لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د۲۰۰٦م راهسې دکرکټ نړېوالو سياليو نه محروم دپېښور ارباب نياز سټېډيم بيا جوړيږي


دپېښور په ارباب نياز نړيوال سټېډيم کې د کرکټ وروستۍ سالي په کال۲۰۰٦م کې د هند او پاکستان د لوبډلو تر منځ شوې وه چې دهغې راپديخوا دې ميدان کې بيا نړيوالې سيالۍ نه دي شوي

د پېښور ارباب نياز سټيديم کې د کال ۲۰۰۶ نه راپدېخوادکرکټ نړيوالې سيالۍ نه دي شوي، ځايي خلک او لوبغاړي وايي دوئ غواړي چې د نړۍ وتلي لوبغاړي په دې ميدان کې يو ځل بيا وويني .

سټيډيم کې اوس د يو اعشاريه اووه بيليونه روپو په لګښت د بيا رغونې کار روان دى.

د دې کار پرانسته کال ۲۰۱۸ کې دپاکستان وزيراعظم عمران خان کړې وه او چارواکي هېله ښايي چې راتلونکي کال کې به دا کارونه سر ته ورسيږي.

په کال دوه زره نهم کې دپاکستان لاهور ښار کې د سري لنکا په کرکټ لوبډلې د ترهګرو له بريد روسته د جنوبي افريقې لوبډله پاکستان ته څوارلس کاله وروسته تېره اوونۍ په ړومبي ځل راغلې وه.

د جنوبي افريقې لوبډلې د پاکستان وروستۍ دوره په کال ۲۰۰۷ کې کړې وه۔

د پېښور اوسيدونکې او لوبغاړي وايي دوئ هم غواړي چې د پېښور ارباب نياز سټيډيم کې د بېن الاقوامي لوبډلو سيالۍ پېل شي۔د

دپېښور يو ځوان لوبغاړى عثمان خان وايي په سټيډيم کې د بېن الاقوامي سيالو پېل کېدل به د ځوانانو لوبغاړو حوصلې اوچتې کړي۔

د پېښور ارباب نياز سټيديم کې په کال ۱۹۸۴ کې وړومبۍ يوه ورځنۍ د کرکټ سيالي د هند او پاکستان ترمنځ شوې وه اؤ وروستۍ سيالي هم کال ۲۰۰۶ کې هم د دې دواړو هيوادونو دلوبډلو ترمينځ شوې وه چې د هغې روسته په دي ميدان کې نړيوالې سيالۍ نه دي شوي.

د پېښور په دې نړيوال ميدان د نړۍ دبيلا بيلو لوبډلو ترمنځ اوولس سيالۍ شوي چې پکې هند په يو ورځني ميچ کې د تر ټولو زياتو منډو جوړولو ريکارډ لري.

په دې ميدان تر ټولو غوره بالر شعېب اختر پاتې شوى چې د بنګله ديش کرکټ ټيم په ضد يو ورځنۍ سيالۍ کې يې شپږ لوبغاړي اؤټ کړې وو۔

د پېښور باچا کرکټ کلب مشر عمران الله وايي ارباب نياز سټيډيم به راتلونکې کال کې د پاکستان سپر ليګ او بېن الاقوامي سياليو د پاره تيار شي او ځايي خلک او لوبغاړي به کولى شي چې د خپلې خوښې لوبغاړې په دې ميدان کې نېغ په نېغه وويني ۔

د سري لنکا په ټيم د بريد وروسته پاکستان ته د يو شمېر هېوادونو لوبډلو خپلې دورې ځنډولې وې او د کال ۲۰۱۱ د نړي وال کپ د کوربه توب نه بهر کړى شوى ؤ خو په کال ۲۰۱۹ کې هم د سري لنکا ټيم د پاکستان دوره وکړه .

بيا د بنګله دېش او اوس د جنوبي افريقې دلوبدلې له سفرونو وروسته پاکستان کې دنورو بېن الاقوامي ټيمونو د مقابلو هېلې پياوړې شوې دي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG