لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

این ایف سي ایوارډ کې دصوبو برخه څه جوړیږي اؤ مرکز څه ورکوي؟


دپاکستان دمرکزی حکومت لخوا د لسم این ایف سی ايوارډ دپاره شپږ کمیټۍ جوړې کړی شوي چې د صوبو او مرکز تر منځه د ویش دجوګه امدن دپاره تګلاره جوړه کړي.

دخېبر پښتونخوا پخوانی دخزانې وزیر مظفر سید وائي مرکز د شورو راهسې د وړو صوبو استحصال کوي او دا وخت په صوبه او مرکز کې د یوې پاړټۍ حکومت دی او باید چې صوبائي حکومت په مرکز د صوبی حقونه ومني.

هغه وایي په این ایف سي ايوارډ کې حکومت باید قبائيلي ضلعو ته منل شوې برخه ورکړي خو دصوبې دخزانې موجوده وزیر تیمور جهګړا وائي منل شوې برخه که صوبې ته ورکړل شي نو دې سره به د قامي ترقۍ مثبت پيغام مخې ته راشي.

د خیبر پښتونخوا پخوانی د خزانې وزیر مظفر سید وائي دمرکزي حکومت له خوا د وړو صوبو استحصال کیږي او خپله برخه ورته نه ورکوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دا وخت په مرکز او خیبر پښتونخوا کې د یو ګوند حکومت دی او باید چې صوبائ،چي حکومت په مرکز د صوبې حق ومني او پخوانيو قبائلي ضلعو ته په این ایف سی ايوارډ کې برخه ورکړي ځکه چې په دغو سیمو کې بنیادی اډانه شتون نه لري.

دخیبر پښتونخوا امدن د تیلو، ګیس بجلۍ او معدنیاتو په مد نو هم زیاتیدی شی په اتلسم تر ميم کی دا ښکاره لیکل شوی چه په این ایف سی ایوارډ برخه به د بل ایوارډ نه کمه نه وی
دپاکستان مرکزی حکومت وخت په وخت دا خبره څرکنده کړې چې په اتلسم ترميم کې صوبو ته د قامي امدنۍ څخه کومه برخه ورکړل کیږي هغې ته بیا له سره کتنه پکار ده اؤ ددفاع، دپورونو دستنولو اؤ دسترو اقتصادي پروژو په لړ کې چې کوم لګښتونه کیږي دا باید دصوبو دبرخې څخه بود کړل شي.

صوبې دمرکزي حکومت ددې نظر سره اختلاف لري اؤ حکومت مخالف ګوندونه وایي هغوئ به مرکز ته اجازه ورنکړي چې داتلسم ائیني ترمیم په شکل کې صوبو ته ورکړل شوي واکونه بېرته واخلي.

دخيبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم جهګرا دپاکستان سرکاري ټیلي ویژن ته وئيلي په صوبه کې اوس قبائلي ضلعي هم ورګډې کړل شوي او دغه سیمو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډیر تاوانونه هم لیدلي دي.

هغه وایي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د بې کچه قربانیو ورکولو وروسته اوس قبائیلي سیمې حق هم لري چې دپرمختګ دپاره ورته وسیلې اؤ خپل ټول حقونه ورکړل شي.

دخزانې وزیر وایي مرکزي حکومت دقبائیلي ضلعو دا حق منلی اؤ که چرې په ملکي کچه په قامي مالياتي کمیشن کې قبائیلي سیمو ته برخه ورکړل شي نو دې سره به د قامي ترقۍ مثبت پيغام خور شي.

د لسم مالياتي کمیشن په غونډه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان حکومت د مالي مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې د رقبې په لحاظ تر ټولو ستره صوبه بلوچستان غوښتنه لري چې ددې صوبې د محصولاتو برخه دې د ۹.۰۹ فیصده نه ۱۵ فیصدي ته زیاته کړل شي او د خیبر پښتونخوا سره د وړاندې نه د قبایلي سیمو دپاره هر کال د۱۰۰ اربو روپو ورکولو ژمنه شوې ده.

په کال ۲۰۱۰ کې منطور شوي قامی مالياتي کمیشن کې صوبو ته ۵۷.۵ او مرکز ته ۴۲.۵ فیصده برخه ورکړل کیږی.

په اووم مالياتي کمیشن کې دا ويل شوی وو چې د مرکزي حکومت مالياتي اداره ایف بي آر به په مالیه کی ۱۵ فیصدي اضافه کوئ خو په مالیه کې شپږ فیصده اضافه شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG