لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسلم ليګ ن سېنېټر مشاهدالله خان په حق رسېدلی


د مسلم ليګ ن ګوند سېنېټر مشاهد الله خان د 68 کالو په عمر کې په حق رسېدلی دی، مسلم ليګ ن ګوند د هغه د مړينې خبر تاييد کړی دی.

د مسلم ليګ ن مرستیالې مشرې مريم نواز شريف د مشاهد الله خان په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او د هغه مړينې ته يې غټ تاوان ويلي دي.

د پاکستان سرکاري ميډيا ويلي مشاهد الله خان د شورو او زيارت په منځنۍ شپه کې په اسلام اباد کې په حق رسېدلی دی، د هغه د مړينې علت نه دی ښودل شوی.

حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف، پيپلز ګوند، د سرکاري میډيا ترمخه د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد، محسن داوړ او نورو ګڼو سياستوالو او عامو خلکو د هغه په مړينه د خفګان څرګندونه کړې ده.

نوموړي دې ځل له هم د مسلم ليګ ن ګوند لخوا د سېنېټ په انتخاباتو کې کانديد وو.

د راپورونو ترمخه په کال 1999 کې چې پخواني پوځي امر پروېز مشرف د مسلم ليګ ن د نواز شریف حکومت نسکور کړی مشاهدالله خان په خپل ځای د مسلم ليګ ن ګوند سره پاتې شوی او بيا نيول شوی وو.

هغه د مسلم لیګ ن او نواز شریف کلک وفادار ګڼل کېدو.

مشاهد الله خان په کال 2018م کې سېنېټر شوی او له دغې وړاندې هغه د نوازشریف د وزيراعظمۍ په وخت کې د چاپيريال وزير هم پاتې شوی وو. هغه د مسلم ليګ ن وياند هم پاتې شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG