د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتين، د قامي اسمبلۍ محسن داوړ او نورو د نيولو امر وکړو. عدالت د پي ټي اېم پرضد د اووم دسمبر په اېف ايي ار کې د نامزد کسانو د نيولو ورانټ جاري کړی دی.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتين او محسن داوړ سره د نورو د نيولو د عدالتي حکم په اړه د پي ټي اېم وکيل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل،
"نن په (19 فرورۍ) انسدادی دهشتګري عدالت نمبر 12 چې په جېل کې دننه دی د علي وزير د کېس تاريخ وو، علي وزير يې د جېل نه راوستی وو او د نورو کومو کسانو چې ضمانت شوی وو، محمد شېر، شېر محمد، نور الله ترين او نور، دوی عدالت ته حاضر شو، راتلونکی تاريخ پکې نهم مارچ ورکړی شواو عدالت په دې کېس کې کوم کسان چې چالان کې مفروران ښودل شوي دي د منظور پشتين او محسن داوړ د ګرفتارۍ ورانټ يې جاري کړی دی".
پي ټي اېم په شپږم دسمبر په کراچۍ کې جلسه کړې او بيا په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ پوليس سټېشن کې د پي ټي اېم جلسې ته په وېنا کوونکو مقدمه درج کړی شوې چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ سره ثنا اعجاز او نور هم شامل کړی شوي وو.
په مقدمه کې تور لګول شوی چې دوی د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليس پرضد سپکه، د شر ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.
په ياده مقدمه کې علي وزیر په 16م دسمبر د پېښور پوليسو نيولی او بيا کراچۍ ته رامنتقل کړی شوی وو.
د علي وزیر د ګرفتارۍ پرضد چې پي ټي اېم په 18م دسمبر احتجاجي مظاهرې اعلان کړې وې د دغو مظاهرو په مهال په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين او وروسته بيا محمدشېر مسيد سره ټول پينځه کسان نيول شوي وو.
عدالت په درېمه فرورۍ د علي وزیر د ضمانت خواست رد کړی او نور الله ترين، محمد شېر مسيد او نورو درېو کسانو ضمانت يې منظور کړی څوک چې په 17م فرورۍ د جېل څخه خوشي شوي دي.
قادر خان اېډوکېټ وايي د علي وزير د ضمانت دپاره يې سيند هايکورټ ته خواست کړی او په 25م فرورۍ به د هغې اورېدنه کیږي.
په کراچۍ کې پوليسو په 31م دسمبر هغه وخت 33 کسان نيولي وو چې پي ټي اېم د ارمان لوڼي او نقیب مسيد د تلين دپاره غونډه تابیا کړې وه.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم محمد شېر مسید چې دوه ورځې وړاندې د جېل څخه خوشی شوی وايي په دغو 33 کسانو کې هم زيات د پي ټي اېم غړي دي او پينځه پکې د اووم دسمبر په مقدمه کې تورن کسان دي، دوی ټول اوس په جېل کې دي.
محمد شېر وايي که څه هم دوی نيول کيږي او جېل ته لېږل کيږي خو خپله مبارزه به جاري ساتي.
د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي او د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفورپه يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.
خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی ؤ.
پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.