورځ ناوخته د واڼه په بايي پاس سړک په پوځي کاروان د بريد وروسته بازار تړل شوی وو.

د سيمې څخه يو ځايي خبريال وي او اې ډيوه ته ويلي بازار نن د شورو/چارشنبې په ورځ (17 فرورۍ) هم تړلی پروت دی، بازار ته تلونکې ټولې لارې تړل شوي دي.

د نور علي وزیر په خبره د بازار نه بهر 144 ماده په ځای کړی شوی څوک هم نه شي کولی چې ګڼه ګوڼه جوړه کړي.

بل لور ته د واڼه د بازار د بندېز پرضد پرون په اعظم ورسک سیمه کې احتجاجي مظاهره هم شوې وه.

د ګل/ دوشنبې په ورځ د واڼه د مرستيال کمشنر د دفتر څخه اعلاميه خپره شوې چې پکې پرون په 16 فرورۍ د بازار بندېدو ويل شوي وو.

او مرستیال کمشنر بشير خان وي او اې ډیوه ته ویلي وو چې د امنيت په موخه بازار تړل شوی او د بازار د بندېز موده امنيت ته په کتو غځېدلی شي.

د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي وو په واڼه کرفيو يا ګرځبنديز لګول شوی او نن ډان ورځپاڼې هم په خپل خبر کې په واڼه کې د کرفيو لګولو خبر ورکړی دی.

خو مرستيال کمشنر ويلي وو د بازار نه بهر په هيڅ ډول تګ راتګ او هلو ځلو بندېز نشته.

د سيمې څخه سوداګرو وي او اې ډيوه ته ويلي د بازار د بنديز له امله د کروړونو روپو د تاوان سره مخ کيږي.

مرستيال کمشنر ویلي وو د اتوار په ورځ په شوې چاودنه کې درې کسان وژل شوي چې پکې دوه پوځيان او يو عام تن شامل وو او نهه کسان ژوبل شوي وو.

د جنوبي وزیرستان پوليسو ويلي وو، په 14م فرورۍ ماښام د واڼه په بايي سړک د پوځ کاروان روان وو او ښخ باوردي موادو چاودنه پرې شوې وه.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د چاودنې زمه واري منلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG