لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د احمد ولي مسعود په مشرۍ پلاوى د پاکستان په سفر


د پاکستان دباندنيو چارو د وزات ترمخه د مسعود فاونډيشن مشر احمد ولي مسعود په مشرى کى پلاوى به د ١٧ فرورى نه د پاکستان په سفر راځي.

دوئ به د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي په ګډون د قامي اسمبلى اسپىيکر او نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره لېدنې کوي.

د خارجه دفتر خبر پاڼه کې د افغان قيادت په مشرۍ افغانستان کې دامن عمل مخ په وړاندى بوتلو کې د پاکستان د کردار هوډ څرګند کړل شوى دى.

خبر پاڼه زياتوي پاکستان غواړي چې دخپلې دغه تګلارى په هکله افغان اولس او قيادت باور کې وساتي او د احمد ولي مسعود د پاکستان سفر هم د دغه هڅو برخه ده.

احمد ولي مسعود افغانستان کى دشمالي اتحاد دپخواني جنګيالي کمانډر احمد شاه مسعود ورور دے او هغه په يو وخت کې برتانيه او يورپ کې دافغانستان سفير هم پاتې شوى.

پاکستان کې دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د سينيټ دباندنيو چارودکميټې مشر مشاهد حسين اسلام اباد ته داحمد ولي مسعود سفر زيات مهم بولي.

هغه وي او اى ډيوه ته وويل دا ښايي پاکستان د خپل وخت د تيروتنو نه زده کړه کړې ده او اوس په افغانستان کى د ټولو ډلو سره ښې اړيکى غواړي او دغلته خپل پردى نه کوي.

تر دې وړاندې په نزدې وختونو کې افغانستان دحزب وحدت اسلامي مشر استاد کريم خليلي اؤ د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار هم پاکستان ته سفرونه کړي او دلته يې پاکستاني چارواکو سره لېدنې کړې وې.

دغه څير په تيرو وختونو کى د پاکستان سره سخت اختلاف لرونکي او اوس د افغانستان د ملي پخلاينې دعالى شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم کال ٢٠٢٠م کې اسلام اباد ته سفر کړى ؤ او خپل داسفر يې ګټور ګرځولى ؤ.

په دې وروستيو کې د افغان طالبانو پلاوي هم د پاکستان سفر کړى ؤ او دلته يې خارجه وزير شاه محمود قريشي او نورو چارواکو سره مهمې ليدنې کړې وې.

افغان خواؤ پاکستان ته د سفرونو دا لړۍ په داسې حال کې چټک کړې چې تير کال د امريکې او طالبانو ترمنځ قطر کې دسولې دشوي تړون په اساس امريکې اعلان کړى چې د روان کال د مئ تر مياشتې به خپل ځواونه دافغانستان څخه وباسي.

پاکستان وايي چې افغان سوله کې مهم کردار ترسره کړى اؤ غواړي چې افغان کشاله افغانان خپلو کې دخبرو دلارې هواره کړي .

خو افغان چارواکي وخت ناوخت په اسلام اباد د طالب وسله والو دملاتړ تورونه لګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG