لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په کال 2020 کې ان لاين ځورونې 70 فيصده سېوا شوي دي، ډيجيټل رايټس


پاکستان کې د انټرنيټ او سوشل مېډيا د کارونکو د حقونو غېر دولتي تنظيم ډېجټل رايټس فاونډېشن په خپل تازه راپور کې ويلي، چې تېر کال د کرونا وبا په مهال د ټول بنديز په ورځو کې د ان لاېن ځورونې 70 فيصده زيات شکایتونه رپورټ شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي په دې کې 66 فيصده شکايتونه د ښځو لخوا، 34 فيصده د سړو، او يو فيصد شکايتونه د نرښځیانو او مذهبي لږکيو له اړخه رپورټ شوې دي.

ډېجټل رايټس فاونډېشن د کال 2020 په هېلپ لاېن رپورټ کې ويلي چې د هغوى سره د ان لاېن ځورونې 3,298 کېسونه درج شوي وو.

ویل شوي په دې کې په دغو شکايتونو کې د ان لاېن ځورونې، بلېک مېلنګ يا بدنامولو، او هېکنګ په اړه رپورټ شوي دي.

د ډېجټل رايټس فاونډېشن په رپورټ کې ویل شوي چې د وروستو پاتې يا پسمانده طبقې 21 شکایت کونکي ان لاېن د افرادو لخوا د شخصي علتونه په بنياد د خطر سره مخامخ شوي او ځينې پکې د جنس په بنياد د ان لاېن او اف لاين ځورونې نخښه ګرځېدلې دي.

د رپورټ ترمخه د پسمانده طبقې غړي د دې قسمه ځورونو د قانون نافذ کوونکو ادارو ته په رپورټ کولو کې د مشکلاتو سره هم مخ شوي دي او رپورټ وايي دا ځکه چې قانون نافذ کوونکې ادارې په دې اړه د حساسيت د کمي سره مخ دى.

د ډېجټل رايټس فاونډېشن مشره نګت داد وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي د کال 2019 په نسبت کال 2020 کې دوی ته د ان لاين ځورونو 70 فيصده زيات شکایتونه ترلاسه شوي دي.

هغه وايي دې کې مهمه خبره دا ده چې د کرونا وبا پرمهال د ټول بنديز په ورځو کې تر ټولو زيات شکایتونه راغلي او يواځې د تېر کال جولايي په مېاشت کې مونږ ته 700 شکایتونه ترلاسه شوې وو او دا ښايي چې د لاک ډاون په مياشتو کې د ښځو پرضد ان لاين ځورونې سېوا شوې دي.

د ډېجټل رايټس فاونډېشن د کال 2020 دا رپورټ وايي چې 57 فيصده شکايتونه د پنجاب، 11 فيصده د سنده صوبې نه، 4 فيصده شکايتونه د خېبر پښتونخوا ايالت څخه، دوه فيصدې د بلوچستان نه، يو فيصد د کشمیر نه او دا راز 4 فيصده شکايتونه ورته د سرښار اسلام اباد نه ترلاسه شوي دي.

نګت داد وايي په دې کې زياتره شکایتونه د ښځو په سوشل ميډيا د ويډيوز او تصويرونو په بنياد د بلېک مېلنګ دي او په دوېم نمبر د ټولو زیات شکایتونه د سوشل ميډيا د پروفاېلز د هېکنګ ترلاسه شوي دي.

په دې رپورټ کې د ان لاېن بلېک مېلنګ د کېسونو شرح 33 فيصده او په سوشل ميډيا د پروفاېلز د هېکنګ شرح 23 فيصده ښودل شوې ده.

XS
SM
MD
LG